افغانایزشن

په تېرو  څو کلونو کې افغانستان ته ډېر نوي مفاهیم، اصطلاحات او پروګرامونه ته راغلل، عام شول او کار پرې وشو. داسې پلانونه او پروګرامونه طرح شول او بیا د هغو د تطبیق لپاره کلونه کار وشو چې د نورو هېوادونو او سیمو لپاره جوړ شوي وو خو دلته یې پایلې ښې نه وې او یا یې هم زموږ د ټولنې لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه راوړل.  
که ځینې عملي بېلګې را واخلو، د موجوده حکومت په لومړيو کلونو کې ټول پلانونه، پالیسۍ او ستراتېژۍ یوازې په انګلیسي ژبه جوړېدې او بیا به پښتو او دري ته ژباړل کېدلې او عملي کېدلې. ډېر ځله به پلان جوړ شو خو په ساحه کې به د تطبیق وړ نه ؤ. د وخت په تېرېدو سره چارواکوته معلومه شوه، چې د نورو ځایونو، پلانونه، پالیسۍ او تګلارې دلته د تطبیق وړ نه دي ځکه زموږ حقایق او شرایط جلا او زموږ پلانونه باید زموږ د اړتیاوو  او حقایقو په اساس وي.  
دلته د افغانایزشن (افغاني کولو) او یا د افغانستان له شرایطو سره د پروګرامونو  د عیارولو خبره ډېره عامه شوه. یانې پلانونه، پالیسۍ، ستراتېژۍ او پروګرامونه باید له افغاني شرایطو سره سم برابر شي، کېدای شي چې د نورو له تجربو استفاده وشي خو  د افغانستان جغرافیا، چاپیریال، بشري ظرفیت ، فرهنګ او امکانات ټول باید په پام کې ونیول شي.
همدغه موضوع زموږ په نظریاتو، فکري جوړښتونو، ګوندونو، اتحادیو او ټولنو او د ژوند په هره برخه کې هم د تطبیق وړ ده. په تېرو څو لسیزو کې افغانستان ته داسې نظریاتي او ګوندي جوړښتونه راغلل، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اړونده هېوادونو د اړتیاوو او شرایطو په اساس جوړ شوي او تجربه شوي وو ، چې هلته یې نتیجه ورکړه مګر په افغانستان کې عیني نسخه عملي کول د افغانستان په تاوان او یا ډېر خطرناک وو. کمونیستي فکره زموږ د ټولنې او د افغانستان له هر دین، عقیدې او کلتور سره مخالفه وه، چې دا دی د هغو له لاسه د څو لسیزو راهیسي تر ننه کړېږو.
د جهادي ګروپونو په دوران کې هم زموږ ځوانان د هغو اسلامي ګوندونو له نظریو څخه متاثره شول چې په نورو هېوادونو کې جوړ شوي وو. دا مسلمان ګوندونه وو، په افغان جهاد او د افغانانو په روزنه کې یې رول ولوباوه خو زموږ  جهادي ګوندونو په افغانانو کې د افغانیت ملي روحیه مړاوې کړه، د افغانستان نوم اخیستل او د ملي یووالی خبره کول یو ډول نشنلیستي او ناوړه افکار وګڼل شول،  دا هغه فکره ده چې د نړۍ نور مسلمان هېوادونه په دې فکر نه دي.  هغوی خپلو هېوادونو او خپل ملي یووالي او ملي پرمختګ ته ډېر متعهد دي.  
د بېلګې په توګه په پاکستان او ایران کې موجوده اسلامي ګوندونه، مدارس، ټولنې او هر څه ته د پاکستان او ایران له عینکو ګوري، هلته پاکستاني مصالح، اقتصاد او ګټې مهمې دي. موږ ته هم په کار ده چې د خپل ثبات لپاره هر ډول تنظمي فکره او نظریه داسې عیار کړو، چې په هغو کې د افغانستان ګټې نغښتې وي. موږ باید د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره پردۍ نسخې عملي نه کړو بلکې په خپله داسې فکري طرحې جوړې کړو، چې زموږ له دین، فرهنګ او شرایطو سره برابر وي.
موږ باید ددې ډول افکارو واردوونکي نه بلکې تولیدوونکي و  اوسو. افغانستان پخوا د تمدن او علم او سیاست ډګر ؤ. له دې ځایه نور ځایونه اداره کېدل او په سیمه کې زموږ نفوذ ؤ مګر نن موږ افغانان دلته اوسېږي خو لمانځنه د ایراني خمیني کوو، یا مو اردوغان او عسکونه لګولي وي. د ایران مذهبي څپه ټوله د ایراني نفوذ په خدمت کې ده، چې هدف یې د ایران مصالح دي. زموږ شیعه وروڼو ته په کار ده، چې په ځان اعتماد ولري او له ایراني مذهبي څپې سره د سیال په توګه چلند وکړي نه د مرید او تابع.
همدارنګه په افغانستان کې د تبلیغي، اخواني، سلفي او دېته ورته نورو فکرو  لپاره په کار ده، چې د زموږ د ټولنې د اړتیاوو او شرایطو مطابق په هغو کې بدلونونه راوستل شي، کړنلارې او تګلارې یې داسې عیارې شي چې زموږ له شرایطو سره سمون ولري او په هغو کې زموږ  د دین او  هېواد مصلحت نغښتی وي.  که موږ هغه کړنلارې عملي کوو، چې هغه د مصري ټولنې، پاکستاني ټولنې او ایراني ټولنې لپاره جوړې شوي نو دلته یې کټ مت پلي کول داسې دي لکه پر یوه ناروغ چې د بل ناروغ نسخه  تطبیق کوې.