د ائتلافونو جوړیدل او اړتیا

ائتلافونه د ټولنواو ګوندونو هغه ډول یو ځای کېدل دي، چې هر یو یې خپله پیژندنه او تګلاره لري، خو د وخت له اړتیاوو سره سم د څه لڼد یا اوږده وخت لپاره د تودو مسئلو د حل په موخه د یوه چتر لاندې د کار کولو جوګه وي.
د یوه ائتلاف د جوړید لپاره اړین ټکي:
ايتلاف د هغو ډلو تر مینځ شونی ده، چې په تګلارو کې لوی ټکر و نه لري.
ائتلاف د وخت غوښتنه وي.
ائتلاف د مسایلو له یو ډول تعبیر څخه جوړیدای شي.
ائتلاف مدغم کیدل نه دي بلکه هره ډله پکې خپله پیژندنه ساتلی شي.
آئتلاف د اړتیا په صورت کې جوړیدای او ړنګیدای شي.
ائتلاف کله نا کله د دایمي یو ځای کیدو لامل هم کیدای شي.
ائتلاف د ګډو ګټو، فکرونو او آندونو پر بنیاد جوړیدای شي.
ائتلاف کیدای شي یوه  ثابته آجڼډا ولري اوائتلاف کیدای شي د اجڼډا د تر لاسه کولو وروسته ړنګ شي.
د ائتلاف ډولونه:
د ائتلافونو عام ډولونه کیدای شي، چې په ښي لاسو، کیڼ لاسو او منځلارو وویشو. له دې درې ګونې وېشه ور آخواه کیدای شي د ملي ارښتونو پر بنیاد د ډموکراټیکو او ټکنوکراټو ډلو ائتلاف یا ائتلافونه هم جوړ شي.
په افغان روان سیاست کې ائتلافونه:
په افغانستان کې  له ښې لاسو پرته نورو ډلو د یوه سالم ائتلاف د جوړیدو لپاره نه کومه موثره هڅه کړې او نه هم تیتو هځو تر اوسه کومه د لیدو وړ پایله لرلې او عوامل یې مونږ کولای شو په لاندې ټکو کې ولټوو:
ـ پر یو بل نه باور.
ـ د مشرانو لویه غوښتنې.
ـ د ائتلاف د مشرۍ پر سر نه جوړیدل.
ـ د یو بل د نظریاتو په اوریدو کې زړه تنګي.
ـ د مشرانو له خوا د خپلو ډلو د کمي او کیفي حالت په ارزونه کې مبالغې.
ـ په مشرانو کې د روایتي سر تمبه توب شتون.
ـ د وخت او اړتیاوو په ارزونه کې د مشرانو له خوا د سامپاتي او انتي پاتي پالنې.
ـ د نه زغملو د افغان زاړه فرهنګ د پاته شونو اغیز.
ـ د مشترکاتو په را برسیره کولو، نښه کولو او له هغه څخه د اوږد مهالو تګلارو په جوړولو کې پاته راتګ.
وروستیو پیښو او حالاتو ته په کتو د نویو ائتلافونو د جوړید سخته اړتیا ده او که دا ځل هم دا کار ونه شو نو پایلې به یې بیا په لسیزو د جبیره کیدو نه وي. هغه تعریف، چې د ملت لپاره د استاد سیاف لخوا نوۍ جوړ شوی د ملت له اصلي تعریف سره لوی واټن لري.
مونږ د پلورلیزم د پالونکو په توګه په نورو خواوو د یوه نوې ائتلاف د جوړیدو غږ کوو تر څو ملت خپل تعریف پیدا کړي او له شته بحرانه د وتلو یوه رڼه او افغاني لاره پیدا شي. دا نوۍ ائتلاف باید د هیواد په سیاسي ډګر کې د ملي قوتونو، روڼ آندو، دموکراتانو او تکنوکراتانو په راټولونه، روزنه او لوري ورکولو کې تر هر چا مخکې وي.