د تړون د صحیح کیدو شرطونه
لومړی : باید د شریعت له احکامو څخه د هیڅ یوه حکم مخالف نه وي (۱) ، ځکه چې شرعي احکامو ته ژمن پاتی کیدل په شرعي دلیل واجب دی . رسول الله r فرمايي :
( ما کان من شرط لیس في کتاب الله فهو باطل و ان کان مائة شرط فقضاء الله أحق و شرط الله أوثق ) (۲)
هر هغه شرط چې د الله Y په کتاب کې نه وي ، هغه باطل دی ولو که سل شرطونه هم وي ، د الله Y قضا په حقه ده او د الله جل جلاله شرط مضبوط او موثق دی .
دوهم : رضایت
د تړون دوهم رکن رضایت دی چې بدون له دې څخه تړون نه ترسره کیږي او د قوي او ضعیف تر منځ مسآله ګڼل کیږي ، او ددې هیڅ کوم ارتباط له تړون سره نشته . ځکه چې په دغه وخت کې اراده سلب شوي وي او هر هغه تصرف چې پر مسلوبې ارادې واقع کیږي ، باطل دی ځکه چې په زور مینځ ته راغلي وي او زور په ټولو دینونو او عرفي قواعدو کې د عقد باطلوونکی دی .
او د دلیل په توګه هغه تړون چې رسول الله r په حدیبې کې د قریشو له کفارو سره کړی وو ، ذکر کوو ، ځکه چې د مسلمانانو په تړونونو کې د رضایت د مفهوم ژور بیان وړاندی کوي . په دغه تاریخي سند کې راغلي :
____________________
(۱) الخرشي علی الخلیل ج ۳ ص ۱۷۴
(۲) سیل الاسلام ج ۳ ص ۱۳
ویې ویل : بیا رسول الله r علي كرم الله وجهه راوغوِښت ، ورته یې وویل : ولیکه ! بسم الله الرحمن الرحیم
نو سهیل وویل : زه دا نه پیژنم مګر ولیکه چې باسمک اللهم ، نو ویې لیکه .
بیا یې وویل : ولیکه چې دا هغه څه دي چې د الله رسول محمد r او سهیل بن عمرو ورباندې سوله او مصالحه کړې ده . نو سهیل وویل : که چیرې مې دا منلای او ګواهي مې ورکولی چې ته د الله ج رسول یې نو جنګ مې درسره نه کاوه . مګر خپل نوم او د پلار نوم دې ولیکه .
ویې ویل چې رسول الله r وفرماییل : ولیکه چې په دغو باندې محمد بن عبدالله او سهیل بن عمرو توافق ته رسیدلي او له خلکو څخه لس کاله د جنګ په درولو سلا شوي چې په دې کې به خلک په امان کې وي ، او یو بل باندی به اعتدا او تجاوز نه کوي .
او که چیرې د قریشو څخه څوک بیدون د ولي له اجازې څخه څوک مسلمانانو ته ورغی نو بیرته به یې ورسپاري او که څوک د مسلمانانو له لوري قریشو ته ورغی نو بیرته به یې نه ورسپاري ، که د چا خوښه وه کولی شي چې د محمد ص په عقد او تړون کې داخل شي او همدارنګه کولی شي چې په خپله خوښه د قریشو په عقد او تړون کې داخل شي ،نه به پټه غلا وي او نه به کوم خیانت . (۱)
دغه تړون له یوه داسې اوږده لیدلوري او سیاسي پوهې په واسطه ثابت شو چې مثال یې نشته ، ویې کولای شول چې د وینو او د هغه خلکو ساتنه وکړي چې اسلام یې راوړی وو او اسلام ته یې په وروستیو فتوحاتو کې داسې خدمتونه وړاندې کړل چې سخته ده چې د نتیجو یې په دقیقه توګه اندازه ګیري وشي .
____________________
(۱)السیرة النبوية لابن هشام ج 2 ص 317
د مکې د فتحې په ورځ په سلګونو قریش اسلام مبارک دین ته داخل شول چې دا هم ددغه تړون یو له مهمو نتیجو څخه وو ، او ددوی اسلام ته داخلیدل ددغه تړون یوه مادي ګټه وه چې د فتحې په وروستیو کلونو کې راڅرګنده شوه ، او په داسې وخت کې چې په یوه اس سپور کس باندې د زرو حساب کیده .
دا یې سیاسي اړخ وو مګر ددغه تړون موضوعي اړخ ته کتنه دلته زمونږ د بحث وړ موضوع ده . دغه تړون د مقابل لوري حقوقو ته د پاملرنې یوه نښه ګڼلی شو خاصتا د رضایت برخې ته یې . او دا ټول د نبي کریم r له هغه اوامرو څخه راخلو چې حضرت علي t ته یې کړي وو چې ټول هغه عبارات لري کړي په کوم کې چې د مقابل لوري رضا نه وه حتی که چیرې دا د مسلمان په دیني احساساتو باندی هم اغیزه وکړي .
ګمان کوونکی باید دا ګمان ونه کړي چې دغه موقف د مسلمانانو د قریشو پر وړاندی د ضعیفوالي نتیجه وه ، هغه مهال چې اسلام دغه تړون امضا کړ ، په تاکید سره ویلی شو چې په داسې یو قوت کې وو چې بې له کوم شکه یې ټول د قریشو کفار لاندی کولای شول او په مقابل کې قریش جنګونو له پښو غورزولي وو او د مسلمانانو په مقابل کې یې د دریدلو توان نه درلود . مګر دا د انسانیت د رسول لرې لیدلوری او لوړه سیاسي پوهه وه ، هغه رسول چې الله Y د ټول عالم لپاره رحمت رالیږلی .
دریم : تړون باید روښانه او واضحه وي چې هیڅ ناسمه خبره او کوم پټ شی پکې نه وي ، تر څو ترې داسې تعبیر ونشي چې د تطبیق پر مهال د اختلاف سبب وګرځي . (1)
ځکه چې تړونونه د مشکلاتو د ختمولو لپاره روا شوي دي نه د مشکلاتو د زیاتولو لپاره ، او زیات مشکلات د هغه تړونونو له امله پیدا کیږي چې عبارات یې ټاکلې معنی نه لري . پر دې باندی غوره دلیل د امنیت شورا ۲۴۲ نمبر پریکړه ده چې بریتانیا په یوې شیطاني او شر اندازې طریقې ولیکه چې د ځمکې د کلمې معنی یې ناټاکلې پریښوده چې منکرة وه او كه معرفة ؟ په دغه پریکړه کې د ځمکې کلمه محور او اساسي رکن وو چې له امله یې بریتانیا په خپل مکر و فریب سره وکولای شول چې تر ننه پورې موقف ویلې کړي .
____________________
(1)فقه السنة ج 3 ص 101
څلورم : بعضو د تړون لیکل ، تاریخ ، د امام موافقه او د مدې ټاکل د تړون له مستقلو شرطونو څخه ګرځولي دي ، مګر مونږ دا وینو چې دا ټول د لومړي شرط تر ساحې لاندې راځي نو د مستقل شرط په اعتبار یې بیا لیکلو ته ضرورت نشته .
وروستي