کندوز او د جګړو تر شا موخې

  هره جګړه ګټونکی او بایلونکی لري، موږ د داسې یوې جګړې قرباني یو چې ګټونکي یې په سیمه کې د لویو موخو لپاره سیالي کونکي لوی قدرتونه دي، موږ تر هغې جنګول کیږو چې د نورو ګټي زموږ په جګړې پورې تړلې وي، چې کله یې ګټې د جګړه ییز حالت نه بهر را ووتې بیا نو د سیکې بل مخ را څرګند شي، چې په هغې کې د جګړې نوې بڼه په بل رنګ سره خپل وجود  را څرګند کړي .
   موږ ( کندوزیان ) د اقتصادي عمومي ګټو، د نړیوال ذهنیت جلبولو او په هېواد کې نړیوالو ځواکونو ته د اړتیا  په پار دوه وارې داسې قرباني شو، چې دوه ځله مود سیمې اوسیدونکو لپاره د ځمکې پر مخ دوزخ وګرځېده او دا دی دریم ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو  د هغې پالیسي غرامت پرې کوو، چې په راتلونکو دوه  اونیو کې به یې امریکا د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اعلانوي .
  ویل کیږي چې امریکا به په نږدې راتلونکي کې ۳۰۰۰ امریکا یي فوځیان افغانستان ته را واستوي او دوی دې ته اړ دي چې د سیمې هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو لپاره له ځان سره دلایل ولري، ښایي د دې فوځیانو له ډلې نه یې یو شمېر شمالي ولایتونو او په ځانګړي توګه شمال ختیځو ولایتونو کې چې زون یې کندوز دی د را استولو پلان ولري، د دې کار لپاره باید دوی ذهنیت جوړونه وکړي، د د فوځیانو د را لیږلو لپاره باید بهانه جوړه وي، د سیمې هېوادونو ته وښیي چې ګواکې موږ دلته د اړتیا په صورت کې راغلي یو نو د دې کار لپاره باید کندوز یو ځل بیا هم قرباني ورکړي .
  د روسیې، چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو د تهدید لپاره د هېواد شمال ختیځ غوره دروازه ده، چې باید دلته امریکایي فوځیان میشت و اوسي او هر کله یې چې زړه و غواړي د سیمې هېوادونه پرې تهدید کړي .
  که څه هم افغان حکومت تل چغې وهلي، چې خاوره به یې د نورو هېوادونو په ضرر ونه کارول شي او هېڅ چاته به د دې اجازه ور نه کړي، چې له دې ځایه ګاونډي او د سیمې هېوادونه تهدید کړي، خو په سیمه کې د امریکایي فوځیانو شتون په خپله د سیمې هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده .
  روسیه په افغانستان کې د امریکایي فوځیانو شتون ته د شک په سترګو ګوري او له تېرو دوه کلونو را په دېخوا یې وخت نا وخت داسې نیوکې کړي چې ګواکې امریکا هغو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې چې افغانستان ته د راتګ لومړني عوامل یې بلل، دوی دا هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې نورې موخې لري نو ځکه  دلته د اوږد مهاله پاتې کېدو لپاره لارې چارې لټوي .
  په سیمه کې د امریکا او روسیې تر منځ د رقابت نوې بڼه ورځ تر بلې د بدلېدو په حال کې ده او دا دی د دغه رقابت او سیالیو غرامت باید یو ځل بیا هم د کندوز کړېدلی او زورېدلی ولس پرې کړي .
  افغان چارواکي  د دغو سیالیو پر وړاندې له ځانه سره داسې کومه طرحه نه لري چې ځان او ولس له دغه لوی ناورین نه بهر کړي، ځکه د دې جګړې ګټونکي بهرني هېوادونه دي او موږ د دې جګړې د اور ګرم ساتلو  لپاره د توکو په ډول کارول کېږو .
لیکنه :  نظیف الله نظیف