ښځه او خاوند دواړه یوه نوي کلي ته د اوسیدو لپاره انتقال شول. په دوهمه ورځ دوی د سهار چای په څکلو بوخت ول، چې ښځې د کړکۍ له لارې ګاونډۍ ته پام شو چې په تناب کالي اواروي . سمدلاسه یې وویل: ـ دا خو پاک نه دي ، دا ښځه نه پوهیږي چې په ښه توګه کالي څنګه وینځل کیږي ؟ کیدای شي چې ښه صابون ته اړتیا ولري . میړه یې له کړکۍ وکتل خو چپ پاتې شو . او هر ځل چې ګاونډۍ ښځه کالي اواروي نو دا ښځه همدا یوه خبره کوي. * یوه هفته وروسته ښځه د ګاونډي کور په تناب د پاکو کالیو په لیدو حیرانه شوه ، نو میړه ته یې وویل: ته وګوره ! زمونږه ګاونډ ښځې زده کړل چې څنګه کالي په سمه توګه وینځل کیږي ، خو نه پوهیږم چې دا به ورته چا ښودلي وي؟ نو میړه یې ورته وویل: - نن سهار وخته له خوبه پاڅیدم او د کور ټولې کړکۍ مې پاکې کړلې!!! «««»»» له ژوند سره زمونږه دغه حال دی . کله چې نورو ته ګورو نو لیدلي شیان مو ټول د هغې کړکۍ د پاکوالي پورې اړه لري چې مونږ یې د هغې له لارې نورو ته ګورو . نو: ته ښه اوسه ، هر څه به ښه ووینې!
وروستي