
چارواکو ومنله، چې په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو په برید کې ۱۳۸ پوځیان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي. طالبان بیا ادعا کوي چې ۵۰۰ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دا له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته لومړی ځل دی چې د طالبانو په یوه برید کې دومره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي. حکومت ملي ماتم اعلان کړی، ولسمشر بلخ ته ورغلی و او هلته یې له چارواکو او ټپیانو سره کتلي دي. دفاع وزارت او نور چارواکو بیا د پلټنو خبره کوي او وايي چې هغوی ته په سزا ورکړل شي چې عفلت یې کړی دی.
برید ټول افغان ولس ته ټکان ورکړی دی او پوښتنه کوي چې وسله وال طالبان څنګه په داسې یو خونړي برید بریالي شول؟ څنګه زموږ مهم نظامي مرکزونه دومره کمزوري دي چې دومره ډېر وسله وال ور ننوځي او هلته دغه ډول ټولوژنه کوي؟ په دې اړه به څوک ځواب وايي؟
دښمن بد دی، ترهګر دی، وحشي دی او هر ډول کار کولی شي. دا هغه خبرې نه دي چې خلک یې له چارواکو اورېدل غواړي. خلک د طالبانو او نورو مخالفینو په اړه خپل قضاوت لري، خو چارواکي باید اصلي پوښتنو ته ځواب ووايي. دا پوځیان انسانان وو، مسلمانان وو، افغانان وو، هره یوه کورنۍ درلوده، پلار، مور، وروڼه او ګڼو به یې مېرمنې او اولادونه هم درلودل. ولې کمزورو، خوب وړو او بې کفایته چارواکو له امله قرباني شول؟ نور څېړنې او کمېسیونونه ګټه نه کوي. د سردار محمد داوودخان پر روغتون له برید وروسته هم کمېسیون وټاکل شو او د څېړنې خبر ورکړل شو، خو پایله یې هېڅ ده. دا ډول کارونه بې معنی او د خلکو په سترګو کې د خاورو شېندل دي. حکومت دې نور د خلکو په سترګو کې خاورې نه شیندې، بلکې اصلي پوښتنو ته دې ځواب ووايي. د قربانیانو کورنۍ او افغان ولس به له دوی وپوښتي چې څنګه یې د ناسمې ادارې او رهبرۍ له امله زموږ پوځیان له دغه وحشت سره مخ کړل.
د ملي وحدت حکومت نه د جګړې دی، نه د سولې او سیاست. له همدې امله موږ ورځ تر بلې له بدختۍ سره مخ یو. دوی نه د سولې په برخه کې کوم پرمختګ وکړ او نه یې هم د جګړې لپاره سمه تګلاره غوره کړه. له همدې امله مخالفین پیاوړي کیږي، خونړي بریدونه کوي او لا زیاتې سیمې لاندې کوي. د مسئلې بل اړخ له امریکا سره زموږ اړیکې دي. د ملي وحدت حکومت له امریکا سره د خپل کار په لومړیو کې امنیتي تړون لاسلیک کړ، خو دغه تړون موږ ته څه راکړل؟ له همدې امله باید نور له امریکا سره روښانه خبرې وشي. امریکا دې یا په جګړه کې له موږ سره مرسته وکړي او پر پاکستان دې فشار راوړي او یا دې هم د سولې په برخه کې مرسته وکړي. له دې پرته زموږ او امریکا اړیکې نه یوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې موږ په ددغه ډول وحشتونو او جنایتونو شاهدان وو. دا وحشت او جنایت باید نور ختم شي او دا چاره له امریکا سره په روښانه او پرېکنده چلند حل کېدلی شي.