بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه او شننه : قاضي نجیب الله جامع
پر اچین د امریکا لخوا د نړۍ تر ټولو ستر غیری اټومي بم چې د بمونو د مور په نامو مشهور دی له ویشتلو (۱۳ اپریل ۲۰۱۷) څخه اته ورځی وروسته په بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستره حمله وشوه هغه چې طالبانو یې پړه پر غاړه واخیسته او د کورنیو، نړیوالو رسنیو او طالبانو د شمیرو له مخي د ۱۳۰ څخه تر ۱۶۰ اوحتا تر دی پورته د افغان پوځیانو مرګ ژوبله یې تر شاه لرله.
له دی سره سم د دواړو پیښو په اړه په کور دننه، سیمۍ او نړۍ په کچه هم بیلابیلی څرګندونی او غبرګونونه وشول.
مګر که د چارواکو له زمانی شعارونو چې د ولس غولونی په نیت موقتی قناعت یې موخه دی راتیر شو او د افغان ولس اندیښنو ته د آچین او بلخ د حملو له ماهیت سره تحلیلی کتنه ولرو پر خاص ډول د دغو دواړو واقعو ترمنځ که زمانی واټن، د امریکا او روسیې پر ټکر ولاړ مواقیف د هغوی د ګټو په فضاه کې، له طالبانو سره دسولې بهیر د سیمیزی لابی له قوت سره، د ټرامپ نوی پالیسی که پروژیی خبری د امریکایی چارواکو له ګرمو تګ راتګونو څخه او په ټوله کې د ارګ نوی یارانی او زموږ سرګردانه برخلیک پرتلنه وکړو تر څو د افغان سولې پیچلتیا او پدی اړه د نوی جګړو او نوی ننګونو پټ اړخونه راته روښانه شي،نو دا بحث یو څه ژور تحلیل ته اړتیا لری چې باید ټکې پر ټکې پري غور وشی نو دلته د دو پوښتنو ځوآب حتمی دی لومړی ولې د نړۍ تر ټولو ستر بم په اچین کې وویشتل شوه؟ دویم پر بلخ حمله د څه له پاره ؟.
مګر ستاسو حوصله ورسره حتمی او ضرری بولم.
الف: مور بم آچین کې ولې؟
د روانې اپرېل مياشتې پر ۱۳ تاریخ د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د مامند درې په سیمه کې امریکایانو د اعش ځپلو په پلمه تر ټولو غټ بم وغورځاوه.
دا بم چې په غیر اټومي بمونو کې تر ټولو ستر بم دی او د بمونو د مور په نوم هم ياديږي، په ۲۰۰۳ ع کال کې د لمړي ځل لپاره امریکا د عراق جګړې ته جوړ کړ چې نیږدې ۱۱ ټنه وزن لري او د ټي ان ټي په نوم ۸۰۰۰ کیلو گرامه بد غږ لرونکي او ویجاړوونکي باروت پکې ځای پرځای شوی دی او د ۲ میله په کچه د ژوند او له منځه تلو وړ هرڅه تباه کوي.
هغه چې د حکومت او امریکایانو د معلوماتو پر خلاف چې له ۳۶ تر ۹۷ تنه داعشیان یې پکې وژلی مګر داعش خپل تلفات ردکړل او وایي چې دوی لا له وړاندې خبر ول، ځکه ورته هیڅ تلفات نه دې رسېدلي.
بل لور ته دغه حمله د امریکا ولسمشر ټرامپ، د امریکایې عسکرو د قاطع ملاتړ قومندان نیکلسن او پنټاګون ومنله او خوښی یې څرګنده کړه چې دوی د وړ هدف په موخه وړ وسله کارولی.
مګر له دی تاریخ څخه څو ورځی وروسته د ( ۱۷ اپریل ۲۰۱۷ ) د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنیس سهیلی کوریا ته په سفر په کې یوه مطبوعاتی وینا کې وویل چې په سوریه کې د بشاراسد د یوه هوايي ډګر په توغندیو ویشتل او په افغانستان کې د لوی بم کارونې موخه یوازې دا وه چې شمالي کوریا دا پيغام واخلي، چې امریکا جدي ده.
د ټرمپ د مرستیال دا خبرې له هغه څه سره ډېر توپير لري، چې ټرامپ، پنټاګون، نیکلسن او د امریکا نورو چارواکو ویلي، ځکه هغوی په افغانستان کې د لوی بم کارونی موخه یوازی د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره ښودلی وه نه شمالي کوریا او ایران ته د ګوت څنډنی په موخه.
داعش :
په عراق او سوريه کې له پرمختگونو وروسته لومړی ځل د ۲۰۱۴ وروستیو کې داعش ډله په افغانستان کې هم څرګنده شوه، دوی لومړی د افغانستان په ختیځ کې فعالیت پيل کړ او مشري یې له پاکستاني طالبانو د يوې جلا شوې ډلې قومندان حافظ سعید ته ورسیده.
داعش هغه ډله دی چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت یې په ۲۰۱۴ کال کې د حضور پخلی نه کاوه، مګر په ډیر لیږ وخت کې یې په چټکه توګه وسله وال پیداکړل، وسلې یې پیداکړی او ډیر ژر یې د هیواد په شمال او شمالی شرقی سیمو کې د تنظیم او رهبری پراخ مرکزونه جوړ کړل هغه چې پدغه دوه کلنه فاصله کې یې پر کابل کې په سردار محمد داووخان روغتون، د شیعه ګانو په باقر العلوم مسجد، کارته سخي زیارت او روښنایۍ غورځنګ هم خونړي بریدونه تر سره کړل
د دغې ډلې بی رحمانه وژنو او له جنایته ډکو کړنو یو لور ته او د افغان حکومت او د هغوی د ملاتړو چې امریکا یې مخکښ دی چوپتیا او سر ناخلاصی بل لور ته د دی سبب شوه چې افغان ولس او هغه ویښ ذهنیت چې د پوهنتون استادان، مصلح ملی ګرایان، د سولې فعالین او په ټوله کې مطرح سیاستوال دی ولو که په حکومت کې هم دی پردی قانع کړل چې داعش یو اعتقادی خوخښت ا ولسی تحریک نه بلکې د امریکا د ګټو یوه اله دی چې د ګډ حکومت په وجود کې خاصی کړۍ کوم چې د حکومت رهبران هم ورسره لاس لری رامنځته کړی.
ځکه د امریکا له لوری د افغانستان د اشغال د اسټراټژیکو موخو په لړ کې یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې د افغانستان په محورقدرتونه چې روسیې، چین او ایران یې محوری لوری دی د کنټرول له پاره د دغو قدرتونو د امنیتی چاپیریال له نا امنه کولو څخه چې د روسیې او چین له پاره د مرکزی اسیا هیوادونه دی بل غوره افشن نشته، هغه سیمه چې د روسیې پر بهرنی سیاست کې د ( خارج نزدیک ) اصطلاح ورته کاروله کیږی او په بی ثباته کیدو سره یې د روسیې نړیوال حیثیت او حتا د کرملین د کوڅو امنیت هم خرابیږی رامنځته کول وه.
د افغان حکومت مرسته، مدیریت او موخه د داعش په رامنځته کیدو کې دا وه، چې لومړۍ د مدیریت پر برخه کې افغانستان ته ډير گواښ پښ نه کړي دویم د مرستی په برخه کې توانیدلی وی چې امریکا منځنۍ آسیا هیوادونو ته داسی لاره پیداکړی چې موخي یې پکې تامین شی او دریم د موخو په برخه کې لومړۍ د طالبانی خوځښت حیثیت او بقا چې د دی حرکت د غړو یوځای کیدل له داعش سره دی وشی او په دویم پړاو کې طالبان وپاشی او یا که پاشلو ته هم نه رسیږی یوی شرمیدلی تسلیمی ته یې برابر کړی هغه چې د ( ۴ اړخیزو ) ناستو جوړیدلو موخه هم همداه وه.
مګر د دغې ډلی پرلپسی جنایتونه، او په کور دننه او سیمه کې جدی عکسلعملونه د دی سبب شو چې د طالبانو نوی رهبری نه یوازی چې وتوانیده طالبانی حرکت له منزوی کیدو وساتی بلکې طالبانو د داعش شتون په خپله گټه وڅرخاو، په دې اړه يې له ايران، روسيې او چين سره فعالې اړيکې پيل کړې او درې واړه هېوادونه يې په دې قانع کړل، چې د داعش شتون او فعاليت د طالبانو په گډون د دغو هېوادونو په زيان دی او دغه ډله يوازې هغه مهال له منځه تلی شي، چې درې واړه هېوادونه د طالبانو مرسته وکړي.
او هغه باور، چې افغان حکومت درلود چې داعش به يو لور ته په سيمه کې د امريکا سټراټيژيکې گټې تامين کړي او بل لور سيمه کې ايران، چين او روسيې داعش خپلو ځانونو لپاره گواښ باله او افغانستان په دې اند و، چې له دغه گواښه به د ځان په گټه امتياز ترلاسه کړي. افغان حکومت دا هم ويل، چې د د اعش ډېری غړي له طالبانو جلا شوي دي او د دغې ډلې له فعاليت سره به طالبان کمزوري او پاشلي شي، خو پايله يې د افغان حکومت د اټکل خلاف او په ظاهره د طالبانو په گټه تمامه شوه ځکه هغه مهال د ولسي جرگې لومړی مرستیال ظاهر قدیر او د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هغه څیرې دي، چې د ملی یوالی د حکومت لوړپوړی چارواکې او جوړونکې دی، د غنی اصلی مهره اتمر یې د پردې ترشا د داعش په ملاتړ تورن کړی چې دی د حکومت حیثیت او نیت ته سخت زیان واړوه.
د دی سربیره روسیې وار په وار د دې اندیښنه ځرګنده کړي چې داعش دوی ته تعامل وړ نه دی او دویته پدی برخه کې د افغان حکومت او امریکا هځی د شک وړی دی بیلګی په توګه الکساندر ماتیسکي د( ۱۹ اپریل ۲۰۱۷ ) په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې د ناټو ماموریت ځکه ناکام دی، چې د مخدره توکو او ترهگرۍ د ځپل کېدو پر ځای دغه پدېدې په تېرو پنځلسو کلونو کې لا پياوړې شوي دي.
هغه وایې : زموږ په باور د عراق او سوریې داعشیان هم افغانستان ته د راتگ اراده لري.
دی وايي روسیه اندیښنه لرلي، چې یو شمېر ازبک جنگیالي په افغانستان کې له ځېنو نورو ډلو او داعش سره د انسجام په حال کې دي او دا د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه امنیت ته گواښي. دی.
نوموړی وایی : هېواد یې اوسنی افغان حکومت مشروع نظام بولي او ملاتړ یې کوی، خو په وينا يې طالبان هم سیاسي ځواک دی او باید د اوسني کړکیچ د پای ته رسولو لپاره ورسره خبرې وشي. هغه وایی دا یوازې روسیه نه ده چې له طالبانو سره اړیکې لري، بلکې د هغه په وینا امریکا، بريتانیا، جرمني، ایټالیا، ایران، پاکستان، چین او قطر هم له طالبانو سره اړیکې لري.
د روسي سفیر له څرگندونو وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانگې یو لوړپوړی مسوول او د افغانستان لپاره د روسی ولسمشر ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې هېواد یې طالبان یوه وسلهواله او سیاسي ډله گڼي او ټینگار کوي چې روسیه د داعش پر ضد جگړه کې له طالبانو سره گډې گټې لري.
کابلوف ویلي و ( د طالبانو له ډلې سره په اړیکه کې یو. هغوی ملي روغې جوړې او جگړې ودرولو ته هڅوو. د اړیکو د کچې په تړاو څه نه شم ویلی. خو دومره ویلی شم چې په ښه کچه کې دي. روسیه د داعش پر ضد جگړه کې له طالبانو سره گډې گټې لري. دا اوس طالبان د هغو کسانو پر ضد په جگړه بوخت دي، چې موږ یې په سوریه کې په نښه کوو. دا زموږ د گډو گټو نښه ده ).
دغه روسی سیاستوال د واشنگټن ماموریت په افغانستان کې ناکام بولي. کابلوف وايي، په افغانستان کې د امریکا سیاسي او پوځي حضور د چین، روسيې، ایران او پاکستان د کنټرول لپاره دی.
اوس دی ټولو څرګندونو اوحقایقو ته په کتنه او د ټرامپ د اداری د لومړیتوبونو چې د نوموړی له وروستیو دریځونه څخه یې ښه درک کیدای شی دا ده چې پر اچین کې د بمونو د مور بم استعمال د امریکا له لوری او بیا د افغان حکومت ورڅخه ښه راغلاست کې لاندی موخې نغښتی وی.
۱. امریکاء د دی بم په ویشتلو سره وښوده چې یو نړیوال ابر قدرت دی، هیځ قانون ته ژمنه نه دی، نړۍ لا اوس هم یو قطبی دی او هیځوک یې د یکه تازیو مخه نشی نیولای.
۲. امریکاې د دی ستر بم په ویشتلو سره روسیې، چین، ایران او شمالی کوریا ته د عملی ګواښ داسی پیغام ولیږه چې امریکاء ته لا اوس هم جګړه لومړیتوب لری، هر ډول وسله، په هره کچه او هره برخه د نړئ چې وغواړی د افغانستان له خاوری څخه یې ویشتلی شی او پردی برخه کې یې څوک مخه هم نشی نیولای او نه یې څوک د مخنیوی شته.
۳. امریکا وښوده چې سوله نه حل لاره بولې نه پری باور لری او نه ورته اړتیا. بلکې پردی عنوان که کومه ډرامه هم څوک پرمخ بیا یی د دوی دجګړې او وجود حیثیت چې امنیتی تړون او د هغه پر بنا نظامی شتون دی، هیځکله پری څوک د معاملی حق نه لری، او د دی ښه بیلګه دا ده چې پر همدی ورځ د روسیې پر پلازمینې ماسکو کې د روسیې په کوربه توب د نړي د ۱۱ هیوادونو استازو مهمه ناسته لرله، هغه چې دلته په کور دننه یې هم ډیری سترګې هغه لور ته اړولی وی که څه هم د افغانستان له لوری ورته د وزارت د ریس په کچه یو بی صلاحیته او بی تجربه اهیت هم لیږل شوی و.
۴. امریکا که څه هم دا بم ازمایلی وه، مګر د دي بم د انسانی او نورو زیانونو د مالومولو پر موخه یې غوره ځای افغانستان وګڼل، ځکه دلته نه څوک د پوښتنی شته، نه څوک د ملت د سیاسی او تاریخی حیثیت دعوه لری او نه چا ته البته موخه می ګډ حکومت دی دارنګه څه ارزښت ښکاری ځکه هغوی شپه ورځ د قدرت په جګړو کې راښکیل او دا ورته لومړیتوب نه لری هغه چې داسی وهم شول.
۵. امریکا پردی ازمویي سره وښوده چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی، که نړۍ غواړی د څو لسیزو له پاره پردی جغرافیه کې متقابل لوری ولری نو لطفا دی له اخلاقی اړخه هم که کیږی دوی دی خپل سیالان وبولی او پر اساسي قضایاو کې دی دوی ته مراجعه وشی.
۶. امریکا د دی بم په غورزولو سره او بیا د ګډ حکومت د ښه راغلاست او د دی خبره کول چې پنټاګون او نکلسن د دوی په اجازه دا کار وکړل دوه یا دری موخی لرلی.
الف: امریکا غواړی د سیمی هیوادونو او افغان ملت ته ثابته کړی چې داعش د دوی نانڅکه او پروژه نه دی نو د همدی تهمتونو او شکونو د لری کولو پر موخه هغه سیمه کې چې داعش فعال وه، د هغوی د لری له تخلیی څخه وروسته بم وغورزاوه، د ګډ حکومت موخه هم همدا دع چې داعش د دوی او امریکا پروژه نه دی یا حد اقل دوی پکې ښکیل نه دی.
ب : امریکا پردی کار سره چې د افغان حکومت پر اجازه مو دا کار وکړل که څه هم د پینس خبری دا ردوی د دی ښودنه کړی چې موږ د افغانستان خپلواکې ته ژمن یو او ګډ حکومت بر عکس د دی غواړی وښيي.
ج : د امریکا موخه دا وه چې د اچین پر بمبار سره به د نیت ترڅنګ داعش جنګیالی شمالی ولایتونو ته چیرته چې مرکزی اسیا نږدی دی ولیږدوی هغه چې د داعش له لوری د دی خبر ورکول چې د دوی یو نفر هم نه دی ژوبل شوی بلکی دوی لا له وړاندی خبر ولو.
د : د امریکا او ګډ حکومت بله موخه دا وه چې طالبانو ته پیغام ولیږی داچې د دوی د سولې د ( تسلیمي ) له پروژی سره مل شی کنه پر تاسو به هم دا بمونه وغورزول شی.
ر : د امریکا او ګډ حکومت بله موخه دا وه چې وښيي چې دا بمونه ځیرک دی او ملکی زیانونه تر شاه نه لری نو کولای شی د مخالفینو د ځپلو خصوصا د کنړ، کاپیسا، خوست، زابل او نورستان په ولایتونو کې د هلمند په شمول چیرته چې غرنی سیمی
س : امریکا د دغه بم په ویشتلو سره وښوده چې په افغانستان کې د روسیې او طالبانو همکاری ورته د منلو نه دی او کا اړتیا و وینی یا طالبان د دوی تسلیمی سولې ته چې ځان وژنه دی غاړه کښینږدی او د روسیې سره اړیکې صفر نه کړی نو دوی به د اچین خاطری ډیر ځای تکرار کړی.
و: او د دوی نظامی عملیات نه بریالی کیږی نو ښه پلمه به یی دا وی چې دا بم خو تلفات نه لری او بل داچی بله لار موهم نه لرله هغه چې د دي ښه بیلګه کابل ته د همدی پروژه د یوشمیر عناصرو راتګ د والی ګلاب منګل سره چې نوموړی هم همدی پروژی د مدیریت له پاره ننګرهار ته واستول شو د هغوی ښه راغلاست د همدی جنایت د دوام د افتاء ښه دلیل کیدای شی.
پر بلخ حمله د څه له پاره ؟
د تېری جمعه په ورځ چې د (۲۱ اپریل ۲۰۱۷) سره برابره دی، بلخ د یوی درنی او خونړۍ پیښی شائد وه. دغه برید په اچین کې د امریکا له لوری د نړۍ تر ټولو ستر غیری اټومی بم له ویشتلو نږدی اته ورځی وروسته وشو، په پایله کې یې له ۱۳۵ تر ۱۶۰ او ۳۲۱ تنو د افغان پوځ غړيو ته مرګ ژوبله واوښته او په کور دننه او بهر کې یې له ځان سره د غندنو او خواخوږیو ترځنګ د امریکا پر اشغالي ماموریت له نیوکو نیولې بیا د دفاع وزیر او لوی درستیز تر استعفاوه، د ولسی جرګی له لوری د ګډ حکومت د رهبرانو تر خاین شمارلو او د ولس له لوری دواړو ته د خائنو، بی کفایتو او جاسوس خطاب کولو پوری.
د دی برید له ظاهری قضایاو که راتېر شو او اصلی مسله چې ولې بلخ یوی داسی ډرامه ته انتخاب شو، طالبانو ځنګه وکولای شوی چې تر ۶ پلټونکو او حساسو تجسسی موانعو تیر شی او تر ټولو مهمه داچې هغه څارګریز معلومات چې د بلخ، بغلان او کندوز د استخباراتو ادارو د شاهین ۲۰۹ قل اردو ته د حمل پر ۱۳ سپار وه، ولې پری غور نه دی شوی او ایا د اچین او بلخ پیښه پر ځانګړی ډول د دواړو پيښو د شدت او زیانونو له اړخه تر منځ کوم تړاو وه شته او که وی د نږدیوالی اهداف یی څه دی. هغه موجودی، متناقیضی او د پوښتنی وړ اساسی بحثونه دی چې په لاندی څو کرښو کې به یې د اصلی ماهیت بحث روښآنه کړو.
۱. بلخ : څه کم نیمه پیړۍ کیږی چې په شمال کې د جنبش، جمعیت، حزب او بیا طالبانو ترمنځ د سیاسی، تنظیمی او قومی قدرت د لیږد د مانور او د شمال د کنټرول مرکز وه، امریکایانو پر اچین کې د داعشیانو پر تخلیه سره دا پلان لرل چې د روسیې اوعطا نور ترمنځ د بی باوری فضا او وروسته له هغه چې د غنی او نور نوی یارانو رنګ خپل کړ د نور اړیکی له امریکایانو سره جوړی او روسیې سره لا خړی پړی شوی او امریکایانو له نور سره د دغی همکاری له دی لاری غوښتل مرکزی اسیا هیوادونو ته په اسانه او مصونه توګه داعشیان ولیږدوی.
هغه چې د معلوماتو له مخې دغې چاري روسیې خورا نا ارامه کړله پر ځانګړی ډول د اچین له بم غورزولو وروسته چې له یو لوری یې نړیوال حیثیت ور وګواښه او بل لور ته یی د کور د انګړ امنیت له ګواښ سره مخ وه نو له طالبانو سره یې پردی برخه کې د ایران د محلی منابعو په مټ هلته د غچ اخیستلو او پیغام لیږلو په برخه کې همکاری وکړله.
۲. پر بلخ کې وروستی خونړي پیښی او د اچین د بم ترمنځ بله اړیکه داه وه چې روسان پر افغانستان کې که د سولې روان بهیر چې دوی پکې تر یوځای نوښت کړیبری بریالی نشی، ښيې چې عملی تقابل ته چمتو دی او د امریکا دا ګواښونه دوی لا ویښ کړی او نور نشی کولای د سیمی هیوادونه د افغانستان د قضایاو په وړاندی بی دریځ او عمله پاتی شی.
۳. د اچین او بلخ پیښې بل اړخ دا دی چې روسیې او طالبانو کابل او واشنټن ته پیغام ولیږه چې که پر خپلو لوبو غور ونه کړی او سولې ته په جګړې لومړیتوب ورنه کړې دوی هم بدیلی لاری لری چې ښه بیلګه یې د یو نظامې اسټراټژیک مرکز یعنی د شاهین پر ۲۰۹ قل اردو وروستی مرګونی حمله دی چې پر افغانستان کې یې د نړیوال اشغالی ماموریت دوام او د حاکم رژیم بقاء خورا جدی وننګول.
۴. طالبانو پردی کړنی سره وښوده چې لومړی دوی ځواکمن دی دویم افغان پوځ خورا جدی نیمګړتیاوی لری هغه چې که دوی وغواړی د بلخ پر ځیر پیښی خلق کړی کولای یې شي، هغه چاره چې په سیمه او کور دننه د افغان پوځ حیثیت ته یې جدی زیان واړول.
۵. د اچین او بلخ قضیو پر لویه کچه تحلیل دا باور پیاوړی کوی چې لومړی بهرنی اډې امنیت نشی راوړی، دویم د هغوی شتون په سیمه کې د بی ثباتی او ټکر زیږنده دی دریم داچې که حکومت کې ناست د قدرت لیونی او انحصاری څېري چې ولسمشر پردی عادت مشهور دی خپل ځان پالنو ته د پای ټکې کښینږدی او سولې ته زمینه نه کړی برابره ژردی چې د روسیې او امریکا تقابل افغانستان د سوریې، لیبیا، عراق او سومالی پر برخلیک اخته کړی.
۶. د بلخ او اچین له پیښو څخه معلومیږی چې افغان حکومت له یوی سیمیزی بی باوری او انزواء سره مخ دی چې د دغه ډول پیښو دوام به وضعه لا هم کړکیچنه کړی.
پایله :
د اچین او بلخ د پیښو له ارزونی او په کور دننه، کې د افغان حکومت، طالبانو او په سیمه ایزه نړیواله کچه د لویو قدرتونو تړاو له دغو پیښو سره دا امکان باوری کوی چې له دي پیښو سره به د نویو جګړو او نویو ننګونو فصل پرانیستل شی پر ځانګړی ډول پر امریکا کې د ټرامپ له راتګ سره.
ځکه ټرامپ نه یوازی د یته لیواله نه دی چې په منځنی ختیځ کې د روسیې او امریکا په اورونو اوبه نه توی بلکې له ایران سره ناسمی اړیکی، دچین سره نا تعریف شوی سیاست، شمالی کوریا ته د جګړې د پیل په ډول د پیغامونه لیږد چې اچین او سوریه یې بیلګه ده او دلته په افغانستان کې د امریکایی جنرالانو په جګړې تمرکز او د زورپه اسټراټیژی ټینګار چې د ننګرهار پر اچین کې د نړۍ د بمونو د مور بم کارونه او د هغه نتایج مثبت بلل او دوام ته یې د مټیس او نکلسن له لوری هیله مندی د دی ښودنه کړی چې امریکا نه یوازی د جګړې د پایته رسولو اراده نه لری بلکې خپلو موخو ته د رسیدو، له ماتی او له حقایقو څخه د تیښتي په موخه هر جنایت، په هره کچه وژنه،وینه توینه او ویجاړونه چې ضررت یې وی باک او پروا یې نه لری، کوم چې اچین یې بیلګه دی او که اړتیا و وینی لکه د جاپان هیروشماء او ناګساکی هستوی بم به هم وازمایی.
بل لور ته د روسیې وروستی حرکتونه چې غواړی د امریکا د هر عمل په وړاندی عکسلعمل ولری او د هر صف په وړاندی یی نوی صف خلاص کړی د دی ښودنه کړی چې د افغان سولې په وړاندی نه یوازی زیات خنډونه او جدی ستونزی موجودی دی بلکې په سوریه کې د جګړې د ټغر په سړیدو سره د دغو ټکرونو او اسونو ځغلولو نوی میدان به د حتمی احتمال له مخی افغانستان وی.
خو فرق به یې د ۹۰ لسیزو سره پردی کې وی چې داځل به د بریا، ازادی، او نیمه ثبات پر عنوان موږ نه یوازی د هیځ جام د اوچتولو ویاړ ونه لرو، بلکې د جګړې پر میدان کې د اور د ګرم والی ازوغه به یو.
بنآ اوس هم لا وخت شته چې افغان لوری په خاص ډول هغوی چې په حکومت کې دننه د دی ګیمونو په تشکیلونکو دایرو کې راّځی پردی قیمار له سره غور وکړی، د خپل ولس په وړاندی دی نه دریږی، د خپل ځان عزت دی د همدی ولس پر نیکمرغی کې وګڼی او سولې ته دی په جګړې لومړیتوب ورکولو سره د پردیپالنی او اشغاله هیواد او خاوری ته درنښت ورکړی.
کوم چې د دي ټولو ستونزو، ناخوالو او فتنو عامل د دنیوی غلامی او اخروی ذلت امنیتی تړون او د هغه پر بنسټ د امریکایی ځواکونو نظامې اډې دی.
وروستي