د عاطف مشعل لږ غوږ تاوول په کار دي

 
درست ده چې پاکستان به د کرېکټ نړيوال غړيتوب لري. د اسلام پر نوم جوړ شوی او د اسلام مضبوطه کلا هم ده. موخه يې هم ((لااله الا الله)) ده. که د هغوی خيال يې ساتلی وي، نو د کرېکټ د ((دوستانه لوبو)) خيال به هم وساتي
 
دا سمه ده چې لوبې او لوبو ته ورته نور ډېر شيان شته چې له سياسته بايد وساتل شي، خو له بده مرغه د تحريک انصاف پښتون مشر عمران چې هم خپله د کرېکټ نامتو لوبغاړی وو. هېڅ اسلاميت ته يې ونه کتل، هېڅ پښتونولۍ او اخلاقو ته يې ونه کتل ان تر دې چې همدغه نامتو پښتون مشر او د کرېکټ نامتو لوبغاړي د طالبانو نامشروع او راتپل شوی نيابتي جنګ جهاد وبللو او طالبانو ته يې مشوره ورکړه که جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ، خو په پاکستان کې ورانی مه کوئ.
 
له ملايانو نه خو ګيله په کار نه ده. د باچا د ګوند بل نامتو ملتپاله غړی ښاغلي بلور هم همدېته ورته څرګندونې کړې وې. که جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ. د ګوند مشر ارواښاد باچا خان د همدې پنجابي سامراج له لاسه درې لسيزې زندان تېر کړ، خو د ګوند يو ملتپاله مشر يې بيا د پنجاب د خوشالولو لپاره چې دوی يې د يوې دورې لپاره په حکومت کې له ځان سره شريک کړي وو، پر خپل پلرني ټاټوبي او بر کور باندې د پنجاب نامشروع او نيابتي جګړې لپاره مشروعيت ورکوي. حال دا چې دوی دواړه ږيره خرييلي خو نه ملايان دي او نه يې ملايي او نه يې طالبي کړې ده. يو کرېکټ کړی او بل د سينماو څښتن دی، خو د پنجاب د خوشالولو لپاره پر موږ باندې د احمق و څڼور طالب په جامه کې چې د سنتو پر پلمه پر رنجو د سترګو تورولو او مسواکونو باندې  تېر ايستلي وو د انسان وينه تويونه چې مطلق حرامه ده له فرضيتو يې خطا کړي وو. موږ خو نه د عمرانخان سترګې تورې وليدلې، نه د بلور، نه د قاضي حسين احمد، نه د مولوي سميع الحق او نه د مولانا فضل الرحمن او نه د زرداري، مشرف، نثار علي خان چوهدري، نه د ښاغلي سرتاج عزيز او نه يې د نورو پوځي واستخباراتي مشرانو، مولانا طارق جميل، مولانا طاهر قادري، مفتي عبدالقوي او نه يې د نورو ملايانو. حال دا چې مفتي عبدالقوي يې پر نامتو ماډلې زړه بايللی وو او روژه ماتی يې د هغې پر شونډو ښکلولو باندې ماتولو.
 
دا چې مشعل او که پاکستان اوس ورته د ((دوستانه لوبو)) نوم ورکوي. له دې مخکې تېر ته په کتو موږ افغان بوجۍ دين د ((ازادۍ ننګيالي)) وو. دوی انصار ول او موږ مهاجر ول، خو د ضياء له وخته پر مختلفو پلمو موږ افغانان وهل وټکول او لت وکوب شوي يو. طالبي مشران يې همداسې درواخله او اوس خو د کراچۍ د لعل شهباز قلند او داسې نورو ورته پېښو کې خبره بيخي له حده خرابه شوې ده. موږ خو لا څه ان چې خپله د لرې پښتونخوا پښتانه يې هم په پنجاب کې بېعزته کړل.
 
زموږ د مهاجرت مساله يې سيده له سياست پورې نښلولې ده او له دې لارې راباندې هر ډول فشارونه راوړي. دروازې بندوي او خلکو ته تکليفونه رسوي، نو ولې دغسې د يوې دوستۍ په نوم باندې يوه ناره هلته پورته نه شوه، چې نن د ((دوستانه لوبو)) په نوم باندې يوه بله پديده رامخته کوي. د روژې پر لومړۍ ورځ يې د احمق او څڼور طالب پر مټو زموږ د هېوادوالو وينې وبهولې. ولې دغه احمقان او څڼور نور لارې ته نه راولي. پوځ واستخبارات يې هېوادوال وژني او لوبغاړي يې زموږ وينه پر ((دوستانه لوبو)) معاوضه کوي. زموږ پيغام بايد ورته روښانه وي. څوک چې مو وژني، نو بيا دوستانه لوبو ته څه اړتيا ده. که له موږ سره څوک دوستي کوي، نو بيا دې هغه مجرمين چې په روژه کې مو وينه تويوي موږ ته راوسپاري او هم پر خپل حکومت باندې غږ وکړي چې نور دا احمقان او څڼور له خپلو سياسي ملايانو سره رام کړي.
 
په درنښت
سيد حسين پاچا
 
عاطف مشعل: د پاکستان سره کيدونکي لوبي نه لغوه کوو
https://khabarial.com/archives/16783