هېر شوی ملت،  لړزانده حکومت

ملي وحدت حکومت له نوو ستونزو سره همځولی دی. داعش، له طالبانو د روسیې ملاتړ، د امریکایانو له خوا خپلسري وحشیانه کړنې او ګڼې نورې داسې ستونزې شته چې د ملي وحدت له حکومت سره را پیل شوې دي. حکومت له فشارونو سره مخ شي، په کور دننه او بهر پرې سختې نیوکې کیږي. حکومت کله دغو نیوکو ته ځواب وايي، خو کله کله ځیني واړه ګامونه واخلي. په دې وروستیو کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو له بریدو وروسته دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا وکړه او دغه راز ځیني قوماندانان هم له یو ځایه بل ځای ته تبدیل شول. دغو ګامونو پخوا هم د ستونزو له حل سره مرسته نه وه کړې او له دې وروسته به هم مرسته ونه کړي.
د ملي وحدت د حکومت یوه ستره ناکامي دا ده چې د ستونزو د حل لپاره یې کله هم ولس ته مراجعه نه ده کړې. که امنیت خرابیږي، که داعش پیاوړی کیږي، که له طالبانو بهرنی ملاتړ زیاتیږي او که امریکا وحشت کوي، ددغو ټولو ستونزو د حل لپاره پکار ده، چې ولس ته مراجعه وشي. ولس ته مراجعه دا معنی نه لري چې هلته متخصصین ناست دي او حل وړاندې کوي. دا سمه ده چې د حل په تړاو به په ولس کې پیاوړي او غوره نظرونه هم وي، خو ولس ته مراجعه بله ستره ګټه لري. که حکومت د ستونزو د حل لپاره ولس ته مخه کوي، نو تر ګردو ستره ګټه یې دا ده چې ولس فکر کوي، حکومت د دوی دی او د دوی ملاتړ ته اړتیا لري. په دې سره په طبیعي ډول له حکومته ولسي ملاتړ ډېریږي. دغه راز ولس ته په مراجعې سره یو ملي نظر رامنځ ته کیږي چې په طبیعي ډول ورسره اختلافات کمیږي. ددې چارې بله لویه ګټه دا ده چې دا ګام دښمن ته هم ځانګړی پیغام انتقالوي. هغه دا چې یوازې حکومت نه، بلکې ولس یې هم پر وړاندې ولاړ دی. کله چې د ولس او حکومت دریځ یو وي او ستونزو ته واحد غبرګون ښيي، نو ستونزه په اسانۍ حل کیږي او هغوی چې د ستونزې تر شا دي له پیاوړي غبرګون سره مخ کیږي.
د ملي وحدت حکومت له بده مرغه دا کار نه کوي. ددغه حکومت مشران تر ولس ډېر پر بهرنیانو او یا خاصو کړیو او اشخاصو تکیه کوي. داسې حکومتونه چې د ولسونو پر ځای پر بهرنیانو او یا هم پر اشخاصو تکیه کوي، تل لړزانده وي. د ملي وحدت حکومت مشران هم ولس ته پام نه کوي، له ولس مرسته نه غواړي، بلکې ټولې سترګې یې د امریکا، برېټانیا او نورو سفارتونو ته نیولې دي. دوی هېروي چې حکومت پر سفارتونو نه پر ولس کیږي. حکومت له هملند، ننګرهار، بدخشان، هرات او ټول افغانستان څخه ولسي ملاتړ ته اړتیا لري. یوازې بهرني سفارتونه او یا د هغوی مرستي حکومت نه شي ساتلی. که د ملي وحدت حکومت مشران غواړي چې له دغو ستونزو ووځي، نو پکار ده چې ولس ته پام وکړي، ملي اجماع رامنځ ته کړي او له ستونزو د وتلو لپاره له ولس څخه مرسته وغواړي.
اداره