اصلي ستونزه څه ده؟

ملي ماتم دی، خلک په غم کې دي او د افغانستان دښمنان خوشالۍ کوي. موږ یو پر بل پړه اچوو، څوک زموږ امنیتي مسوولین کمزوري ګڼي، څوک طالب او داعش وحشي ګڼي او څوک پاکستان، ایران او روسیه ګرموي. رښتیا ستونزه همدغه ده چې موږ یې یادوو او که بله ده؟
پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار وکړ چې اصلي ستونزه لا هم له امریکا سره ده. لا هم د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده. نوموړي پر ټینګار وکړ چې له امریکا سره له حساب پرته زموږ ستونزه نه حل کیږي. پخواني ولسمشر ۱۴ کاله واکمني کړې، له امریکایانو سره یې له نږدې کار کړی، تر بل هر افغان امریکایان ښه پېژني، دوست یې و او له امریکا سره یې اوږده ملګري وه. اوس هغه وايي چې زموږ د ستونزو اصلي رېښه امریکا ده. حامد کرزی سم وايي، سم فکر او تعقل هم همدا روښانه کوي چې زموږ اصلي ستونزه له امریکا سره ده. موږ د امنیتي مسوولیتونو کمزورتیا او دې ته ورته نور مسایل ټول فرعی او کوچني لاملونه دي. اصلي ستونزه بل ځای دی. دلته که داعش برید کوي، که طالب برید کوي، که پاکستاني استخبارات او که بل څوک، واضح ده چې ددغه ډول بریدونو زمینه هغه جګړې برابره کړې چې د امریکايي ګټو لپاره روانه ده. له طالب سره د امریکا دښمني عجیبه ده او کله کله خو خپله امریکایان وايي چې طالب یې دښمن نه دی. داعش خو هسې هم د امریکا پروژه ګڼل کیږي.
موږ خپله دا خبره بیا تکراروو چې امریکا یا خو د هر وحشت تر شا ده او یا فکر کوي چې په دغو وحشتونو کې یې ګټه ده، نو ځکه سم غبرګون نه ښيي. که امریکا رښتیا دغه وحشت ونه غواړي او په دې وحشت کې یې ګټه نه وي، نو طالب او داعش کله هم دغه ډول بریدونه نه شي کولی. پاکستاني استخبارات به هېڅکله هم د امریکا له خوښې او اجازې پرته دغه ډول وحشتونه ونه کړي چې اوس هره ورځ په افغانستان کې کیږي. روښانه معلومیږي چې پاکستان او امریکا ګډ اهداف لري او موږ د دوی د اهدافو په اور کې سوځو. په افغانستان کې په روان وحشت کې امریکا هم خپلې ګټې ویني او پاکستان هم. البته پاکستان د یوه کرايي قاتل او وژونکي قراردادي رول لري چې د امریکا په غوښتنه وحشت کوي.
اوس که موږ طالب غندو، که داعش غندو، که پر خپلو امنیتي مسوولینو نیوکې کوو، که فکر کوو چې په حکومت کې ځینو کسانو له طالب سره مرسته کړې، دا ښايي ټول لاملونه وي، خو هېڅکله اصلي لامل نه دی. داعش وحشي دي او له وحشت پرته بل څه نه پېژني. طالب موږ بیا بیا وژني. امنیتي مسوولین مو په ولاړو ویده وي، فاسد دي او د سرتېرو د بوټو او ډوډۍ پیسې غلا کوي. په امنیتي ادارو کې همغږي نشته، روحیه کمزوري ده او ګڼې نورې ستونزې شته. خو دا ټول بیا هم په افغانستان کې د وحشت واړه او فرعي لاملونه دي. پر همدې بنسټ تر هغو چې د اصلي لاملونو پر ځای پر فرعي او وړو لاملونو تمرکز کوو، ستونزه نه حل کیږي.