
هغه چې د سولې، یووالي، د هېواد او ټولنې سره د مینې چغې به یې د فیسبوک اساسي موضوعات وو، په تېرو دریو ورځو کې یې د فکر او پوهې سترګې ړندې شوې، د تېر په خلاف یې د سولې او یووالي سره په جګړې کې خپلې مټې رانغښتلي او سپکې سپورې یې د فیسبوک له ادرسونو خپريږي .
موږ رښتیا هم له فکري پوهې نه لرې ولس یو او د فکري پوهې سترګې مو اوس تر بل هر وخت په لوړه کچه په لوستو وګړو کې ړندې شوي دي، موږ نه ارزښتونه پېژنو او نه هم د موضوعاتو حساسیتونه، موږ هغه ړوند ملت یو چې تل مو ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او په ورانیو پسې مو پښې لوڅې کړي دي .
زموږ ډېری فیسبوکیانو په تېرو دریو ورځو کې دا وښودله چې، فکري تمرکز، په وینا او عمل کې یې ثبات نه لیدل کیږي، په دریو ورځو کې مې ډېری د فیسبوک داسې کارونکي ولیدل چې شپږ میاشتې وړاندې یې کله چې د اسلامي حزب او دولت تر منځ د سولې تفاهم لاسلیک کېده، په هغو ورځو کې یې تر بل هر چا دېته چغې وهلې چې سولې او یووالي ته اړتیا لرو، خو اوس مو ولیدل چې تر بل هر چا همغو وګړو د حکمتیار په راتګ خپل فیسبوکونه له سپکو او سپورو نه ډک کړل، چې پرته له چټیاتو نه ورته بل نوم نه ورکول کیږي .
تېرو دریو ورځو وښودله چې زموږ لوستي هم په حقیقت کې له نا پوهانو سره په یوه کتار کې روان دي، د هېواد سره د مینې چغې یې تش په نامه د فیسبوکي ادرس ښکلا لپاره هسې غولونه ده او دوی هم له هغو نه کم نه دي چې دوی ورته د هېواد د ورانونکو نوم ورکړی دی .
موږ دا وښودله چې ډېری کړنې مو له فکرې اړخه نه بلکه د احساساتو پر بنسټ ولاړې دي او په دې کې شک نشته چې د احساساتو نه را ولاړې شوې کړنې له فکري تمرکز سره اړخ نه لږوي او له وګړو نه اصلي لاره ورکه وي .
په دغسې حالاتو کې بیا وګړي د ښو او بدو، ګټې او ضرر توپير نه شي کولی او هغه څه کوي چې له احساساتو یې را پاریدلي وي، ځنې دوستان به په دې فکر وي، چې که احساسات ونه لرې نو د یو عمل د اجرا لپاره به بیا ځواک له کومه شي او د دوی په فکر چې همدغه احساسات دي چې وګړي د عملونو اجرا ته اړ کوي، خو زه دوی ته وایم هره احساساتي کړنه ښې پایلې له ځانه سره نشې راوړلی او هره احساساتي کړنه له ژور فکر په نه کولو سره ښه عواقب له ځانه سره نه لري .
موږ په تېرو څو ورځو کې دا هم ولیدل چې پرته له فکري کړنې یواځې د دې لپاره چې نورو ته د سپکو سپورو ویلو زمینه برابره کړي، د سپکو سپورو ویلو لپاره یې د نورو د توهین او سپکاوي په موخه ځنې چټیات ولیکل چې یو شمېر نورو د فیسبوک کارونکو بیا د تقلید په بڼه پرته له دې چې په ماهیت یې پو شي، د دوی لاره ونیوله او د نورو د توهین او سپکاوي لپاره یې خپل محدود او کوچني فکرونه په کار واچول .
زه وایم که موږ افغانان له هرې وسیلې نه هغه ډول چې لازمې ده او د سمون په موخه ترې کار واخلو، د ښه او بد والي تر منځ توپیر وکړو او ملي ګټو ته په هر اړخیز ډول کتنه وکړو، هغه په پام کې ونسیو، له قومي، حزبي، سیمه ییز او ژبني تعصب له وراسته ډنډ نه د ځانونو د را ایستلو هڅه وکړو، د ملي ګټو په ماهیت پو شو، نو پرته له شکه په تېرو څو ورځو کې مو چې څه ډول چټیات خپاره کړل بیا به هېڅ کله هم دا ډول تېروتنې تکرار نه کړو .