
لومړی لږ سریزه ږدم راځې دا مقاله مې را سره ولولئ.
کله چې د طالبانو رژیم ونړیدا د امریکی په مشری یو زیات شمیر د ناټو په نوم غربی هیوادونه افغانستان ته راغلل، ښکاره یې نارې وهلی چې موږ د افغانستان د درد او مرض دوا راوړي ده، ژر به افغانستان له شته او روانو ستونزو څخه وژغورو. د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې افغانستان ته ډیمکراسی، بیان آزادی او آزاد بازار په نوم دری ډيرې بحثی او انګیزه ورکوونکې کلمی او مفهومونه راوړل شول، خو تر ډیره بریده افغانان ددی یوي کلمې او څه د استعمال په مفهوم نه پوهیدل.
عام اولس به فکر کولو چې نور افغانستان د پرمختګ په لور روان دي جنګونه به نه کیږي او سیاسی مشرانو ته به الله غیبی هدایت وکړي، خو د افغانانو دي خوب زیات دوام ونه کړ، جهادی قومندان، ټوپکسالاران هم یو د بل په غوږو کې پسیدل، د جهاد امتیاز یې له امریکی او افغان حکومت څخه غوښتلو، د جهادي او جنګې ټوپکیان به هغه سره کیناستل د کومو چې ګټې، موخې او منبع یوه وه یا هم ویلې شو هغه به سره کیناستل د کومو چې بڼې سره برابرې وي. دوی د هر غربی هیواد نازولې وو خو په ځانګړي ډول د امریکی زیات، ولسمشر حامدکرزی هم د یادو څیرو تر زیات تاثیر لاندې راغلی وو، د افغانستان د آرامۍ، سیاسې قدرت ساتلو په اړه به یې له همدوی سره مشورې کولې، پداسی حال کې چې د خلکو زیات نه خوښیدل ځکه دوی د روس له وتلو وروسته کابل ونړولو، خلک یې مړه کړل او زیات عام خلک به یې لوټل.
دا چې حامدکرزی د دوی تود هرکلی کولو پدې اړه دوه نظر دي : اول: حامدکرزی غوښتل چې امریکایان د همدې قومندانو په واسطه کله ناکله وننګوي. دوهم: تر حامدکرزی جنګی ټوپکیان ناټو او په ځانګړي ډول امریکی هیواد ته نیژدي وو. خو لوی حقیقت دا دي چې خپله حامدکرزی هم د ښې حکومتولی او نویو سیستمونو باندې زیات باورې نه وو او یو ډول د ملکۍ او خانې چلند یې کولو، پر حامدکرزی تنده نیوکه له اداری فساد سره قوي هوډ نه لرل وو، هغه به په ځینو مطبوعاتی ناستو کې هم د حکومت په مفسدو چارواکو غږ کولو چې فساد وکړي خو پیسئ له هیواد څخه د باندې مه وباسې، او په حکومت کې له اداری فساد څخه خبر وو. حامدکرزی په حکومت کې دننه ځینی موازی اداری رامنځ ته کړي چې په ځانګړې ډول یې د عدلیی او قضایې برخې کړنې تر سختو شکونو او نیوکو لاندې راوستې. او بدبختانه چې د حامد کرزی په دوره کې اداری فساد هم بنسټيز هم سیستماتیک شو. چې کابو کول یې آسان کار نه وو. خو افغانستان په ځینو برخو کې پرمختګ کړي وو، له هر وزیر او حکومتی چارواکې سره د خپلې اداری په شاو خوا کې د کړنو پوره صلاحیت وو چې دا د حکومتولی ښه لار وه دا چې چارواکو کار نه کولو ځکه د هغه وخت اکثرا چارواکې هم لکه د نن مفسد وو.
کله چې په کال ۲۰۱۴ د سپټمبر میاشتې په ۱۴ نیټه حامدکرزی تر یو لړ زیاتو جنجالونو وروسته د افغانستان د حکومت اداره د ملی وحدت رامنځ ته شوي ولسمشر ډاکټر اشرف غنی ته سپارله د افغانستان په کورنې سیاست کې یوه لویه او تاریخی لاسته راوړنه وه، ځکه خپله حامدکرزی ولسمشر اشرف غنی د خپل کار دفتر ته یوړ هغه یې د ولسمشرۍ په چوکۍ کینولو او د توفیق لاسونه یې ورته لپه کړل.
ولسمشر اشرف غنی په دوه لویو امتحانونو کې راګیر شو لومړي دا چې له اداری فساد سره به څنګه مبارزه وکړي؟ دوهم دا چې له امریکی سره د امنیتی تړون تر لاسلیک وروسته به ممکن امنیت په هیواد کې راشې او کنه؟
خو ولسمشر اشرف غنی ته تر امنیتی تړون لوی امتحان له اداری فساد سره مبارزه وه، بل دا چې ولسمشر اشرف غنی له عبدالله عبدالله سره سیاسی قدرت ویشلې وو پدې اړه هم د خلکو زیاتې اندیښنې وي، ځکه ولسمشر له امریکی څخه راغلی وو، په کوم سیاسی ګوند پورې یې تړاو نه لرلو او نه یې هم په کورنیو جګړو کې ګډون کړي دي خو عبدالله عبدالله د جمعیت ګوند یو فعال غړۍ وو له روس سره په جهاد کې د ګډون ترڅنګ یې په کورنیو جنګونو کې هم فعال رول لرلۍ وو.
ولسمشر اشرف غنی به چې کله ټاکنیز کمپاین کولو په غوڅ ډول به یې خبری کولې هغه به مفسدینو ته هر وخت سخته ګوت څنډنه کوله. تر زیاته هم ځینی مفسدین ورخطا وو هغوی چې بی حسابه پیسئ یې ټولې کړي وي او د حساب ورکولو توان یې نه لرلو سخت انديښمن وو، خو کله چې ولسمشر اشرف غنی ارګ ته ولاړ د ځینو کړیو منځ کې راګیر شو له اولس سره وعدې یواځې تر شعاره پاتې شوي له عبدالله عبدالله سره یې د سیاسی ویش پر سر نانندریو هم زور واخیست او تر نن پورې د ملی وحدت حکومت د پوره کابینی او ټاکل شوو والیانو خاوند نشو. په هره اداره کې دوامداره سرپرستې رامنځ ته شوه چې د اداری فساد لوی عامل شو، د عدلی او قضایی په نوم مرکز هم رامنځ ته شو چې ګواکي لویی دوسیی به وڅیړل شې هغه هم ونشو، د تداروکاتو په نوم هم کمیټه رامنځ ته شوه د بلا پيسو د خوندیتوب دعوي کوي د دفاع او کورنیو چارو وزارت د تیلو او نورو تدروکاتې پروسی له پوره روڼتیاء څخه خبرې کوي خو هر څه هسی حقیقت نشو کوم چې وعده شوي وو. چې دي او ورته حکومتې کړنو د اولس باور پر حکومت له منځه یوړلو. هیڅ یو وزیر حاضر نه دی چې اولس ته حساب ورکړي ولسمشر خو تر اوسه هیڅ دا کار نه دی کړي، ولسمشر هم د خپلی ارادی خلاف یو زیات شمیر موازی اداری رامنځ ته کړي هغه بی ګټي وزارتونه هم رامنځ ته کړل چې دا له اداری فساد سره د مبارزې رنګ نه لری بلکی د سیاسی معاملو بوی ترینه راځې. ولسمشر ځینی حکومتی ارزښتونه او اداری د ځینی اشخاصو قربانې کړي چې ددی پایلی به په راتلوونکې کې سختې خرابی او بوګنونکې وي.
نړیوال هم د ملی وحدت حکومت کې له ژور اداری فساد څخه شکایت کوي، په کابل کې د اورپایی اتحادیی سفیر په یوه مطبوعاتی ناسته کې وویل: د کورنیو چارو وزارت نظامی رتبی ستاسو په جیبی بکس پورې تړاو لری که مو پیسی لرلې نو حتمی رتبی اخلی او که مو نه لرلی لیاقت او مسلک ته د څوک نه ګوري، خو ولسمشر یا په ټوله کې حکومت ددی ټولو نیوکو په اړه خاموش پاتې شوي دي.
اداری فساد هغه شومه او ناوړه پدیده ده چې په افغانستان کې اقتصادي پياوړتیاء، امنیت، د سولی پروسه، بی کاری، روغتیاء، ښوونه او داسی نور عامه خدمتونه ننګوي که یې حکومت په کابو کولو کې جدې مبارزه ونه کړی هیڅکله به هم موږ د پياوړي افغانستان اوسیدونکې نشو.
حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غنی او ډاکټر عبدالله عبدالله ښه پوهیږې چې د اداری فساد سره مبارزه له کومه ځایه پیل او څنګه مخکی ولاړه شې خو که چیری د دوی په ارادو کې کم تر کمه مالګه راپیدا شې، په یوه رسمی نسته کې د ولسمشر یو سلاکار داسی وویل: په افغانستان کې د اداری فساد ځینی دوسیی جدي دي حتمی دومره خطرناکه دي چې زه یې له ځان سره نوم نشم اخیستی، اندیښنه می دا ده چې له اداری فساد سره مبارزه د حکومت له لومړیتوبونو څخه وتلی ده.
ولسمشر باید خپله سیاسی اراده د حکومت له آدرس څخه را پورته کړي نه د فرد په توګه، زیات شمیری حکومتی چارواکې لوړ معاشونه، بلا امتیازونه اخلی خو هیڅ د کړنو مثبت تاثیر یې نه دي معلوم، حکومتی چارواکې د پارلمان له وکیلانو سره د وزیرانو په ننګولو او تهدید کې لاس لري او بیدون له شکه چې د پارلمان وکیلان هم د لوی اداری فساد سبب شوی دي.
ولسمشر او حکومت باید قانون په یو ډول عملی کړي، د مکافاتو او مجازاتو قوی شفاف سیستم رامنځ ته کړي، قوی اراده رامنځ ته شې، د عدالت پلۍ کولو ته لار هواره کړي، د حکومت په لوړو چوکیو کې مسلک، پوهې، ځیرکتیاء او تجربی ته لومړتوب ورکړي، په همدې هیله...
لیکونکې: ذبیح الله وردک