په سعودي کې د اسلامي هیوادونو سرمشریزې ته ایران نه دی بلل شوی

په سعودي عربستان کې د ۵۴ اسلامي هیوادونو سرمشریزه تر سره شوه چې د سیمې او منځني ختیځ په مهمو موضوعاتو بحث وشو، خو په یاده سرمشریزه کې د ایران ولسمشر ته بلنه نه ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په نوموړي غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډون کړی و. نوموړي بیا هم داعش ته په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ.
چارپوهان وايي چې په یوه لوی د اسلامي هیوادونو په کنفرانس کې د ایران نه ګډون به ښې پایلې ونه لري.
د یادونې وړ ده چې نوموړي غونډې ته ولسمشر اشرف غني هم تللی.