
د دفاع وزارت پر چارواکو له سختو او پرله پسې نیوکو وروسته، دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا وکړه. پرون یې استعفا هم ومنل شوه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل شول. ویل کیږي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ګومارل شوي دي. روښانه نه ده چې همدا کسان به د وزیر او رسمي لوی درستیز په توګه ګومارل کیږي او که به دا دنده د لنډ مهال لپاره ور سپارل شوي وي.
دا یو ګام دی، یوه ښه ګام، ځکه چې دغو کسانو رښتیا هم د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ توان نه درلود. دوی کمزوري وو او د دوی د کمزورۍ له امله نه یوازې وسله وال مخالفین پیاوړي شوي وو، بلکې زموږ امنیتي ځواکونه هم کمزوري شوي وو. دا روښانه ده چې زموږ د امنیتي ځواکونو د زیاتې مرګې ژوبلې یو ستر لامل په دفاع وزارت کې ناسمه رهبري او فساد دی. له همدې لامله د دوی څنګ ته کېدل یو ګام دی، خو هغه وخت به ورته پرمختګ وویلی شو چې پر ځای یې وړ او مسلکي کسان وګومارل شي.
هغوی چې په خپله دنده کې پاتې راځي، باید استعفا ورکړي، خو د افغانستان ستونزه هېڅکله په دې چاره نه شي حل کېدلی. په افغانستان کې د وحشتونو، وژنو او جګړې د مخنیوي لپاره یو بنسټېز بدلون ته اړتیا شته. له بده مرغه اوس نه زموږ د جګړې ډول داسې دی چې وسله وال مات یا کمزوري کړي او نه مو هم د سولې کومه اغېزمنه لاره نېولې ده. له همدې لامله نه په سوله کې کوم پرمختګ شته او نه په جګړه کې مخالفین کمزوري کیږي. ددغه ډول حالت پایله په طبیعي ډول د وحشت، جنایت، وژنو، جګړو او نا امنیو زیاتوالی دی. که موږ غواړو چې ددغه حالت مخه ونیسو، نو یا باید د سولې اغېزمنه لاره ونیسو او یا هم د جګړې په ډول کې بدلون راولو.
د جګړې په برخه کې زموږ اصلي ستونزه ده چې بهرنیان راسره رښتیني نه دي. که دوی رښتیا جګړه ګټل غواړي، نو په کلو او بانډو کې د جګړې پر ځای دې د مخالفینو اصلي مرکزونو ته پام وکړي او پر هغو ځایونو دې تمرکز وکړي چې د جګړې له کمزوري کولو سره مرسته کوي. له بله اړخه دا ښکاره ده چې وسله والو مخالفین نه ماتیږي او یو مخ له منځه نه شي وړل کېدای، نو پکار ده چې د سولې پر اغېزمنو لارو کار وشي. د سولې په چاره کې هم زموږ اصلي ستونزه دا ده چې د دولت بهرني ملاتړي رښتینې مرسته نه کوي. که دوی پر پاکستان او نورو اړوندو لورو پوره فشار راوړي، موږ به د سولې په برخه کې مهم پرمختګونه ووینو. دغه راز د طالبانو یوه غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي. که امریکا رښتیا په افغان کې سوله او امن غواړي، نو پر دې چاره دې له طالبانو سره خبرې وکړي او که په دې سره جګړه ختمیږي، نو ښه ده چې دوی ووځي.