
لارې بندې شي، ولسوالۍ ونیول شي، مرګ ژوبلې رامنځته شي، ولس د سیمې پرېښودو ته اړ شي، پر حکومت د اعتماد په اړه عامه ذهنیت کمزوری شي، جګړه اوږده شي، د جګړې سیمه کې هر څه لولپه شي، په دغسې حالاتو کې مو بیا هم چارواکي د ولس غولونې لپاره ډول ډول بهانې جوړوي او د ولس په سترګو کې بیا هم خاورې اچوي .
د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امنیتي ځواکونو سرتیري وخت ناوخت خپلو امنیتي مسولینو ته د بې کفایته اشخاصو نوم ورکوي او په بې کفایتۍ یې تورنوي، دوی وایي امنیتي مسولین له جګړې نه ډېر وخت په جګړیزو پلانونو او جلسو ضایع کوي، څوک چې جنګ کوي نو دومره جلسو ته یې اړتیا نشته، ځنې خو یې بیا وایي چې که واک ورته ورکړل شي هغه جګړه چې د دغو چارواکو په مشرتابه کې په اونیو اوږدیږي دوی یې په یوه ورځ کې ختمه ولی شي .
په دې کې شک نشته چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو مورچلې جوړوي او د خلکو له کورونو نه به جګړې ته دوام ورکوي، تر څنګ یې دا هم باید ووایو چې ولس ته د مرګ ژوبلې اړولو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو ادعاوې هم هسې بهانې دي، چې وایي عملیات له همدې کبله چټک پر مخ نه شي وړلی، په دې اړه پوښتنه دا ده چې ولې په دومره اسانۍ سره سیمې سقوط کوي ؟ له دې حقیقت نه هم سترګې نه شو پټولی چې کله هم په کومو سیمو کې امنیتي سر تېرو مقاومت کړی، سیمې یې ساتلي دي، خو خبره له لوړ پوړو امنیتي چارواکو نه بې خونده ده چې نشي کولی سمه اداره رامنځته کړي.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امنیتي سر تېرو له خبرو دا نتیجه اخستلی شو، چې امنیتي چارواکي د وړاندې تګ اراده نه لري او یا هم د دوی تر منځ د همغږۍ کړۍ غښتلې نه ده، چې دې چارې هم د پرمختګ مخه ډب کړې ده .
زموږ خبره دا ده چې د دغو ټولو جګړو اصلي قربانیان عام ولس دی، د دوی کورونه ړنګ او سوزیږي، بچي یې وژل کیږي او د هرې جګړې غرامت د دوی په اوږو بار وي، د جګړې په لیکو کې هم د دغه زوریدلي او کړیدلي ولس بچي ځانونه قرباني کوي، نو ویلی شو چې دلته د جګړې اصلي قربانیان عام ولس دی نه دولتي لوړ پوړي چارواکي او د هغوی اولادونه .
د لوړ پوړو دولتي چارواکو هر څه په امن کې دي، له ځانونو یې لوړ لوړ دیوالونه تاو کړي، د مرمیو ضد موټرو کې ګرځي، بچي یې په بهر ملکونو کې زدکړې کوي او که په هېواد کې دننه هم وي نو د تګ راتګ لپاره ورته ښه امنیتي تدابیر نیول شوي وي .
د دوی یې په عام ولس څه ؟ د دوی ګټې خو د جګړې په دوام کې دي، په امنیتي ارګانونو کې د فساد خبره خو پخپله د ولس مشر غني له خولې هم را ووتله، که جګړه دوام ولري د لوړ پوړو چارواکو لپاره به د عایداتو یوه غوره منبع په لاس ورغلي وي .
اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو مشر را روانو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت د لا خرابېدو خبر ورکړی، نو په دغسې شرایطو کې به افغان امنیتي چارواکي د وضعیت د ښه والي په موخه څه ډول پلانونه له ځانه سره ولري ؟ په داسې حال کې چې اوس هم د هېواد په دېری لویو لارو تګ راتګ له خطره خالي نه دی ؟