د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش غړو له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته په مزار- شريف ښار کې په افغان ځواکونه خونړی برید وشو.په دې برید کې ۱۶۰ سرتیري ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.
په افغان ځواکونو له دې ناځوانه برید وروسته ډیرې انديښنې او پوښتنې پیدا کیږي:
آيا طالبان او داعش ډله یو ځای شوي دي؟
آيا دا برید په اچین کې د وژل شویو داعشیانو غچ اخېستنه ده؟
امریکا ولې ناڅاپي داعشیان په نښه کړل؟
له بده مرغه، په افغانستان کې روانې ناخوالې د هغو ویډیو لوبو په څېر دي؛ چېرته چې اصلي لوبغاړي ريموټ په لاس په کوچ ناست وي کله یوه او کله به ډله غوره کړي یو بل پرې و وژني، دوی ورته خاندي او خوند ترې اخلي، له خوښۍ په شور او ولولو راشي او په پای کې همدوی ګټونکي شي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د لوی غیر اټومي بم کارونې، ډول - ډول غبرګونونه راوپارول.
ډېرو یې ستاینه وکړه، او ډېرو نورو دا برید په کلکه وغندلو.
که چيرته د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره چینايي يا پاکستاني بمونه هم وکارول شي، نو د تقدیر وړ به وي دلته د دې بمونو څرنګوالی اړین نه دی، خو زما په نظر امریکا خپل دا قیمتي بم د نورو شومو موخو لپاره کارولی دی.
یوه مهمه موخه یې د طالبانو او داعش ډلو د پېوستون زمینه سازي ده.ښکاره ده، طالبان افغان سرتیري وژني،په هیواد کې د بهرنیانو له شتون سره مخالفت لري او افغان حکومت نه مني.
اخوا، کله چې د امریکا لخوا داعش په نښه کیږي او دغې سخت دریځې ترهګرې ډلې ته درنه مرګ - ژوبله اوړي، افغان حکومت او ملاتړ کوونکي یې په مستقیم ډول د دې ډلۍ لومړی درجه دښمنان ګرځي؛ او همدلته د دواړو ترهګرو ډلو د یو ځای کېدو دلیل پیدا کیږي.
ویل کیږي چې د طالبانو ډیرې او اصلي غړي سني مسلمانان دي او داعش ډله هم په افغانستان کې د شعیه وګړو په ځورونې او وژنې تورنه ده.دلته هم د دوی ترمنځ ورته والې پیدا کیږي او د فرقه حساسیتونو او مخالفتونو زمینه سازۍ لپاره هم لار برابریږي.
که څه هم ویل کیږي چې د داعش ډېرې غړي پخواني طالبان دي او د دوی تر منځ کوم ځانګړی توپير نشته یوازې شعار، بیرغ او د ډلې نوم بدل شوی، خو بیا هم په ځينو سیمو کې د دوی ترمنځ د نښتو رېپوټونه ورکړل شوي دي، او د ځينو لخوا یوه ډله ډېره او بله لږه ترهګره هم بلل شوې ده.خو تېروتنه دې نه وي، ترهګر، ترهګر وي او ترمنځ یې ښه او بد نشته.
د دغو ترهګرو ډلو د ګټو او زیانونو، د دښمن او لوري له بالکل یووالي وروسته زما په فکر دوی هم د بشپړ پیوستون په حال کې دي .
نو دا چې: په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د غړو د وژل کېدو غچ به طالبانو په افغان ځواکونو له وروستي برید سره اخیستې وي؛ کومه بې ځایه ادعا به نه وي.
له طالبانو سره د روسیې او ایران د پټو او ښکاره لیدنو او احتمالي مرستو، د روسیې لخوا د داعش د ماتولو او د دې ډلې د له منځه وړلو په برخه کې د طالبانو د کارونې هڅو امریکا څه نا څه اندېښمنه کړې وه.
او اوس يې د دې ډلو په یو ځای کولو سره ځان له دې تشويشونو هم خلاص کړ.
امریکا په خپلې لوبې ډېره ښه پوهیږي،ترهګرې ډلې څنګه پیاوړې کړي، د جګړې ډګر څنګه تود وساتي، دوی تر ښارونو او مهمو ولسوالیو څنګه ورسوي، او له بل پلوه افغان ځواکونه په جګړه کې څنګه دخاشاکو په څېر وکاروي؟څنګه ناتوانه حکومتونه رامنځته کړي.....؟ له وړاندې جوړ شوي دا پلانونه؛ ګام پر ګام پلي کوي.
تاسې په جریان کې یی چې: امریکا په افغانستان کې په لوی لاس د ګډوډو، له ستونزو شخړو او مخالفیتونو ډکو حکومتونو په رامنځته کولو سره د ناخوالو لړۍ جاري ساتي، هغه حکومتونه چې پرون یې طالبان وروڼه او د افغانستان بچيان ګڼل، چېرته چې نن یو له طالبانو سره د سولۍ بل د جګړو خبرې کوي، چېرته چې اوس هم ځيني د کورنیو جګړو او وینو بهولو ګواښونه کوي هلته به د هیواد د امنیت لپاره د میکانیزم د جوړولو او پلي کولو او د دښمن پيژندلو موقع وي؟.
له فساد شخړو او ناتوانیو ډکوحکومتونو هم طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کړل؛ پر ځای د دې چې دا ډله ضعیفه او له منځه ولاړه شي،کال په کال پرمختګ کوي او اوسمهال د دې ډلې د ځواکمنېدو لپاره له بلې وحشي ډلې سره د نږدې کېدو شرایط مساعدیږي.
همدارنګه افغان ځواکونو ته هم په لازمه توګه روزنه ورنه کړل شوه، په داسې حال کې چې هره ورځ ډېر شمېر سرتیري وژل کیږي، ځيني دندې پریږدي او ځينې نور ټپي کیږي خو د نویو سرتیرو د جذب لپاره مناسبې تګلارې نه کارول کیږي.
د افغانانو له غیرت او پیاوړتیا اغیزمنو لویديځوالو په خپلو منځونو کې د افغانانو په اچولو سره د تاوتریخوالو دا بهیر همیشنۍ کړ.یو د سرتیري بل د مخالف په نوم روزي،یو د تاجیک او بل د پښتنو ټیکه دار کړي،هزاره من، او ازبیک دوه نیم منه کړي، د وېش قوم،ژبې، اقلیت او اکثریت په نوم تفرقې اچوي.
او په دې غربي هيپوکراسۍ، د اسلام ټاپه ولګېده د جنت او حورو په آرمان ړانده مسلمانان په جوماتونو کې په سجدو پراته مسلمانان په بې رحمې وژني.
روژه، اختر، جومات او جمعه مو مالومه نه ده، زمونږ هره ورځ په وينو ککړه وي.
ډېر مړه شي، ډېر ستړي شي، نوم د مذهب، ږیرې، لونګۍ، قوم او هیواد بد شي؛ خو په څوکیو ناست د دې ټولو ناخوالو اصلي لوبغاړي مرسته کوونکي، ښه کسان او سوله غوښتونکي شي.
د هیواد روانو ناورینونو ته په کتلو سره په دې نه پوهیږم چې زمونږ د سولۍ، امن او ارامۍ ارمان به کله هم پوره شي او که نه؟
وروستي