حکمتیار؛ له طالبانو سره تقابل او ناهیلۍ

بالاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار را څرګند شو. نوموړي پرون په لغمان کې خلکو او رسنیو ته وینا وکړه، جګړه یې نامشروع وګڼله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي. ګلبدین حکمتیار وویل، د ملګرتیا او ورورګلوۍ تازه څپرکی باید پرانیستل شي، چې دده په ټکو 'ټول د منفي سیالیو پرېښودو ته رابولم'. ده وویل: 'په تېر کې مو منفي سیالۍ تجربه کړې چې پایلې یې خونړۍ وې. باید د تل لپاره منفي سیالي له منځه یووړل شي'. حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې دده په وینا نور باید ځانونه د 'غرور او جهالت' قرباني نه کړي؛ ځکه چې په وینا یې د دوی جګړه 'مشروعیت' نه لري.
د حکمتیار ګڼې خبرې سمې او پر ځای وې، خو لا ځینې مسایل یې د تأمل وړ دي. حزب اسلامي هسې د جګړې مهمه برخه نه وه، نو پر جګړه یې اغېز کم دی، خو په سیاسي برخه کې د حالاتو د ښه والي تمه ترې کېدای شي. له ښاغلي حکمتیاره یوه لویه هیله دا ده چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي. که څه هم نوموړي پرون وویل چې طالبانو ته د ورورۍ لاس غځوي او ترې غواړي چې د سولې لاره خپله کړي، خو ځینې خبرې داسې وي چې طالبانو ته یې بد پیغام رساوه. دا چې طالبان سم دي او که نه، بېل بحث دی، خو دده له خوا په ډېر احتیاط سره د طالبانو په اړه خبرې وشي. نوموړی چې کله وايي چې طالبان باید نور ځان د 'غرور او جهالت' قرباني نه کړي، معنی یې دا ده چې دوی د غرور او جهالت قرباني دي. دغه راز ځینې نورې خبرې یې هم داسې وې چې طالبان به د مثبت غبرګون پر ځای منفي غبرګون ته اړ کړي. دا هغه چاره ده چې خلک ناهیلي کوي، ځکه له حکمتیار څخه تمه وه چې د حکومت او طالبانو ترمنځ به ښه منځګړیتوب وکړي. اوس چې د ده په خبرو کې د طالب غندنې روحیه زیاته ښکاري، نو ښکاري چې دا هیله تر پښو لاندې کیږي.
له حکمتیاره  د ولس تمه دا نه ده چې له چا سره د تقابل سیاست غوره کړي. له حکمتیاره تمه ده چې له اوږدې جګړې او مخالفت وروسته پر پخلاینه ټینګار وکړي. د طالبانو د غندنې لپاره حکومت شته، د طالبانو ډېر سیالان هم شته، په ټلویزیونونو کې د بهرنیو ځواکونو له خوا تمويلېدونکي اعلانونه شته چې طالبان بد یادوي او نفرت خپروي. دا چې طالبان سم دي که ناسم، دا بېل بحث دی، خو له حکمتیاره د ولس تمه د غندنې، مخالفت، ټکر او تقابل نه ده، بلکې د سولې په برخه کې د مرستې تمه ترې لري. له همدې امله پکار نه ده چې نور دغه ډول خبرې وکړي.
دغه راز ښاغلی حکمتیار باید یو پراخ ولسي تحرک رامنځ ته کړي، داسې تحرک چې طالبان سولې ته را مات کړي، حکومت اصلاحاتو ته اړ کړي او د بهرنیو ځواکونو د وحشتونو او جنایتونو مخه ونیسي. همدا د ولس تمه ده او ښاغلي حکمتیار باید په همدې لاره کې کار او فکر وکړي.