تر هر څه مخکې ښه به دا وي چې پوه سوه مورنۍ ژبه څه ته وایې: مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او د خپلو خیالاتو اظهار پرې بیانوی.
یا په بل عبارت مورنۍ ژبه هغې ژبې ته وايې چې یوه انسان یې خپل د مور او پلار څخه زده کوی او پرې خبری کوی ، نورو ژبو زده کول یو کمال دی خو د خپلۍ ژبې هیرول بې کمالي ده هر انسان باید کوښښ وکړئ چې لومړي خپله مورنۍ ژبه زده کړي او وروسته نوري ژبې زده کړي ځکه که یوه انسان په خپل مورنۍ ژبی باندي ښه حاکم وی دا دده سره نورو ژبو په زده کولو کې خورا ډیره مرسته کوی .
په دي اړه پروفیسر داکټر جیم کیومنز داسی وایي: هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.
که چیري موږ داسی دوه کسان سره پرتله کړو چې يوه په خپلې مورنۍ ژبی باندی ښه حاکم وی او دا بل یې نه وی نو دا به موږ په ډاګه سی چې هغه کس چې خپل په مورنۍ ژبې باندې حاکم وی هغه به بله نویه ژبه په آسانۍ سره زده کړي.
د افغانستان هر وګړی حق لری چې خپل په مورنۍ ژبې باندی زده کړي وکړي او دولت مکلف دی چې دا زمیننه ورته برابره کړي لکه څنګه چې د افغانستان د اساسی قانون په دريڅلوېښتمه ماده کې راغلی دی چې زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.
په مورنۍ ژبی باندي زده کړه کول د انسان سره مرسته کوی چې په یوه موضوع او په یو مطلب په آسانی سره پوه سی ، او داخبره زما په شان ځوانانو ته ښه معلومه ده چې په بهر کې په یوي بلې ژبی باندې زده کړي کوی .
مورنۍ ژبه زموږ پيژندګلوی ده ځکه په نړۍ کې قامونه په خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېږندل کېږي ،مورنۍ ژبه د هویت یوه برخه ده چې په واسطه یې دود او کلتور د یوه نسل څخه بل نسل ته لیږی ، په مورنۍ ژبي سره یو کس کولای شی خپل شناخت وساتي او د خپل کلتور سره آشنا اوسی.
نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.
په دې ویلو سره نېلسن منډېلا له خپلې مورنۍ ژبې سره خپله مینه وښود.
هر یو باید د خپلۍ مورنۍ ژبې سره مینه او نورو ژبو ته درناوی وکړي ، زه په دي ویاړم چې زما مورنۍ ژبه پښتو ده .
که چیری موږ غواړو چې خپل کلتور او مورنۍ ژبې ژوندۍ وساتو، نو باید په خپلو ماشومانو د نورو ژبو تر څنګ خپلې مورنۍ ژبې هم زده کړو.
وروستي