د ډونالډ ټرمپ افغان ستراتژۍ او مونږ!

ویل کیږي د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په هکله په څو راتلونکو اونیو کې خپله ستراتژي اعلانوي. مونږ د ډونالډ ټرمپ د ستراتژۍ په هکله څه مالومات نلرو او نه یې په دې هکله تر اوسه لوڅې خبرې کړي.
له دې، چې د امریکې متحد آیالات (که مونږ غوښتي وي او که نه) زمونږ په هیواد خپل مثبت او یا منفي اثر لرلای شي او له دې حقیقته تیښته هم د مسئلې حل نه ده. جمهوری غوښتونکی ګوند له دوه دورو وروسته دادی بیا د امریکې سرنوشت په خپل لاس کې نیولی، چې په نړۍ او نړیوالو هم خپل اثر پریږدي.
افغانستان له درې نیمو لسیزو راپه دیخوا د لویو هیوادو او د هغې له جملې د امریکې لپاره په یوه بارز ټکي یا فلش پوانټ بدل شوی او دغه تبارز هم نه خیالي دی او نه ناپیژانده. ډیر ځله دا مونږ افغانان یو، چې د خپل هیواد په ارزونه کې پاته راغلي یو. زمونږ جیو پولټیک او جیو ستراتژیک موقعیت او زمونږ لاس نه وهل شوې طبیعې زیرمې ددې سبب شوي، چې افغان هیواد ګاوڼډیو، سیمې او نړۍ لپاره د لیدلو او تبارز یو ټکی وي. مونږ همدا اوس د نړۍ په داسې سیمه کې اوسو، چې شا او خوا مو د روسیې، ایران، پاکستان، چین او هندوستان په شان اتومي هیوادونه شتون لري او مونږ ددې هیوادو د وصل او تړلو د نقطې حیثیېت لرو.
که له یوې خوا دغه طلایې موقعیت زمونږ لپاره د سوکالۍ زیري راکوي خو له بلې خوا مو د رقابت او مخامختوب په ډګر هم بدلولای شي. دا زمونږ افغانانو په پوهه او هوښیاري پورې مربوطیږي، چې مونږ دغه موقعیت ته په کومه سترګه ګورو او دغه مسئله څنګه مدیریت کوو؟
کله، چې په شپیتمو کلونو کې امریکې له کابله تر کندهاره او بیا تر سپین بولدکه سرک ډمبر کړ، روسانو تورغوڼډۍ له کندهار سره وصل کړه او د هندوکش زړه یې د سالنګ تونل په ویستو سوری کړ. له همغه وخته افغانستان، د هغه موقعیت، د هغه زیرمې او د هغه تاریخي حیثیت د لویو قدرتونو لپاره خپل اهمیت درلود. زما د امیر عبدالرحمان خان هغه وصیت هیڅ نه هیریږي، چې خپل زوی او ځایناستي ته یې د لویو ملکونو سره د دښمنۍ او دوستۍ د اڼډول په ساتنه کې کړی وه. د هغه دا وصیت نن هم بیا مونږ او زمونږ راتلونکو ته یو طلایي وصیت دی.
امریکا دلته له یوې نیمې لسیزي بې مهرۍ وروسته د د سپټمبر د یولسمې پیښې په تمسک بیا خپل حضور پیدا کړ خو دا حضور دا ځل د ټانکونو او پوځي طیارو او بېشماره ډالرو په ملتیا وه. امنیت شورا او (بن) لاس سره یو کړ او دلته د موقت حکومت چارواکي او نړیوال پوځونه د تروریزم د ځپلو په نامه حاضر شول. ددې خبرې تفصیل ته نوره اړتیا نشته، ځکه ژوندي نسل دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي.
امریکا د ټولو بهرنیو ځواکونو او بسپنه ورکوونکو په سر کې په افغانستان کې مطرح وه او ده او هم یې وکولای شول د خپلو غربي حریفانو موقعیت په یوه ډول په افغانستان کې ضعیف کړي. دا چاره تر دې را ورسیده، چې له انګلستان پرته نور هیوادونه ورو ورو څڼډې ته شول یا څڼډې ته کړای شول. لوبې، چې پیل شي بیا یو څو ټیمونه سیمي فاینل ته ځي خو یوازې دوه ټیمه بیا فاینل ته پاته کیږي. دلته هم لوبه نوره فاینل ته ور نږدې ده او دا ځل هم پخواني رقیبان امریکه او روسیه د خپلو پوځي، استخباراتي او نیابتي جګړو پایلوبه زمونږ په هیواد او زمونږ په خاوره کې پر مخ بیایي.
د امریکا نوې اداره د دوی د اسلافو په شان دې لوبې ته د تیاریو په درشل کې ښایي په څو اونیو کې خپله (افغان پالیسي) اعلان کړي، خو دا ځل لکه څنګه، چې نړیوال دې ټکي ته ګوته نیسي د لوبې اصلي مدیر(ډونالډ ټرمپ) تر پخوانیو لږ متفاوت بریښي. د ټرامپ ځینې ډراماټیکو کړنو ډیر ښنونکي د سر په خوږ اخته کړي او زمونږ یو مورخ خو لا وایي:
((مشران دې خدای نه لیوني کوي، د لیونیو د کړو وړو اټکل د پیاوړو اروا پوهانو له توانه هم وتلی کار دی .))
ټرمپ اخته دی د خپل هیواد افغان پالیسي جوړوي، خو مونږ دلته په څه اخته یو؟ مونږ یوازې پیښې تعقیبوو او هغو پسې روان یو، څوک مو د کودتا له لارې د واک د تر لاسه کولو خوبونه ویني اوځینې د موقت حکومت د جوړیدو. کله د بمونو په مور مو یو بل له ګریوانه سره نیولي وي او کله د دښمن په تعریفولو. دلته داسې ماحول، داسې آند، داسې تکل، داسې هوډ او داسې فکر پیدا نه شو، چې ښایي دا هر څه زمونږ د مصروف ساتلو لپاره وي، چې همداسې هم ده.
دلته د بهرنیانو بې وخته تګ او راتګ، د مزار خونړۍ غمیزه، د مور د بم کارونه، د کرزي د څرګندونو پر سر ناندرۍ، د ضیآ مسعود لرې کول او ځینې نور مسایل د هیوادوالو د اذهانو د مصروفولو لپاره د لوی پلان یوه برخه ده تر څو د امریکې افغان ستراتژي کې د افغانانو نظریات په پام کې و نه نیول شي.
د ټرمپ پیژندنه او د هغه د پالیسیو په هکله وړاندوېنه کوم اسان کار نه دی، د هغه په هکله د نړۍ لوی لوی مبصرین له وړاندوینې ویریږي.
د افغانستان په هکله د ټرمپ د پنځو وروستیو کلو څرګندونو ته که ښه ځیر شو له هغه څخه څرګندیږي، چې هغه لا افغانستان سم نه پیژني او نه هم هغه ته چا د افغانستان د پیژندلو کوشش کړی.
هغه یو وخت وېېلي، چې د پاکستان د اټومي وسلو لپاره زمونږ شتون په افغانستان کې ضروري ده، کله یې وېېلي، چې راځئ له افغانستانه راووځو، زمونږ قواوې د هغو په لاس وژل کیږي، چې مونږ درس ورکوو.
هغه یو ځل په ۲۰۱۵ کال کې وېېلي:
((آیا امریکا باید ۲۰۰ کاله په افغانستان کې پاته شي؟ څه تیریږي؟ مونږ په خپله لاسوهنه په افغانستان کې لویه تیروتنه کړې، مونږ داسې خلک لرل، چې ادعا یې کوله متفکران دي... .))
توماس روتیک او کیت کلارک هغه دوه امریکایي ښنونکي دي، چې د امریکې او افغانستان په چارو کې یې ډیر کار کړی. هغوی وایي: ولسمشر او کاري تیم یې په بهرني سیاست کې تجربه نه لري او د هغوی حافظه او مالومات د افغانستان په هکله ډیر پریشانوونکي دي.
ساموئیل رحماني یو بل څیړونکی وایي:
د ټرامپ تاکید پر دې دی، چې په افغانستان کې له ملت جوړونې او حکومت جوړونې تیر شي او هلته پوځیان قریب الوقوع امنیتي پیښو ته متمرکز وي. خصوصا ټرامپ په دې باور دی، چې په افغانستان کې د امریکې پوځي حضور او شتون د پاکستان د اټومي وسلو د کنټرول او ساتنې ښه وسیله ده.
خو بیا هم ټرامپ مجبور دی، چې په افغان پالیسۍ کې په جان بولټن، روډي جلیاني، زلمي خلیلزاد، جنرال مک کرسټال او سټیفن هډلي ډیره تکیه وکړي.
له پورته یادو خبرو دا جوتیږي، چې د امریکا نوې اداره د افغانستان په هکله د معلوماتو له نشت سره مخامخ ده، چې باید زمونږ چارواکي دغه تشه ډکه کړي.
هغه چارې، چې افغان مشران یې د مشورې په توګه او د خپل رسالت له مخې باید د امریکې له نوي حکومت سره وکړي دا دي:
۱ – امریکې ته دې دا باور ورکړي، چې د غیر قانوني ادارو شتون، چې په یو ډول د امریکې پخواني مشران په کې ښکیل وه په افغانستان کې د ثبات پر ځای یو ماتیدونکی حالت را منځته کړی.
۲ – امریکې ته باور ورکول، چې د دوی شتون په اقتصادي ډګر کې د هغه قیمت څو چنده دی کوم، چې د مرستې په نامه مونږ ته راکول کیږي.
۳ – امریکې ته دا باور ورکول، چې د تروریزم سیمه اېزې اډې د افغانستان پر ځای له ډیورڼډ لاینه پورې غاړه دي .
۴ – امریکې ته دا باور ورکول، چې د استعمار څخه را پاته لانجې دا سیمه هیڅکله د ثبات په خوا نه شي بیولای او د استعمار څخه را پاته لانجې باید د نړیوالو قوانینو په اډانه کې حل شي.
۵ – امریکا باید په دې وپوهول شي، چې زمونږ خاوره باید د هیچا پر ضد و نه کارول شي.
۶ – په افغان دود او تاریخ د امریکې دوامداره پوهول زمونږ ډیری لانجې که پوره نه شي حلولای نو را کمولای خو یې شي.
۷ – امریکا پر دې خبره پوهول، چې د امریکې د حکومت، چارواکو او استخباراتي کړیو مستقیم تماسونه له اشخاصو او ډلو سره نه د افغانستان په خیر دي او نه د سیمې د ثبات په خیر.
۸ – د امریکې نوې اداره دې چارې ته هڅول، چې د فقر خاتمه دلته د کړکیچ د خاتمې مانا ورکوي او د همدې هدف لپاره باید بنسټیزې پروژې د کار لاندې ونیول شي.