د افغان سیاستوالو د ځان غوښتنې د تندې لپاره همدغه یو دلیل بسنه کوي، چې دوی تر هغه وخته له حکومته خپل ملاتړ کوي، تر کومې چې دوی په دولتي چوکاټ او قدرت کې شریک وي، د دوی لیونتوب او د قدرت تنده هله را څرګنده شي، چې کله دوی له دولتي چوکاټه بهر کړی شي او یا هم په لوړو دولتي چوکیو کې ونه ګمارل شي .
د افغان سیاستوالو پر وړاندې تر هغې حکومت مشروعیت لري چې دوی په کې شریک وي او هر کله چې دوی له واکه ګوښه کړی شي نو بیا د وخت حکومتونه قانوني مشروعیت نه لري، مشران یې د تعصب او یا هم په نورو ناروغیو اخته شي او له واکه لرې شوي سیاستمداران مو له هر ډول سپکو سپورو نه مخ نه اړوي .
که د حقیقت په تله تلل وکړو، نو ویلی شو چې ټول هغه سیاسیون چې د حکومت ښه والی او کمزور تیا ته د خپلو شخصي ګټو له عینکو څخه ګوري، په حقیقت کې همدغوی رواني ناروغان دي، همدغه وګړي د حکومت د کمزورتیا لامل دي او د دې مفکوري سیاسیون د ټولنې د ښه والي او د حکومتونو د پیاوړتیا پر ځای حکومتونه د کمزورتیا پر لور رهي کوي .
له بده مرغه چې موږ له یوې اوږدې مودې راپه دېخو ډېر لږ داسې سیاسیون موندلي چې د ملي فکر پر بنسټ یې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی، خو د دغې مفکورې درلودونکي سیاسیون مو له سیاسي ډګره لرې پاتې شوي، دوی ته وخت نه دی ورکړل شوی او د سلیقوي کړنو له مخې مو د حکومتونو د چلونکو تر منځ واک ویشل شوی، چې یوه بیلګه یې نن د احمد ضیا مسعود څرګندونې دي چې ولسمشر غني ته یې د رواني ناروغ کلمه وکاروله .
زه په دې عقیده یم چې احمد ضیا مسعود په خپله رواني ناروغي لري او د دغې مفکورې خاوندان باید خپله درملنه وکړي هسې نه چې د لیونتوب لمن ته ور وغورځي او بیا به یې د درملنې چانس هم ناشونی وي .
د سمون او جوړښت لپاره نیوکې او لارښونې هله فکري او مثبتې تمامېدلی شي چې د نظام په چوکاټ کې دننه و اوسې او د سمون لپاره غوره طرحې وړاندې کړې، د حکومت په کمزورتیا نیوکې وکړې او د سمون لپاره یې له ځانه سره طرحې ولرې، که داسې نه وي او له دندې نه د ګوښه والي په صورت کې نورو ته د لیوني خطاب وکړې نو په حقیقت کې همدغه دې د لیونتوب لپاره ښه ثبوت کېدلی شي .
زه یو له هغو کسانو نه یم چې تل مې په خپلو لیکنو کې د ملي یووالي د حکومت په کمزورتیا او نیمګړتیاوو نیوکې کړي، تر څنګ مې د چارو د ښه والي په موخه د خپلې پوهې سره سم طرحې هم وړاندې کړي، خو له ټولو هغو سیاسیونو او د قدرت له تږو سره مخالف یم چې له حکومتي چوکاټ نه د لرې کېدو په صورت کې په حکومتونو د نیوکو د بوجونو خوله خلاصوي او د قدرت د هغې تندې له مخې چې لري یې نیوکو ته د خپل لیونتوب تر حده دوام ورکوي .
لیکنه : نظیف الله نظیف
وروستي