
په ۲۰۰۱م د سپتمبر ۱۱ مه کي، د دوو امریکایي تجارتي مارکیټونو له ویجاړېدو وروسته، افغانستان په خورا لوی، اوږد مهال او تر ټولو سخترین عذاب کي مبتلا شو.
· ایا د دې بدنام قیامت د ناڅاپي نازل کېدو، تر شا په حقیقت کي هم دهغو څو سوالونو د ځواب لټون دی؛ چي زمونږ لېونیو حماسي پوهانو یې د پیدایښت، ثابت او پخش کولو لپاره، خپل ژوند له لاسه ورکړ او ځپلی هیواد مو یې تر اوسه هم په دوزخي لمبو کي سوځي؟
یو سوال، چي په حقیقت کي هم د سوال خطاب ولري؛ هیڅ کله هم له خپل اصولو او تګلاري څخه نشي بېل کېدای؛ دا خبره یوازي د سوال لپاره نه؛ بلکي په نړۍ کي چي مو هر څه( انسان، حیوان، نبات، مایع، فعل، شی، غږ، لفظ او نور هر څه) تر سترګو کېږي، هغوی ټول خپل، خپل اصول لري او هر یو یې د خپل اصولو په مټ، د نړۍ پر مخ موجود دي.
· ایا یو سوال هم کله بې ځوابه اوسېدلاشي؟ او که بې ځوابه وي نو هغه هم څه سوال وي؟
· که څوک د یو سوال ځوابول غواړي، نو تګلوری به یې یوازي زور، شر، قتل او خرابي کول وي؟
له څو ړاندو نه د 2001م کال څخه تر اوسه پوري یوازي د روانو حالاتو د همدې یوه لامل په اړه اورم: چي امریکا په افغانستان کي د خپلو شومو افعالو په کولو سره یوازي د هغي شیطاني وسوسې حیواني ګرمښت، یخول غواړي؛ کوم چي یې د هغوئ د نابینا ولس په پړپوسي مغزو کي د سوال په توګه ځای نیولی؛ـ
· په نیویارک کي د تجارتي ماڼیو د نسکورېدلو اصلي عامل څوک دی؟
وروسته له څو وحشت ناکو وختونو د تېرښت نه، دا بهانوي سوال هم ځواب شو؛ چي په نیویارک کي له امریکا سره دا هر څه یوه عرب ځوان چي په اسامه بن لادین مشهور ؤ؛ د امریکا د هغو ظلمونو، چي له عراق، لیبیا، مصر او دې ته ورته له نورو اسلامي هیوادونو سره یې کړي، په بدل کي د غچ اخیستلو په موخه وکړل.
خو دا خبره پوره دقیقه نشوه؛ ځکه چي د نړۍ د هر انسان په مغز کي تر اوسه هم داسي سوالونه ګرځي، چي ځواب یې اکثر خلګو ونشو ویلای؛ـ
· له اسلامي هیوادونو سره چي څه ظلمونه شوي، ایا هغه یوازي امریکا او ورسره څو ګاونډ هیوادونو کړي؟
· ایا اسامه بن لادین، کومه اسماني فریشته وه، چي د ټولو مسلمانانو غچ یې د یو کمزوري غله غوندي، په یوازي ځان واخیست؟
· ایا یو انسان په حقیقت کي هم په واحد ځان دا هر څه کولای شي؟
· تر ټولو حیرانوکې نړیواله سیاسي لوبه، چي پیل یې د 2001م کال له کرغېړني پېښي نه شروع کېږي؛ نو ولي د بن لادن له وژلو سره جوخت نه ختمېږي؟
او داسي نور سوالونه دي چي، ځوابول یې زلمي برېت سپین کوي.
د قیاس د اصلي ټکي ډېر اوږدول نغواړم؛ ځکه چي د هغه به هم حتمن تفصیل هم دې پورتنیو کرښو ته ورته وي.
ویل کېږي چي روسیه دعوه کوي؛ چي ګواکي د افغانستان له منځ نه
زرګونه داعیش د دوی د هلاکیت تابیا نیسي.
· ایا دا خبره د امریکا د 2001م کال شیطاني بهانې سره څه ورته والی نلري؟
ü زه فکر کوم؛
روسیه هم په همدې بهانه، چي اوس یې ورته د دعوې نوم ورکړی،
افغانستان ته د امریکا په شان د راتګ او د افغانستان د پاتي څرمن ویستني
لپاره ځان ته د لار هواروني، یو چټل نیت لري او د 2001م کال د ګنده پېښي غوندي د یو جدي پلان د علمي کولو کوښښ کوي.
په درنښتونو...
2017/May/29
دوشنبه، 12:30PM
کاري دفتر، شهرنو، کابل.