تيږه به ماته شي

سلوای العضيدان 
ژباړه:عبدالغفار زیور
تيږه به ماته شي! یوه حکيم خپل زوی ته وويل: تيږه ماتوونکى دې د تيږې ماتولو پرمهال ليدلی؟ هغه وويل: هو! حکيم وويل: کله دې ليدلي چې په جٙبٙل سره پر تيږه بيا بيا ګوزارونه کوي او کله کله خو یې ګوزارونه آن سلو ته ورسيږي، خو په تيږه کې وړوکي چاودنه هم نه ويني؟ هغه وويل: هو، ليدلي مې دي. حکيم وويل: زویه! پر دې بايد پوه شې چې همدا د مخکينيو ګوزارونو برکت و چې د تيږې ماتوونکي د کار پاېله یې معلومه کړه، نه د وروستني ګوزار. يعني که تيږه ماتوونکى نهيلى شوى او وروستی ګوزار یې نه واى کړی، تيږه به هیڅکله نه واى ماته شوې! ډیری خلک ځکه د خپلو کارونو ښې پایلې له لاسه ورکوي او ناکامیږي چې له نيمې لارې بیرته راګرځي او د پايلې تر معلومیدو او ميوې پخيدو مخکې پرې نهيلي برلاسي کیږي!