د تاریخ تورې ورځې

نن اوم  او سبا ته د غوایه اتمه نیټه ده چی دواړه ورځی د افغانستان په تاریخ  کی د تورو ورځو په نوم یادولای شو ، د دغه دواړو ورځو مور بیا د جدي شپږمه ده، په کومه ورځ چی روسانو ببرک کارمل په خپلو ټانکونو سور راوړ افغانستان یی په روسانو  اشغال کړ.
افغان مشهور تاریخ پوهه غبار لیکي چی《افغان په جګړه کی خپل کمیس په وینو سور رنګ کړی کله چی جګړه پای ته ورسیږی سور شوی کمیس بیا په تن کړی》.
کله چی د غوایه یا د ثور په اومه پر شهید محمد داود کودتا وشوه د افغانستان دیموکراتیک ګوند د قدرت واږي په لاس کی واخیستل نوموړی ګوند د خپلی کمی بی تجروبګۍ له امله داسی کارونه تر سره کړل چی ډیرۍ افغانان یی غرونو او زموږ ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته فراري کړل چی بلاخره فراري شویو افغانانو د ثور انقلاب یا کودتا او یرغلګر روسان د سخت مقاومت سره مخامخ کړل او پراخه چرکي جګړه پیل شوه.
د جګړی یا د روسانو په مقابل کی د مقاومت قومانده د هغه چا لاس ته ورغله چی هغوی د ۱۳۷۵ کا ل د ثور د اومی نیټي څو کاله وړاندې ان د مرحوم محمد ظاهر شاه په وخت کی د همهغه وخت د  مشروح حکومت پر وړاندې یاغی شوی وو.
همدغه اوم د ثور څخه وړاندې فراري شویو افراد او اشخاص خو یا سیاسی پوهه نه لرله او یا خو د پردیو مذدوران وو که د ددغه دوو خبره څخه یی یوه سمه نه وای نو دوی به اوګونی او اته ګونی  د اسلام په نومونوګوندونه  نه جوړولای ځکه یو یی خدای ج او یو یی پیغامبر وو نو دوی هم باید یو مشر یا لیډر ځانته ټاکلی وای.
بیا چی کله د دیموکراتیک ګوند له منځه ځی دوی د کابل د قدرت  واږي په لاس کی اخلی د یوی چوکۍ په سر داسی خونړۍ جګړې په خپلو منځو نو کی پیل کوی چی د افغانستان په تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږی همدارنګه دې خوا هم د دیموکراتیک ګوند له اوله ورځی  داسی جوړ شوی وو چی خلقی د پرچمی پر لار قدم نه کیښود او پر چمی د خلقی پر پل خلقیان بیا په خپلو کی هم په خپل منځ کی ویشل شوی وو پرچمیان د هم همداسی در واخله.
خلاصه دا چی  که اخوا مجاهیدین وو یا دې خوا دیموکراتان ټول  پردیو په نومونو ویشلی وو بی اطفاقۍ یی د دوی په منځو نو کی اچولی پاچاهۍ یی ورباندې کولې.
همدغه سلسله نن هم د افغانانو  سره روانه ده د غ  او ع په نومونو یی دوه سری بی کفایته  او رشوتخور حکومت پر موږ تپلی دی په خپلو کی یی یو او بل له ګریوان څخه نیولي دي ټول دولتی سیستم فلج دی، بی ادبی د ډیره معاف وی زموږ سیاسون د ثور له اومی بیا تر اتمی له هغی راورسته تر نن ورځی پوری لکه د شوتلی  غوایه چی یو،  بل په سترګو وینی چی ټنډ شو هغه بل همداسی لګیا وی خوری یی.
موږ وایو چی افغانان باید د پردیو په نیتونو او دسیسو باندې پوهه شوی اوسی او پوه شی د تیرو تجربو څخه د عبرت درس واخلی یو موټی او یوه خولی شی تر څو په خپل هیواد کی جګړې ته د پای ټکی کیږدی خپل هیواد ودان کړی، ځکه هیڅوک د افغانانو د غمه نه دی مړه دا افغانان دي چی خپله خواره به په خپله ابادوي.
ومن الله توفیق.
2017/4/27