مولانا عبدالغفور حيدري:  افغانستان د پاکستان د ورانولو هڅې کوي او د هند په امر کړنې ترسره کوي

 
د مولانا غوندې اسلامپال به څنګه ايمان تېر کړي؟ دوی خو پر خپله ژبه نه، بلکې د خپلو نظاميانو او څارګرو ادارو پر ژبه غږيږي
 
د مولانا د خپلې ډلې نامتو عالم مولانا محمد خان شيراني بيا وايې چې پاکستان د جهاد اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره پخپل ښوونيز نصاب کې شامل کړل چې خلک د کمونېزم خلاف جنګ ته تيار کړي. مولانا سميع الحق بيا وايی چې د امريکا د ماتې لپاره له روسانو نه پيسې او وسلې اخېستل روا دي، خو نوموړی خپله او مولانا فضل الرحمان دواړه په پيل کې د طالبانو په رامينځته کولو کې د دوو برتانوي لوړپوړو چارواکو چې CIA هم پکې شامله وه هڅول شوي وو. ملايان يې يو څه وايی او پخوانی مکار پوځي ديکتاتور مشرف يې بيا بل څه وايی چې طالبان ما بيرته راپيدا او پر پښو ودرول، خو پاکستان له بهرني ملاتړ پرته هېڅ نه شي کولی
 
 
عمر بن الخطاب :
((ارجع الى مكانك ، فقبح الله أرضاً ليس فيها مثلك))
 
موقفه من معاوية :
کان -رضي الله عنه- يقول بايعنا رسول الله -صلى الله عليه وسلم- على ألا نخاف في الله لومة لائم ) لذا كان يعارض سياسة معاوية في الحكم والسلطان ، فعبادة بن الصامت كان من الرعيل الأول الذي تربى على يد الرسول -صلى الله عليه وسلم- ، وكانت أنباء هذه المعارضة تصل قدوة الى كافة أرجاء الدولة الإسلامية ، ولما زادت الهوة بينهما قال عبادة لمعاوية والله لا أساكنك أرضا واحدة أبدا ) وغادر فلسطين الى المدينة ، ولكن الخليفة عمر -رضي الله عنه- كان حريصا على أن يبقى رجل مثل عبادة الى جانب معاوية ليكبح طموحه ورغبته في السلطان ، لذا ما كاد يرى عبادة قادما الى المدينة حتى قال له ما الذي جاء بك يا عبادة ؟) فلما أقص عليه ما كان بينه وبين معاوية قال عمر ارجع الى مكانك ، فقبح الله أرضاً ليس فيها مثلك ) ثم أرسل عمر الى معاوية كتابا يقول فيه لا إمرة لك على عبادة ) فعبادة أمير نفسه
 
 
د اسلام دويم ستر راشده خليفه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه عبادة بن صامت ته له اميرالمؤمنين معاوية رضی الله تعالی عنه سره د روښانه او پرېکنده دريځ په غبرګون کې ورته وويل :
((بيرته دې خپل ټاټوبې [مدينې] ته راشه. څښتن تعالی هغه زمکه چې بل څوک پکې ستا په څېر نشته درسته (مناسبه) نه بولي)). عبادة بن صامت به له اميرالمؤمنين سره د هغه په امورو (چارو) کې ټکر کېده. له دې امله د عبادة بن صامت او د اميرالمؤمنين ترمينځ مخالفت راغی. له دې دا مساله استنباط کيږي چې علما د وخت، مدني فعالان، سياستوال، پارلمانونه يا لويه جرګه او د مشرانو جرګه (سنا) د ولسمشر او د حکومت پر وړاندې د غلطو پالېسيو پر وړاندې ودريږي او حکومت، نظاميان او استخبارات له ناسمې لارې راوګرځوي او سمې لارې ته يې سوق کړي او نېکې مشورې ورکړي، خو له بره مرغه د پاکستان د لرې پښتونخوا اسلامپالو نه دا چې د خپل دوه مخي حکومت، نظاميانو او استخباراتو پر وړاندې خنډ نه شول، بلکې د هغوی له غلطو پالېسيو نه يې ننګه او ملاتړ وکړ او له خپل حکومت، پوځ او استخباراتو سره په افغانوژنه او د افغانستان په ورانولو کې سمه ونډه واخېسته.
 
د پنجاب نظامي ځواک او څارګرې ادارې د پاکستان د لرې پښتونخوا د ځينو رښتينو عالمانو لپاره مناسب ((وړ)) ځای نه دی. څښتن تعالی دې لروبر افغانان ټول سره يو او په لوی افغانستان کې بيا سره راټول شي. پنجاب د خپلې غلطې او دوه مخې پالېسۍ له امله د انزوا او منحلېدو پر لور روان دی.
 
له عبادة بن صامت (رض) سره اميرالمؤمنين معاويه (رض) په دې وران شو چې عبادة بن صامت د يو خطيب چې پر منبر ناست وو او د معاويه (رض) مدحه (صفت) يې کولو، خاورې راوخېستې، او د هغه په خوله کې يې ورواچولې، نو معاويه (رض) ورته په غوسه شو او ترمينځ يې ټکر راغی.
 
لما ولي معاوية بن أبي سفيان الشام، ساءت العلاقة بين عبادة ومعاوية لأشياء أنكرها عليه عبادة، فقال لمعاوية: «لا أساكنك بأرض»، فرحل إلى المدينة المنورة، فقال له عمر: «ما أقدمك؟»، فأخبره بفعل معاوية، فقال له: «ارحل إلى مكانك، فقبّح الله أرضًا لست فيها وأمثالك، فلا إمرة له عليك». ثم حدث أن كان عبادة بن الصامت مع معاوية يومًا، فقام خطيب يمدح معاوية، ويثني عليه، فقام عبادة بتراب في يده، فحشاه في فم الخطيب، فغضب معاوية. فقال له عبادة: «إنك لم تكن معنا حين بايعنا رسول الله Mohamed peace be upon him.svgبالعقبة على السمع والطاعة في منشطنا ومكرهنا ومكسلنا، وأثرة علينا، وألا ننازع الأمر أهله، وأن نقوم بالحق حيث كنا، لا نخاف في الله لومة لائم. وقال رسول الله Mohamed peace be upon him.svg: «إذا رأيتم المداحين، فاحثوا في أفواههم التراب»». فكتب معاوية إلى الخليفة عثمان بن عفان: «إن عبادة بن الصامت قد أفسد عليّ الشام وأهله، فإما أن تكفه إليك، وإما أن أخلي بينه وبين الشام»، فكتب إليه عثمان أن يُرحّل عبادة حتى يُرجعه إلى داره بالمدينة المنورة.[1]
 
مشوره :
زما مشوره مولانا او د نوموړي خواخوږيو او ملاتړو او ډلې او په ټوله کې ټول اسلامپالو ته دا ده چې دوی بايد د حق ملاتړي شي، نه د ناروا. د خپل حکومت، نظاميانو او څارګرو ادارو پر وړاندې دوی بايد يو پرېکنده او روښانه دريځ ولري. دوی دې موږ ته هند نه پلمه کوي، بلکې خپله دې د خپل دوه مخي حکومت، نظاميانو او څارګرو ادارو له اسارته ځانونه خلاص کړي، تر څو به ذليل ژوند تيروي. که د جهاد شوقيان وي، نو بيا ولې خپلو چارواکيو، نظاميانو او څارګرو ادارو ته د حق خبره نه شي کولی؟ په لسګونو زره بلوڅان ورک دي، ولې د هغوی په حق کې غږ نه شي پورته کولی چې د افغانستان په تړاو د جهاد نارې وهي. دا خو دوی د بل چا د زور پر ژبه غږيږي او د بل چا استازيتوب کوي.
 
اسلامي، تاريخي و سياسي لاسوندونه، قومي و ژبني، کلتوري او اخلاقي ارزښتونه دا ايجابوي چې دغه اسلامپال نور پخپلو ګرېوانو کې سر ښکته کړي او د خپلو ټول ملي واسلامي او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې سر له ننه د لوی افغانستان په تړاو فکر وکړي. دا ښه ده چې د پنجاب د ناروا غوښتنو ته سر ټيټ کړي او که بيرته د لوي افغانستان پر لويه چرګۍ او ټغر سره راټول او د پنجاب حاکمانو ته د عبادة بن صامت په څېر روښانه او پرېکنده ځواب ورکړي چې موږ نور له خپل بر کور سره يوځای کيږو او ستاسې اسارت او ذلت نور نه شو زغملی.
 
زما په اند له دې به ورته بل ستر او ارزښتمند جهاد او سرښنده بله نه وي. د پنجاب دنظاميانو او څارګرو ادارو پر ژبه دې نور نه غږيږي.
 
په درنښت
سيد حسين پاچا
 
مولانا عبدالغفور حيدري وايي افغانستان د پاکستان د ورانولو هڅې کوي
https://khabarial.com/archives/15814