عجيبه مخلوق یو، ځان رانه هېر دی د نورو خلکو په عيب پسې مو سترګې نيولې دي. د کورنیو جګړو قاتلان ټول ارتې ټنۍ ګرځي، هېڅ داسې بشرپال پيدا نشو، چې د دې جنایتکارو پرتوګ ور څيرې کړي. بلکې نور یې د خیاطۍ لپاره ګيندې کوي. د افغانستان د روانې او تيرو جګړو هر قاتل او غل مالوم دی، له دې څخه هېڅوک سترګې نشي پتولای!
دلته که خبره د حقوقو کيږي، باید بیا په ټولو باندې یو ډول حقوق وويشل شي، داسې نه شي کيدلای چې یو دې له هر څه مبرآ وي او نور په نورو باندې دې قانون پلی شي. که د قانون د پلي کيدا خبره وي، باید له امير څخه پيل بیا تر عسکر پورې و رسېږي.
دلته هغه خلک هم په خلاصه جاغه ګرځي کوم چې، د ملت وينه یې زبېښلې ده او هغه هم خلاصې تڼۍ ګرځي چې لا اوس هم د دغې وينې د زبښلو په تکل ناست دی.
اصل خبره د سيما جانې ببو ده، موږ نه د حکمتیار ملاتړ کوو، نه د کوم بل چا موږ ته یوازې ګران هيواد افغانستان اولیت لري او د هيواد اوسنی درديدلی افغان ولسمشر محمد اشرف غني. هېڅوک د مشر به توګه نه منو او نه یې پر لاسو باندې و څملوو. مګر که خبره د قانون د پلي کيدلو وي، باید بیا هر غل او قاتل خپله جزا ووييني، هسې یو طرفه کيسې دې خلک له مغز څخه وباسي.
خاله سيماجانه، د بشر د حقوقو په غم کې نه ده، بلکې د خپل ناشولته حق په لټه کې ده، هغه داسې چې سیما ثمر د پخواني ولسمشر کرزي په اوایلو کې دا غوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د جنسي غريضې د پوره کيدلو لپاره رسمي ځایونه وي او هر څوک دې وکولای شي چې هر څه یې زړه غواړي ویې کړي. مګر هغه وخت کې مارشال او نورو افغان مشرانو دا خبره ور سره ونه منله بلکې دا یې ښه په اب باندې پټه هم کړه. اوس د حکمتیار په ارتلو سره یې دا نور جنګي ماران بېخي هېر کړي دي او یوازې یې د سولې په خاطر د حکمتیار مخالفت پيل کړی دی. دا ملت اوس بیدار شوی دی، نه حکمتیار مني او نه یې په هغه کچه ملاتړ کوي لکه پخوا یې چې د پسونو پشان ور څخه استفاده کوله. مګر د سولې او پخلاینې لپاره هر څوک د جګړې څخه لاس اخلي موږ یې قدمونو ته ليمې ږدو. ځکه چې موږ د جنګ ترخه تجربه دا څو کاله کيږي چې د سر پر سترګو یې وينو او ترې ستړي شوي یو.
که جنایتکارانو ته د عدالت غږ پورته کيږي، نو لومړی دې هغه کسان په دار شي چې، عام قتل یې کړی دي، نيم کابل یې په سر کې د مېخ وهلو په وسيله شهيد کړی دی، نيم وطن یې غلا کړی دي، بېلدينګونه یې د ملت په وينو جوړ کړي دي، د بدن غړي یې په ژوند له انسان پرې کړي دي، د وينو ویالې یې ورانې کړې دي او بلاخره کومه ناشولته وه چې نه یې ده کړې، د هغو لپاره ولې خاله سيما جانه د حق غږ نه را پورته کوي؟؟؟؟؟
خو کيسه له بلې سوړې ده، دلته هر سړی د قانون یا د بشر بشر یادولو څخه غلطه استفاده کوي، بس د ځان د مشهورتیا او یا د ځان ښودلو لپاره کوکاري وهي. موږ هر څوک ښه پېژنو، بد او ښه د هر چا راته مالوم دي. تير په تير او بېخي هير. موږ اوس هم د سر قاتل ته د خير دعا کوو، را دې شي او طون دط جوړ کړي، زموږ ورور دی، موږ یې قدر کوو، موږ یې په سر ګرځو خو د جنګ پلوي او د سولې مخالف ته د تور سپي په سترګه ګورو.
اخره خبره به را لنډه کړو، سیما خاله دې یوازې د حکمتیار او په ټوله د سولې د مقدسې پروسې بد نه وایي بلکې د ښه راغلاست لپاره دې ور شي د هر افغان سوله غوښتونکي او سوله کوونکي لاس دې مچو کړي.
سپي دې غپيږي پريږده++++++ وطن جوړيږي چوپ شه!
ذبیح الله اېمان
وروستي