
صلاح الدین رباني په بې فکره څرګندونو سره دا ثابته کړه، چې دی باید دبهرنیو چارو له وزارته لرې وغورزول شي، ځکه د رباني فکري پوهه په هغې کچې نه ده، چې په داسې یو پوست کې پاتي شي، چې هغه د حکومت د بهرنۍ پالیسي د پلي کولو اساس بلل کیږي .
صلاح الدین رباني، په فکري کمزورتیا اخته دی، چې په دغه وزارت کې یې پاتې کېدل هېواد د ګټې پر ځای لا نور هم د ضرر پر لور رهي کوي، رباني په ننۍ څرګندونو سره دا ثابته کړه، چې دی نور د دې وړتیا نه لري، چې د بهرنیو چارو وزارت په شان د حکومتولۍ دروند مسولیت ته دې ګټور ثابت شي .
زما لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د جمعیت ګوند په تېرو شپاړسو کلونو کې د دولتي امکاناتو نه تر بل هر ګوند زیاته ګټه تر لاسه کړې، خو دغه امکانات یې بېرته د حکومت په خلاف کارولي، د حکومت د کمزور تیا لپاره یې هڅې کړي او تل په دې لټه کې دي، چې څنګه او له کومو لارو کولی شي، چې د غیري قانوني فشارونو له لارې حکومت وننګوي، د کمزورتیا هڅې یې وکړي او له دې لارې خپل امتیازات تر لاسه کړي .
د جمعیت ګوند نن وویل، د دې لپاره چې د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې له منځه لاړې نشي حکومت دې د دوی غوښتنې ومنې، د دوی دا ډول څرګندونې دا په ثبوت رسوي، چې په هېواد کې د تېرو ورانیو او ناخوالو اصلي عامیلین همدغه د جمعیت ګوند دی، چې نن یې بیا د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې وګواښلې .
دوی د تېرې جمعې را په دېخوا وښودله چې د حکومت په چوکاټ کې دننه د حکومت لپاره تر ټولو لوی سر خوږی په خپله دغه ډله ده، چې د حکومت د کمزورتیا لپاره کار کوي، که داسې نه وي نو د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ولس او حکومتي چارواکي په سیاسي نازکو حالاتو کې سره اوږه په اوږه دریږي، خپل هېواد او ټولنه د نورو هېوادونو له لوري د جوړو شوو دسیسو څخه ژغوري او د پیاوړتیا لپاره یې سره لاسونه ورکوي .
دوی د دې ټولو ارزښتونو په خلاف ګام پورته کړ، د لاریونو په تر سره کولو یې وغوښتل چې نظام وننګوي، د ولسونو تر منځ یې کرکې او نفرت ته لمن ووهله، په یو شمېر ولایتونو کې هم د دوی په غوښتنه، یو شمېر لاریونونه وشول، چې محدود شمېر کسانو ( لسګونه ) په کې برخه اخستې وه .
دوی دا هر څه د دې لپاره وکړل چې حکومت په دې وروستیو کې د دوی کمزور تیا او ناکامۍ بربنډې کړې، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ( صلاح الدین رباني ) په قوم پالنې تورن کړ، احمد ضیا مسعود یې د دې لپاره له دندې ګوښه کړ، چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې پاتې راغی او د حکمتیار په راتګ سره یې ځانونه کم رنګه ځکه ولیدل، چې دوی په تېرو شپاړسو کلونو کې د ولس تر منځ خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او نور څوک د دوی په خبرو باور نه کوي .
دوی داسې کسان له خپل ځانه را تاو کړل، چې د هېواد په تاریخ کې منفورې څېرې دي لکه لطیف فدرام، چې د افغان له نوم سره هم حساسیت لري، اوس نو که فکر وکړو هغه کسان چې له تا سره ملي ارزښتونه نه مني، نو هغوی به دې ټولنې او هېواد ته له کومو لارو څخه د خدمت جوګه شي .
صلاح الدی رباني په ننۍ ناسته کې دا هم وویل، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د افغانستان له ټولو ګوندونو او سیاسي جریانونو سره په مشورې او تفاهم به، لازمې پریکړې وکړي، زه وایم ستاسو د ژوند په ټولو اړخونو افغان ولس خبر دی، له تاسو سره به یواځې هغه ګوندونه یو ځای کیږي، چې ستاسو په شان د ځاني امتیازاتو اخستلو لپاره مبارزه کوي، که داسې نه وي، نو ستاسو په ذهنونو کې خو د هېواد جوړونې لپاره هېڅ ډول مفکوره نشته او نه هم د هېواد جوړونې لپاره کار کوئ .
د افغان حکومت هغه چارواکي چې د هېواد جوړونې فکر له ځانه سره لري باید په دې پو شي، چې دغو کړیو په هېواد او ولس کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او نور د دې توان نه لري، چې نظام تهدید کړي، ولس په دې پوهېدلی چې، دغه د ځاني ګټو غلامان یواځې د ځان په اړه فکر کوي نه د هېواد جوړونې او هېواد والو د هوساینې په اړه .
لیکنه : نظیف الله نظیف