روغتیايي پاملرنه/ شیدې که مستې !؟

شیدې که مستې !؟
کوم یو زیات کلسیم لري ؟
کلسیم ھغه ضروري آرہ معدني عنصر دہ چې وجود ورته د رنګارنګ فعالیتونو لپارہ اړ‎تیالري.
د بېلګې په توګه ؛
•د ھډوکو او غاښونو ودہ او غښتلوالی،
•د زړ‎ه ، شریانونو او مغز د رنځونو د مخنوي لپاره لکه - د وینې جګ فشار، د غوړ‎ (کولیسترول) کنترولول
•ھم د ھغو ناروغیو په مقابل کې مقاومت پیداکوي چې د خزنده له جراثم څخه رامنځ ته کیږ‎ي لکه اسپه (تیک تیک Ticks / Typhus).
پدې بناء ډېرہ اړ‎ینه دہ باید ھغه خواړ‎ه زیات وکارول شي کوم چې د کلسیم کچه لوړ‎ه لري.
لبنیات د کلسیم اساسي توکي بلل کېږ‎ي چې ھرہ ورځ باید ورڅخه ترلاسه شي.
له ھمدې لبنیاتو څخه تر ټولو زیات کلسیم په شیدو او مستو کې شتون لري.
اوس تل دا سوال کېږ‎ي چې ایا شیدې زیات کلسیم لري او که مستې ؟
#ځواب :- په ساده ژبه باید و وایم چې شیدې د مستو په پرتله زیات کلسیم لري.
سل ګرام شیدې ۱۲۵ مليګرام کلسیم لري
او سل ګرام مستې ۸۵ مليګرام کلسیم.
لھذا شیدې د کلسیم په لرلو بډا خواړ‎ه شول.
مګر که چیرته روغتیايي ګټې نوري په نظرکې ونیول شي بیا نو مستې ګټورې ویل کیږ‎ي؛
•شیدې لکتوز لري، ھغه څوک چې له لکتوز سره حساسیت لري باید مستې وخوري. (د لکتوز حساسیت څخه عبارت دی؛ د نس درد، د کلمو اویښتل ، پیچش، اسھال)
•ھضمیدل د مستو تر شیدو اسانه دہ.
•مستې د ھاضمې جھاز پاک او مینځلی ساتي.
•مستې په معیدہ او کلمو کې د میکروب د سرایت مخنیوی کوي.
په پای کې دا پاک، صاف او سترہ په تاسو پوري مربوط شوہ چې مستو او که شیدو ته لاس رسي لرئ؟ نوش جان
ډاکټر نجیب خټي