د دوستم سناریو به بالاخره څنګه کېږي؟

له پرون راهیسې د دوستم د محاصرې اوازې خپرې شوې دي. د کابل ګارنیزیون او د پوځ سرتېري له وړمې شپې راهیسې دوستم د کور شاوخوا ځای پرځای شوي دي. د کابل په شېرپور سیمه کې د دوستم کور ته ډېرې غځېدلې لارې د خلکو او موټرو پرمخ تړل شوي او په سیمه کې د پولیسو سرتېري هم لیدل کېږي. یو شمېر ټانکونه هم دوستم د کور، د هغه د دفتر او لوړپوړو سلاکارانو د کورونو شاوخوا ولاړ دي. دا په داسې حال کې ده چې دوستم وړمه ورځ د خپلو باډیکاردانو او پوځي ګاډو په بدرګه خپل رسمي دفتر ته ستون شو. کابو دوه میاشتې کېږي چې د دوستم قضیه ښکته پورته کېږي، کله څارنوالۍ په دوستم پسې جلب صادروي او کله یې په باډیکاردانو پسې، خو تر اوسه نه دوستم څارنوالۍ ته حاضر شوی او نه هم د هغه باډیګاردان نیول شوي دي. دوستم چې پر قومي مشر او د جوزجان پر پخواني والي احمد ایشچي پر جنسي تېري او د هغه په ځورونې تورن دی، اوس باید وختي د عدالت مېز ته راکش شوی وای، خو قضیه تر اوسه ګونګه پاتې ده او خلک هم نور ناهیلي شوي دي. اوس خلک غواړي چې دا مسئله باید یو طرفه شي. یا دې دوستم ونیول شي او څارنوالۍ ته دې معرفي شي او یا دې حکومت په زغرده اعلان وکړي چې وس یې نه لري. که د دوستم د کور محاصره هم د حکومت د نورو کارونو په څېر یوازې یو سیاسي مانور وي، نو دا په خپل ځان ملنډې وهل دي او که حکومت رښتیا هم د عدالت د ټینګښت هوډ لري، نو دا سناریو نوره باید پای ته ورسېږي. څارنوالۍ خپلې څېړنې کړې دي او هر څه روښانه دي. دا چې دا قضیه د قانون د حاکمیت په برخه کې د دولت لپاره د ولس په وړاندې یوه لویه ازموینه ده، نو حکومت باید دا قضیه نوره و نه ځنډوي او ژر تر ژره دې اقدام وکړي. په دې اړه تر ټولو لویه وېره دا ده چې د جنګسالارانو په اړه سازش او نرمي کولای شي چې په افغانستان کې د معافیت کلتور نور هم پیاوړی کړي. دلته چې د دوستم د ګوښه او محاکمه کولو خبره مطرح کېږي، هدف دا دی چې په راتلونکي باید د دې ډول پېښو او جنایتونو مخنیوی وشي. که دوستم معاف شي، نو جنګسالاران به په راتلونکې کې له هر ډول وېرې او محدودیت پرته خپلو سرغړونو او تېریو ته دوام ورکوي.
اداره