
پاکستان له ډیورنډ ها خوا پر افغان خاوره د خپل کنټرول زیاتولو لپاره یو بل ګام واخیست؛ د پاکستان کابینې هغه اصلاحات تایید کړل چې د پاکستان له نورې برخې سره د قبایلي سیمو یو ځای کېدو ته لار پرانیزي. له دې سره به قبایلي سیمې په بشپړ ډول د پاکستان تر کنټرول لاندې راځي، په دې سره د قبایلو کورواکي ختمېږي، پاکستاني قوانین به په کې پلي کېږي، پاکستانۍ محکمې به په کې پرېکړې کوي او دغه خلک به په ټاکنو کې برخه اخلي او خپل استازي به د پاکستان پارلمان ته لېږي. له ډيورنډ کرښې سره دغه قبایلي سیمې تر دې مهاله نیمه کورواکه وې او قبایلو له خپل دود سره سم قانوني او سیاسي سیستمونه لرل.
له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کېدل د پښتنو لپاره ګټې او زیانونه دواړه لري، خو له شک پرته زیانونه یې زیات، اوږدمهالي او ژور دي. هغوی چې د دې پرېکړې ملاتړ کوي، وايي چې په دې سره به قبایل متمدن ژوند ته ننوځي، پوهه او پرمختګ به دغو سیمو ته لاره ومومي او له اوسنیو محرومیتونو او ظلمونو به قبایل خلاص شي. هغوی چې د دې پرېکړې مخالف دي استدلال کوي چې پاکستان کله هم قبایلو او نورو پښتنو ته د پنجابیانو او نورو پاکستاني وګړو په شان حقونه نه ورکوي، نو له دې امله دا چاره قبایل د پاکستان تر کنټرول لاندې راولي، پاکستانۍ واکمني پیاوړې کېږي، د خلکو ارزښتونه او فرهنګ زیان ويني او په ټوله کې په اوږدمهال کې دغه پښتانه د پاکستان برخه ګرځي.
دغه بحث هم شته چې پاکستان به په دې سره د ډيورنډ کرښې د رسمې کېدو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي. دا چې د دې چارې نور زیانونه او ګټې څّه دي، بېل بحث دی، خو زموږ لپاره دلته د افغان حکومت دریځ مهم دی.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال وايي، د پاکستان د حکومت دا ګام د ډیورند د کرښې په اړه د افغانستان د دولت او خلکو موقف باندې اغېزه نه لري او بیا به یې هم په رسمیت نه پېژني. نوموړي ویلي چې دغه سیمې ډېر په محرومیت او کړاو کې ساتل شوې دي او که دا پرېکړه د سیمې د خلکو د سیاسي ارادې زېږنده وي، دوی یې درناوی کوي.
د افغانستان د حکومت دغه دریځ خورا کمزوری او دردوونکی دی؛ په تېرو ۱۶ کلونو کې پاکستاني پوځ لومړی خپل ځواکونه قبایلي سیمو ته ننه ایستل، وروسته یې په دې سیمو کې پراخ وحشت وکړ او اوس یې تر خپل کنټرول لاندې راولي. د افغانستان حکومت له بده مرغه د دې هر څه تماشه وکړه او داسې دریځ یې خپل نه کړ چې د افغانستان د خلکو د ارادې استازیتوب وکړلی شي. قبایل باید همداسې ازاد پاتې شي، هلته د مدنیت، پوهې او پرمختګ لپاره نورې لارې چارې هم شته، نه دا چې دغه کار یوازې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې راشي. د پاکستان دغه ډول ګامونه او د افغانستان دغه ډول پڅ دریځ زموږ لپاره د ډيورنډ لانجه نوره هم ستونزمنوي. له همدې امله په کار ده چې پر قبایلي سیمو د پاکستاني واکمنۍ د ټینګښت لپاره د هر ګام مخالفت وشي او دا مخالفت باید سخت او عملي وي.