د نېکمرغه کورنۍ ۱۵ ځانګړنې! لیکوال: ژباړه: حسیب نورمل 07/05/2017 4 تبصرې 4 362 فيسبوك تويتر واتساب برېښنالیک د نېکمرغه کورنۍ د غړو ترمنځ اعتماد او باور وي. نېکمرغه کورنۍ په خپلو کې اتحاد او اتفاق لري، د کور په ځینو مسایلو له یو بل سره مشوره کوي. په نېکمرغه کورنۍ کې د هر یوه خوی، خاصیت او عقایدو ته درناوی کیږي. د نېکمرغه کورنۍ غړي د یو بل د روغتیا، خوښۍ او هوساینې په اړه فکر کوي. د نېکمرغه کورنۍ غړي د یو بل له مالي چارو نه خبر وي، سپما یې د اقتصادي پلان یو برخه وي. نېکمرغه کورنۍ له یو بل سره په بریا او پرمختګ کې مرسته کوي. د نېکمرغه کورنۍ غړي یو بل ته پوره درناوي لري هېڅ یو ځان تر چا کم یا زیات نه بولي. په نېکمرغه کورنۍ کې مینه، محبت او صداقت وي، ځکه خو وايي چې(نېکمرغه کورنۍ جنت دی). نېکمرغه کورنۍ چا ته اجازه نه ورکوي چې د کور په مسایلو کې یې مداخله وکړي او نه ځان ته دا اجازه ورکوي چې د چا د کور په داخلي چارو کې مداخله وکړي. نېکمرغه کورنۍ یو مشر لري چې د کور ټولې چارې د هغه په مشرۍ تنظمیږي او ټول یې د هرې پریکړې درناوي کوي. په نېکمرغه کورنۍ کې خاوند او مېرمنه د یو بل لپاره ژوند کوي، په خپلو کې مینه او محبت لري، د خپلې کورنۍ د غړو پوره خیال ساتي، د یو بل دوستانو او خپلوانو ته احترام لري او د خپلو اولادنو روزنې او پالنې ته پوره پام کوي. په نېکمرغه کورنۍ کې د نر او ښځې ترمنځ توپیري چلند نه کیږي، دواړو خواو ته مساوي حقوق ورکول کیږي. نېکمرغه کورنۍ د اونۍ په پای کې تفریحي ځایونو ته په چکر ځي، هغوي د یوې اونۍ ټوله ستړیا له کوره بهر وباسي. نېکمرغه کورنۍ وخت ناوخت خپلوان او دوستان دعوتوي، همداسې دوي هم د دوي دعوت قبلوي. نېکمرغه کورنۍ د نورو کورنیو نېکمرغي غواړي.