سیمه او ایران

لویه غوښتونکي هیوادونه په خپل چم ګاوڼډ کې تل پیښې څاري او یوه مناسب وخت او ماحول ته په کمین کې وي. د ایران دولت په سیمه کې داسې یو هیواد یادولې شو، چې تل د خپلو جوړ کړل شویو ټولنو، ګوندونو او وسله والو ډلو په مرسته د پان شیعیزم داعیه پر مخ بیایي.
ایران د امام خمېني له انقلابه را په دیخواه دا وسله د ګاوڼډیو، سیمې او منځني ختیځ په وړو او لویو هیوادونو کې کاروي او ځینې بیا د اریایي مدنیت په غولونکي چوکاټ کې را پېیي. هلته، چې مذهب د کار کولو توان لري له مذهبه او چیرې، چې ژبه ټاکونکې ده هلته د ژبې له فکټوره په ګټه اخیستنه او د امام خمینې د نهاد په نامه ور دانګي.
ایران د سیمي په هیوادونو کې خپل لاسپوڅي ګوډاګیان لري او په یادو ملکو کې د بې ثباتۍ په موخه په کار اچول کیږي. ایران همدا اوس په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، قطر، بحرین، متحدو عرب اماراتو، یمن، لبنان، سوریه، عراق او سعودي عربستان کې خپلې ځالې لري. که د دغو هیوادونو خاوره او جغرافیا په نظر کې ونیول شي لوستونکي د ایران په موخو او اهدافو ډیر ژر پوهیدلای شي.
کله، چې د غربې نړۍ په پټو او ښکاره اشارو د عربو د پسرلي په نامه ځینې چارې پیل شوې، ایران ته هم موقع په لاس ورغله تر څو خپل هغه ستونونه، چې د ایران د داعېې لپاره کار کوي لاس په کار شي. همدا اوس ایران په عراق، سوریه او یمن کې په ډیر برم د خپلو ګټو جګړه پر مخ بیایي .
که د ایران دا لویه غوښتنه د سیمې د هیوادو او نړیوالو په ګډو هڅو مهار نه شي نو د ایران خوبونه په رښتیا کیدو دي. زه د ایران د هڅو پایلې د پاکستان له هڅو څخه هم د هیواد د راتلونکې لپاره ډیرې مضرې تصور کوم. ایران تر هغه څه ډیر لوی خوبونه ویني کوم، چې زمونږ هیوادوال یې د درک توان لري.
د ایران په مذهبې اړخ ځکه تماس نه نیسم، چې نه دیني عالم یم او نه کوم مذهبې ښناند او له بلې خوا هسې هم ټاپې په لاس وګړي دلته کم نه دي. ایران زمونږ هیواد کې خپل حضور او نفوذ د تنظیمېي او مذهبې ډلو پر مټ پر مخ بیایي او د دغه حضور رنګ دومره ټاکونکې او برجسته دی، چې لوی لوی سیاسیون د دوی د درګاوو انتظار کوي.
که نن سعودي عربستان له امریکې څخه د دومره ډیرې وسلې د پیرلو قرار داد کوي دا کوم غیر مترقبه کار ځکه نه دی، چې هر هیواد د خپلې بقا جګړه پر مخ بیایي. هغه خلک چې د خپلې بقا جګړه ترې هیره ده یوازې د ګلوبلیزم په هغه خیالي نړۍ کې اوسي، چې پردیو یې په ذهن ور سپره کړې.