د نوروز اختر

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه
د نوروز اختر
(د نوی ١٣٨٦ هجری نمريز کال په مناسبت)
د ارواښاد امام خمېنی د غزل پښتو ژباړه
پښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل

د نوروز باد الوتـــلی هم په غرۀ هـــم پــــه صحــــرا
د اختر جامې په تن کړې که بادشـاه دی کــــه ګــــدا
د جنت د باغ بلبل چې لاره نه مونـــدلــــه يــــار تــــه
په مطرب د محفل ناز کړم هغــه شـــــو قبـــــلـه نمـــا
لرې لاړل له صحرا نه که صوفيـــان کـه عارفــــان وو
ته جام واخله لــــه مطربه کـــــه پـــــه لار ځې د صفــــا
په اختر کښې ټول روان دی هم صحرا او ګلستان ته
ما سرمست له مېخانې نه مخ پــــه لــــور کــــړو د الله
مبارک يې دا نوروز شه کـــه غنــــي دی کــــه دروېش
خلاص لږ ور د بتخانې کـړه ای زمــــا خـــــوږه اشنــــا
که مرشد د خراباتو درتــــه لار وکانـــــدی مــــــا تــــــه
ور به نه شمــــه په پښو زۀ سر او زړۀ بـــه ځــــي زمـــــا
وم قطار کښې په کلــونو د دستــــار د خاونـــــدانــــــو
چې نزدې شومه دلدار ته هسې بيـــا نـــــه شــــم خطـــــا
*****