خوشال بابا فکر او نننی دور کنفرانس  مطبوعاتي اعلاميه ( پرېس رېليز)

د اپرېل پر ۲۱ او ۲۲ نېټه د ستر خوشال بابا په ټاټوبي اکوړه خټک کې د « خوشال بابا فکر او نننی دور» تر سرليک لاندې دوه ورځنی علمي کنفرانس وشو. دې کنفرانس ته له کابل، کوېټې، پېښور، اسلام اباد او کراچۍ نه ډېر درانه اديبان، شاعران، پوهان، ليکوالان، د پوهنتون استادان او د مدني ټولنې (Civil Society) فعالين راغلي وو. د دې تر څنګ په کنفرانس کې د افغانستان لوی سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، مشهور سياستوال افراسياب خټک او د پاکستان د ادبياتو اکاډمۍ رييس ډاکتر قاسم بګيو هم ګډون کړی و.
په کنفرانس کې د ستر خوشال بابا د افکارو، ارمانونو، د تورې او قلم د مبارزې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې، د پښتنو اوسنی وضعيت او ورپېښې ستونزې وڅېړل شوې او حل لارې يې په ګوته شوې. په کنفرانس کې همداراز د لروبر يو شمېر مشهورو شاعرانو خپل شعرونه هم واورول.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې ګډونوالو د يوه ورکشاپ ( کارغونډې) او ګروپي بحثونو په ترڅ کې د پښتنو د اوسمهال پر مهمو ستونزو، ننګونو، اړتياوو او لومړيتوبونو خبرې وکړې او د حل لارو په توګه يې پر يو لړ عملي ګامونو هوکړه وکړه، چې په لاندې ډول يې له تاسو سره شريکوو:
۱ – د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د خوشال بابا د لويو ارمانونو د پلي کولو لپاره به د « خوشال بابا فکري ـ ادبي بهير» په نامه د لروبر پښتنو يو ګډ ادبي فورم او چتر رامنځته کوي او د دغه بهير څانګې به لر او بر په کابل، کوېټه، پېښور او همداراز په اسلام اباد او کراچۍ کې جوړېږي. خوشال بابا فکري ـ ادبي بهير به د پښتو ژبې د ودې او د پښتنو د تعليم او پرمختګ لپاره کار کوي، د لروبر ګډې غونډې، سيمينارونه او مشاعرې به جوړوي. دغو موخو ته رسېدو لپاره د پېښور، کابل او کوېټې په استازېتوب پر يوې څوارلس کسيزې کمېټې موافقه وشوه، چې ډېر ژر به خپل کارونه په همغږۍ پيلوي.
۲ – زموږ د سيمې او په ځانګړې توګه د پښتنو د ستونزو د څېړنې او د حل لارو په توګه يې د ستراتيژۍ، پاليسۍ او عملي پلانونو د جوړولو لپاره د سيمه ييز ولسي تړون تر چتر لاندې د يوه ګډ تېنک ټانک يا فکري مرکز پر جوړولو پرېکړه وشوه. پدې تېنک ټانک کښ به اوه کسه له کابل، پنځه کسه له پېښور او دوه کسه هم له کوېټې څخه غړيتوب ولري. ګډه کمېټه به د تېنک ټانک پر تګلاره يا مرامنامه او عملي پلان کار پيلوي او د لروبر راتلونکې لويې غونډې ته به يې د تصويب لپاره وړاندې کوي.
۳ – د کنفرانس ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د ستر خوشال بابا په ټاټوبي کې د خوشال بابا د لمسي مسعود عباس خټک دېره به د خوشال بابا فکري ـ ادبي بهير افتخاري مرکز وي او هر کال به پدې مرکز کې د خوشال بابا يادغونډه جوړېږي.
۴ – د کنفرانس ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د لروبر اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا لپاره به د روان عيسوي کال تر پايه د لروبر درې لويې غونډې جوړېږي:

  • د جولای د مياشتې په وروستۍ لسيزه ( د جولای ۲۱- ۲۲) به د کابل په پغمان کې د پغمان لويه مشاعره جوړېږي.
  • د سپټمبر پر ۲۳ نېټه به په سوات کې د افغان کلتور نړيواله ورځ د يوه کلتوري جشن په ترڅ کې نمانځل کېږي.
  • د ډسمبر نيمايي به په ننګرهار کې د پښتنو د ملي شاعر ملنګ جان د مړينې ۶۰ تلين نمانځل کېږي او يوه لويه مشاعره به جوړېږي.
په پای کې مونږ د خوشال بابا له لمسۍ ښاغلي مسعود عباس خټک څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د دې شاندارې غونډې او کنفرانس کوربه توب يې په ډېر ښه شان او عزت وکړ او تر څنګ يې موږ د لروبر پر ټولو پوهانو، اديبانو، شاعرانو او مدني فعالينو غږ کوو، چې له موږ سره د خوشال بابا فکري – ادبي بهير په پياوړتيا او بریا کې مرسته او ملاتړ وکړي. موږ ډاډ ورکوو، چې دا بهير د کومې ځانګړې سيمې يا ډلې نه بلکې د ټولو پښتنو يو ګډ خوځښت دی.
و من الله توفيق