د ۲۰۱۷ ام کال د هند غوره لیګ سیالیو بولۍ Auction ته پنځه افغان لوبغاړي محمد شهزاد، محمدنبي، اصغر، دولت او راشدخان هم وړاندې شول. چ له امله یې د معمول خلاف ددې لیګ په تاریخ کې لمړنۍ افغان لوبغاړی محمدنبي ؤ چ د ۲۰۱۶ ام کال د اتلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد له خوا د دیرش لاکه هندي کلدارو په مقابل کې واخیستل شو، ورپسې د همدغې لوبډلې له خوا یو بل افغان ستوری راشدخان په خیرانوونکی توګه د څلور کروړه هندي کلدارو په مقابل واخیست. پداسې حال کې چ ممبی انډینز لوبډله یې هم د ۳۸۰ لاکه هندي کلدارو په مقابل کې لیواله وه. راشدخان ددې بولۍ په تر ټولو قیمت ترینه لوبغاړو په لیست کې راغی. خو ولې بدبختانه پاتې درې لوبغاړي د هیڅ کومې لوبډلې له خوا وانخیستل شول علت یې هم د لوبډلو تشکیل ښودل شوی چې دوی د خپل تشکیل له مخې لوبغاړي رانیسي.
د هند پریمیرلیګ ستری تجارتي سیالۍ د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۵مه نیټه پیل او د همدې کال د may په ۲۱مه نیټه د ممبئ انډینز لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسیدې. د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه کورنال پنډې, د ډیرو منډو جوړولو جایزه وارنر او د ډیرو ویکټو اخیستو جایزه بونیشور کمار ترلاسه کړه.
د سیالیو لمړۍ لوبه د تیر کال اتلې لوبډلې حیدراباد چ دا ځل پکې دوه افغان لوبغاړو هم شتون درلود او د رویلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې د حیدراباد لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.
یاده لوبه کې تر هر بل بالر راشدخان ښه لوبه وکړه چې د خپل لمړي ځل په ګډون یې په خپله لمړنۍ لوبه کې لمړنۍ ویکټ د اوپنینګ بیټسمین مندیف سیئنګ ( Mandeep Singh ) له مخې پورته کړ او ریکارډ یې جوړ کړ... په څلورو اورونو کې یې د ۳۶ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول چې له امله یې د کریکټ نړۍ او نړیوال مباصرین ګوته پر غاښ پاتې کړل... راشد خان ټول ټال ۱۴ لوبې وکړې، په یادو لوبو کې یې د هرې لوبډلې خلاف په مهم وخت کې بالینګ ترسره کړ، چ ټول ټال د ۱۷ ویکټو په اخیستو بریالۍ شو. ښه بالینګ یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۳ درې لوبغاړو سوځول وو. دوه ځلې یې مین اپ د میچ جایزه هم ترلاسه کړه. هیره دې نه وي چې تر لسو زیات کیچونه یې هم ډراپ شول.
یو بل افغان لوبغاړي محمد نبي هم خپله لمړنۍ لوبه د کینګزایلیون پنجاب خلاف په حیدراباد کې ترسره کړه، چې د بیټینګ په برخه کې ښه ونه ځلید یوازې دوه منډې یې جوړې کړې، مګر د خپل جادویی بالینګ په برخه کې یې وکولای شول چې د څلورو اورونو په ترڅ کې خپله لمړنۍ ویکټ د انګلینډ کیپټاین ایون مورګن له مخې پورته کړ او ترڅنګ یې راشد ارمان هم په یاده لوبه کې دوه مهم لوبغاړي وسوځول او لوبه یې وګټله... محمدنبي په څلورو لوبو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړ چې یوه د باران له امله بغیر له کوم باله مساوي اعلان شوه او دریو لوبو کې ولوبید چې د کمو منډو په ورکولو سره په دوه ویکټو بریالۍ شو. دده په شتون کې حیدراباد درې واړه لوبې وګټلې. ښه بالینګ یې څلورو اورونو کې د ۱۳ منډو په ورکولو سره د یو لوبغاړي سوځول وو.
دواړو لوبغاړو په هند او نړۍ کې د افغان نوم
ته شهرت ورکړ، او په هر میدان کې یې وځلوه. په یو قوي غزم، ارادې او مورال سره هر میدان ته ښکته شول. د خپل ټیم د مینوالو، د ټیم ملګرو، کوچ او د ټیم د سپانسر باور یې لاسته راوړ. په وار وار یې د غوره او سټایلیش لوبغاړو جایزې ترلاسه کړې. په راتلونکی کې یې د خپل ښکلی بالینګ، فیلډینګ.... له امله دواړو لوبغاړو د هند هه غوره لیګ سیالیو کې ځان لپاره ځای محکم او د نړیوالو پام یې ځان ته راواړوه. د نړۍ خصوصا د هند او پاکستان رسنیو یې له حد نه زیاته ستاینه وکړه او د دوی په شتون کې یې د افغانستان د ټیم راتلونکی ښه او روښانه وباله...
کریکټ مونږ ته خوښي راکوي، تل دې وي خوښي او تل دې وي کریکټ او راشد خان، محمدنبي....
وروستي