
د دې بوجۍ دينو او بانډټيانو ايمان الله تعالی ته منظور نه دی
هېواد مشره :
خلکو به داسې انګېرله چې اسلام د خالد بن وليد په وسيله دومره مخته ولاړ. داسې نه وه، بلکې دا د خلکو انګېرنه وه. کله چې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خليفه شو، نو تر ټولو لومړی يې همدی لېرې کړ. د دې لپاره چې خلکو ته دا پته ولګيږي چې د اسلام د مبارک دين ساتونکی خپله څښتن تعالی دی. خالد بن وليد د يو عادي کس په توګه خپله دنده مخته وړله او د خليفه پر وړاندې يې هېڅ غبرګون ونه ښوولو، خو زموږ بې ايمانه، بې وجدانه او پلورل شويو بوجۍ دينو اسلام وجهاد د خلکو لپاره يوه تېره چاړه ګرځولې او ولس يې دوه پوزو ته راوستی دی.
که تاسې په رښتينې اصلاح او سمون غواړئ، نو له والي ګلاب منګله راواخلئ تر شاړو ماړو پورې د قانون منګلو ته راکش کړئ چې بيا بل د بې ايمانه وبې وجدانه بوجۍ دين زوی سرتيري ((ملي ناموس)) ته په سپکه سترګه ونه ګوري.
په دې هيله چې د مخکېني ولسمشر کرزي ميراث ته د پای ټکی کښېږدئ. ټولنه او اداره به دې اصلاح شي. که داسې ونه کړئ، نو حکومت واداره به دې اصلاح نه شي. که ناتوانه ياست، نو له بهرنيانو او د جرايمو له نړيوالې محکمې مرسته وغواړئ.
په درنښت
سيد حسين پاچا
د ولسي جرګې غړي حضرت علي زوی د ملي اردو سرتيری وهلی دی
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56562
د ملي اردو سرتيری د وژلو وو، نه د وهلو!
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56597
https://youtu.be/GUuwkiJ5ND8