طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړې دی.
دغه ډله په هیواد کې د ځانمرګو بریدونو، نښتو او نورو ترهګریزو فعالیتونو په دوام ټینګار کوي.
په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون او همدارنګه په مزار شریف ښار کې په امنیتي ځواکونو له خونړیو بریدونه وروسته د دې ډلې په جګړه ایزو تخنیکونو کې د شدت او بدلون نښې لیدل کیږي.
په داسې حال کې چې له طالبانو سره د روسیې او ایران اړیکې د پخوا په پرتله ښکاره او ډېرې شوي دي، زه فکر نه کوم چې په هیواد کې وروستي سیاسي جریانونه، پخلاینې او په طالبانو د سولۍ غږونه به د دې ډلې په فعالیتونو څه اغیزه ولري.
که څه هم زمونږ د هیواد ژمی او دوبی معلوم نه دی، هیواد وال هره شېبه په وېره کې دي، له کوره د وتلو پر مهال د بېرته راتګ هيله نه لري، نه په کور، نه بازار، نه روغتون او نه پوهنتونو کې خوندي دي، خو د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان هیوادوالو ته ستر ګواښ دی.
ښکاره ده چې: ترهګرې ډلې د ملکي او پوځي وګړو، د هیواد د امنیت او پرمختګ دښمنان دي.
دوی د امتیاز، ځان ښودنې وېرې او ترهې د خپرولو لپاره هره لار کاروي، له دوی د ژوندي ضمیر، رحم او ښوو تمه بې ځایه ده.
دا سمه ده چې د افغانستان روانې ناخوالې د پردو لخوا له وړاندې طرحه شوي دي او د دې ويډیو ګېم ریموټ د نورو په لاس کې دی؛ خو دغو ستونزو ته د حل لارې پیدا کول هم نا شوني نه دي.
له بده مرغه د پردو غلامي، خیانت او معاملې د ځينو افغانانو فطرت دی، تر اوسه مې ګڼله چې دا بدمرغي به ځوانانو کې نه وي او له تېر څخه به یې ډېر څه زده کړي وي؛ خو خواشینې پر دې یم چې ځيني فعاله ځوانان هم په همدې مرض اخته شوي دي د ځينو قاتلینو او جنایتکارانو په ملاتړ سره تیرې تېروتنې تکراروي.
د ځينو قومي ټيکه دارانو لخوا به بې اتفاقۍ ته لمن وهل دوام ولري، د ژبې او سمت پر سر مخالفیتونه، له حکومتونو او چارواکو نا خوښي به همداسې دوام لري، اوس خو د فرقه یي حساسیتونو پارولو هڅې هم کیږي او په هیواد کې به د امریکا او ملګرو شتون هم دوامداره وي.
ویل کیږي چې: ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ډیروالي پر سر غور کوي او د ځینو رپوټونو له مخې د امریکا متحدو ایالتونو او انګلستان افغانستان ته د تازه دمو سرتیرو د لیږلو پریکړه کړې ده. او داسې ښودل کيږي، چې د ترهګریزو پيښو د مخنیوي او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به د دې سرتیرو شتون ښې پایلې ولري.
که وکتل شي د بهرنیو هیوادونو شتون د افغانستان په امنیتي حالت کې څه خاص بدلون نه دی راوستلی. د سیګار د نوي راپور له مخې یوازې د روان میلادي کال په لومړیېو شپږو میاشتو کې ۸۰۷ افغان سرتیري وژل شوي دي او د وژل شویو سرتیرو دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر زیات دی.
نو د دغو نویو سرتیرو راتګ به هم د افغانستان په امنیتي حالت چندان ښه اغیزه ونلري، خو که چیرته دا هیوادونه وغواړي د افغانستان په امنیتي حالت کې ښه والی راتلای شي! او دا یوازې هغه مهال ممکنه ده چې افغان حکومت د ملکیانو د خوندیتوب او امنیت لپاره له همدغو هیوادونو سره خبرو ته کیني او یوې هوکړې ته ورسیږي.
دا ځینې چې د خپل ځان سمت او ډلې په ګټه له ملي ګټو او زمونږ له سرونو تیرېږې، له پردو سره معاملې کوې، د خپلو ډلو بقا او دوام غواړي؛ یو ځل دې د هیواد د ساتنې لپاره هم خبرې وکړي.
امریکا او ملګري یې هغه امتیازونه چې د افغانستان له جګړې تر لاسه کوي حکومت دې ورته همدا زمینې په ثبات کې هم وربرابرې کړې.
داسې ډېر حکومتونه شته چې له پیاوړو هیوادونو څخه د ځان په ګټه کار اخلي، د تاجکستان ، پاکستان ویلز، سکاټلنډ او ډیر نور هیوادونه یادولی شو.
ګاونډی سوکاله تاجکستان چې په مستقیم ډول د روسیې تر اغیز لاندې دی، د تاجکستان له ټاکنو څخه نیولې ډیرې نورې چارې د روسیې په خوښه تر سر کیږي، تاجکستان له روسیې سره زور نه وهي، نه ورسره جنګیږي او نه هم مخالفت کوي، ځکه د دی هیواد مشرانو ته، د هیواد سوکالي او ارامي او د تاجيکانو ژوند تر بل هر څه لومړيتوب لري.
ترهګر پاکستان د پردو په زور خپلواکي تر لاسه کړه او تر نننه د پردو په مټ روان دی بهرنیو هیوادونو ته یې اډې ورکړي او هر فرمایش یې مني.
هند هم یو وخت د انګلستان تر یرغل لاندې وو، د هندوانو لخوا انګریزان ویستل شوي دي او دوی ته درنه مرګ ژوبله او مالي تاوانونه هم اړول شوي دي، خو نن دا دواړه هیوادونه ښه ملګري دي، هند نن هم له انګلستانه متاثره دی.
خو مونږ نن هم له انګریزانو او روسانو سره ستونزې لرو او د هیواد په ګټه له دوی سره اغیزمنه ملګرتیا نه شو کولې.
ګورئ! که مونږ وغواړو او که نه، لسګونه پوځي او ملکي بهرنیان په هیواد کې پراته دي .زموږ اوبه، لعلونه او کانونه هسې هم نور استخراجوي او کاروي یې.
له مجاهدینو نیولې تر طالبانو او اوسنیو حکومتونو پورې له بهرنیو ځواکمنو هیوادونو سره پټې معاملې کړي او د دوی په زور واک ته رسیدلي دي. غیرتي طالبان او نورې مخالفې ډلې هم د پردو په زور جنګیږي او افغانان وژني. د دوی اسلام د بې ګناه ماشومانو، ښځو او نرینو د وژلو د کافرو د نوکرۍ او ځان وژنې اجازه ورکوي خو د امریکا په شتون سره د افغانستان سوکالي کفر ګڼي.
په هیواد کې د امریکا شتون ستاسې د راکیټونو او بمباریو او خپل منځي نښتو او وژنو د مهال په پرتله غوره دی، دوی ته د راتګ زمینې هم همدا تاسې برابرې کړي دي، کله چې دوی نه وو؛ تاسې عالي جنابان چېرته خپلو کې جوړ وی؟
اوس چېرته اصلاح شوي یې، بیا هم ځوانان غولوې، د خپلو ګټه په فکر یې ملي منافع نن هم نه پيژنې، بیا هم د ښځو په ارایش او جامو خبرې کوی، بیا هم یو بل ته ګواښونه ورکوی، ځان سپیڅلی نور تورن کړی.
دا ښه ده چې امریکا شته او د سیالیو ډګر مو یو بل ته په نیش داره خبرو او پيغورونو تود دی که نه؛ بیا به مو د قتلونو او راکیټونو مسابقې پیل کړې وې.
زموږ تر ټولو لویه غوښتنه او اړتیا سوله او امنیت دی؛ نو افغان سرتیرو ته دې سمه روزنه ورکړل شي، د دوې د مړینې مخنیوې دې وشي، د نویو سرتیرو د جلب او جذب هڅې دې جدي شي، دوی دې په وسلو سمبال شي، هوايي ځواک دې پیاوړی شي.
زما په نظر دا هر څه به هغه مهال ممکن وي، چې افغان حکومت امریکا سره خبرو ته کیني او د دوی د نا امنیو ګټې دې د افغانستان د امنیتي حالت په ښه والي کې مهیا کړي.
که نه د تازه دمو بهرنیو سرتیرو شتون به د افغانستان په امنیتي حالت کومه اغیزه ونلري، د بادار امریکا لخوا به د جګړې ډګر همداسې تود وي او بې ګناه افغانان به وژل کیږي.
وروستي