کله به پوه شو، که همداسې به یو ؟

د تیرې چهارشنبې خونړۍ پيښې انځور مې له سترګو نه پناه کیږي، وينې، ټپونه، منډې، وارخطايي د مېندو فریادونه، د هېوادوالو الوتي رنګونه، ویجاړي، خاورې او کندې مې هر شېبه د سترګو په وړاندې وي.
اوښکې مو وچې نه وې، نور هېواد وال مو په ناحقه و وژل شول، او بیا یوې جنازې ډیرې نورې جنازې وزېږولې.
له دې پېښو وروسته، ته ځانمرګی، ته لنډغر یې، زه پښتون او زه تاجیک یم؛ دسیسو بیا زور واخیست.
ښکاره ده چې؛ زموږ د ضعف ټکي پردو ته معلوم دي او هر کله ورڅخه ښه ګټه هم اخلي، د تاسف ځای دی د لسیزو په تېریدو سره، له ډېرو قربانیو او بدمرغیو وروسته اوس هم په خپلې دې ناروغۍ نه پوهیږو، د وقایې او درملنې لپاره یې هیڅ نه کوو.
په دې هیله وو چې د پخوانيو، جاسوسانو، خاینینو او وطن پلورنکو له خاورې کېدو سره به د هېواد ستونزې هم له منځه ولاړې شي، ځکه نوي نسلونه به له تېر پند واخلي او د دوی لار به نه تعقیبوي.
د افسوس خبره خو دا ده، چې اکثراً تحصیل کړي او جهان لیدلي ځوانان هم د هیواد د دښمنانو د دسیسو ښکار ګرځي، د خپلو مشرانو لار پر مخ وړي، او هماغه پخوانۍ کیسې بیا تکراروي.
له پوهنتونونو له فراغت وروسته هم ټوپکونه اخلي، زور واکي، قوم، سمت او ژبپالنه کوي جنګیږي، وژني او وژل کیږي.
ځيني بیا په ټولنیزو رسنیو کې د قوم او ژب پالنې شعارونه ورکوي، یو ته مرګ بل ته زنده باد وايي او کرکې خپروي.
په دې فکر نه کوو چې:
کوم ځانمرګي او وسله وال د پښتون او تاجیک تر منځ توپير کړی، تاجیک یې پريښې او پښتون یې وژلی؟
آيا د ټولو هېوادوالو غم یو درد نه لري؟
آيا د پښتون د وینې رنګ له تاجیک او هزاره توپير لري؟ په کابل پکتیا، خوست، کندهار ننګرهار لغمان، کندز، بلخ، بغلان او .... کې په خونړیو پېښو کې د وژل شویو هېواد والو د ویر تر منځ څه توپير شته؟
دا خونړۍ پيښې له یوې خوا ډیر بې ګناه وګړي تر خاورو لاندې کړي له بلې خوا زموږ اتفاق او یو والی هم له منځه یوسي، په خپلو کې مو سره لیرې او بد بینه کړي. اصلي او ګډ دښمن پرېږدو پر یو بل بې اساسه تورونه ولګوو، یو بل سپک او ورټو.
کله چې مونږ د یو بل دښمنان یو، د یو وینه ارزانه د بل قیمتي ګڼو، له نورو څه ګیله پکار ده. خو په نورو هیوادونه کې ترهګریزې پيښې ټول هېواد یو موټی کړي، د یو بل ملاتړي شي، د یوې کورنۍ وير د ټول هیواد غم وګرځي.
تیره دوشنبه د انګلستان په مانچستر ښار کې له کنسرټ وروسته ځانمرګي برید دوه ویشت ځوانان ووژل او ډېر نور یې ټپيان کړل. همدارنګه تیره شنبه د دې هیواد په مرکز لندن ښار کې د دریېو ترهګرو په برید کې اوه بې ګناه وګړي و وژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول. د مانچستر له پيښې یوه اونۍ تیریږي، په دې ورځو کې ټول وګړي تر بل هر وخت یو موټي شوي، وژل شویو کسانو ته د درناوي ګلان کيښودل کیږي او ډيوې بلیږي، ټول په یوه خوله وايي:« داسې پيښې زموږ تر منځ کرکه او کینه نه شي زیږولی.»
مونږ به همداسې مینه خپروو، د نژاد او مذهب په نوم له یو بل کرکه نه کوو، دښمن موخې ته نه رسوو.
په لندن کې د وړمې شپې له برید وروسته هم ورته څرګندونې کیږي، له سیاستوالو او حکومتي چارواکو نیولې تر عامو وګړو همدا یو غږ دی،« مونږ هيڅوک نشي بیلولی، موږ کرکه نه خپروو، نفرت او کینه نه کوو.»
په انګلستان کې وروستۍ پيښې د مذهب په نوم په دې هیواد کې د مېشتو کډوالو له خوا تر سره شوي دي، خو یو هم و نه ویل چې، کډوال دې و وځي، نه چا اسلام او نه هم چا کډوالو ته سپکاوی وکړ.
دغو پيښو مسلمان او عیسوي سره نورهم نږدې کړل، ډیره حیرانه خو هله شوم کله چې د لندن پيښې د یوه ۲۳ کلن وژل شوي ځوان مور و ویل: « زوی مې په روغتون کې په ټپي حالت کې راته وویل، برید کوونکو و ویل زه دا کار د اسلام لپاره کوم، او په دې وینا سره یې په چاړه ګوزارونه راباندې وکړل.»
مور یې وايي : اسلام د بې ګناه وګړو د وژنې اجازه نه ورکوي، ترهګر دروغ وايي په دې کارونو سره مذهبي اختلافات او ستونزې پیدا کوي، زه دا نه منم.

ښکاره ده ترهګري پوله نلري دوی د هر چا دښمن دي، موخه یې د ویرې خپرول او د ولسونو بېلول دي، د مذهبي، قومي او ژبني ستونزو پیدا کول دي او د انسانیت وژل دي.

هغه ولسونه چې سره یو موټي وي، ناتوانه نه شي او کرکې ونکړي، په هغو کې به انسانیت او صمیمت ژوندی وي، په هغو ولسونو کې چې مینه او اتفاق وي، هلته به دوامداروینې تویدنې او وژنې نه وي.
خو کمزوري ولسونه به تل د شومو موخو ښکار وي، تل به ویر او غم کې وي، ځيني به په بمونو وژل کیږي او ډیر نور به په کرکو سره.