
زاڼې ځکه له شمال سمندره تر تودو اوبو مزل کولای شي، چې په ګډه یې منزل ټاکلی!!!
د افکارو، ایډیولوژیو، فلسفو، مکتبونو، ګوندونو او تنظیمونو تعدد او زیاتوالي له یوې خوا او د پردیو فشارونو، کړنو او سرغړونو له بلې خوا د ورځې په تیریدو ملي تفاهم ته د رسیدو اړتیا دومره اړینه کړې، چې له هغې پرته د افغان ټولنې د بقا او نجات لارې په ځانځانۍ او تړلو فکرونو کې یوازې یوه ډارونکي خوب ته ورته دي.
د یادولو ده، چې هر فکر، لرلید، ګوند او تنظیم د افغان ټولنې د حالت د بدلولو لپاره خپل خپل پروګرامونه لري او د هیڅ یوه په نیتونو شک مونږ د حل کومې لارې ته نه رسوي. دلته معمول دا دی، چې هر سړی خپله خبره لري خو د بل د خبرې د اوریدو کله توان نه وي او کله بیا اراده. مونږ ډیر ځله یوازې ځان ته په قناعت ورکولو خپل او د ملت کلونه او آن لسیزې خرابې کړې او همغه ځای کې لا ولاړ یو، چې دا ببولاله مو په لومړۍ ورځ پیل کړې وه. مونږ د پرون، نن او سبا تفکیک و نه کړا ی شو او یا مو ځانونه ترې تیر کړل. دلته ځینې لا پرون کې اوسي او ځینو بیا نن لا هم هیر کړی او د سبا په خیالي نړۍ کې ګرځي. مونږ باید پرون له نن او نن له سبا سره په داسې منطقي مزیو وتړو، چې له هغه څخه د ټولنې د تکامل څرک پیدا کړو. مونږ باید له اوسني تمځایه د ملت د ګډ مزله منزل لږ روښانه کړو، دغه منزل ته د رسیدو په لارو چارو د هر چا خبره واورو او له ټولو ښه خبره د (ټولو د خبرې ) په توګه ومنو.
که وغواړو نو د افغان ټولنې د راتلونکې لپاره په هره عرصه او خوا کې د ( ټولو خبره) موندلای شو، خو دغه د ټولو خبره هله (خبره)کیدونکې ده، چې یو څوک راوړاندې شي، خولي ولټوي او دغه یون پیل کړي.
دا زمونږ د ټولنې پخوانی عادت دی، چې په سر کې به خلک هر ډول فکر وکړي، ځینې به د خپلې لویه غوښتنې زهر په یوه ترخه خندا را وباسي، ځینې به، دې لوی افغاني هوډ ته د پروژې نوم ورکړي، ځینې به د تفاهم له ډاره د کوم ستون نوم هم ورباندې کیږدي او ځینې به، چې د وخت په خرابولو کې لوی لاس لري دې کار ته د دښمن کار ووایي، خو له همدومره ریسکونو سره سره دا کار باید پیل شي او د پیل لپاره یې نه باید نور وخت ضایع شي او نه امکانات.
ملي تفاهم د هغوی کار نه شي کیدای، چې کلونه یې ددې ملت له بې اتفاقۍ څخه په ګټه اخیستنه ځانونه دومره چاغ کړل، چې نور د ګرځیدو جوګه نه دي. د ملي تفاهم دې سترې داعیې ته باید د ملي فکر لرونکي، سپین زړي، ملي ازښتونو ته هوډمن او خواخوږي افغانان سره را جرګه شي، سره یوه خوله شي، د چا د حجرې دړه ور وټکوي، چاته نانواتې وکړي، د ځینو ږیرې ونیسي او د ځینو له سترګو هغه پخواني ګردونه لرې کړي، چې یوازې د ځان د لیدو جوګه وه او بس!
ملي تفاهم د وخت اړتیا، د هوډمنو افغانانو دنده او د سبا له ناخوالو د وتلو یوازینۍ لاره ده. زه له همدې ځایه په هغو اشخاصو، څیرو، بنسټونو، ګوندونو او خوځښتونو غږ کوم، چې کله نا کله یې د ملي تفاهم په اړتیا غږ اوچت کړی:
را پورته شئ او د وخت غوښتنې ته په خپل عقل او ملي هوډ ځواب ووایۍ!!!
همدا نن یې پیل کړئ او په دې ملي چاره کې هغو ازغیو ته پام مه کوئ کوم، چې اغیار ستاسو په لارو کې کرلي. په ازغنو لارو تګ ملت له ناخوالو ویستی شي.
یا هو!