
زما یوه ملګري خبره کوله، چې سیاست ډېر بدرنګ، ډېر تریخ او ډېر درد لرونکی دی.خو بل ملګري مې ورته وویل، رښتیا ده د خوار،غریب اوتمبل پکې پښتۍ ماتیږي، خو هوښیاران بیا یوازې دا کوښښکوي ،چې لوبه د ځان په ګټه تمامه کړي. نور ددې هېواد خلک له سیاستونو او سیاست مدارانو څخهتر پوزې راغلي، ځکه د سلو زیات ګوندونه فعالیت لري، پهزرګونو زرګونو سیاستوال شتون لري.
مدني ټولنې او ټولنیزې رسنۍ په هر کلي کې شته دي .هر څوک ترې د خپلې خوښې او ټولنې اواز پورته کوي.خو دلته چې یو کمی زما په سترګو راځي هغه د یوه رهبرکمی دی، چې ټول ملت پرې را ټول وي، او په ریښتني ډول ددې هېواد د پرګنو لپاره کار وکړي.
خو متاسفانه په لس ګونو کالونه تېرشول، خو تر اوسه موداسې ریښتنی رهبر پيدا نکړو، چې په مینه ، اخلاص،صداقتاو مېړانه له سیاست او چلاکۍ پرته ددې ولس د درد او پرهر لپاره دوا او ملهم شي.
اوس هم کالونه دي، تیریږي وختونه دي تیریږي، خو د رهبرتشه نه ډکيږي.هر کله که دا تشه همداسې دوام وکړي، نو زمونږ ولس او دولت به همداسې د ستونزو او ننګوونو ښکار وي.
راشی چې په خپلو فکرونو کې د رهبری فکر وروزو.