دډاکټر اشرف غني بهرني سياست تر حامد کرزي ښه دی:

دنړۍ والی ټولني په مرسته چي دطالبانو حکومت ړنګ دبن دپريکړو پراساس ښاغلي حامد کرزي دافغانستان ولسمشر سو او موقته اداره رامينځته سول په دي وخت کي افغانستان دامريکا او متحدينو او دنړۍ دډیرو هيوادونو دپام وړ وګرځيد،ښاغلي کرزي په داسي يو حالت کي دهيواد واکي په لاس کي واخيستلی چي ډیري هغه کسان يې پر يوه سترخوان را ټول کړل چي چاه فکر هم نسو کولاي چي دا خلګ دي يوځاي سره کښيني داخبره صحيح ده چي دا ټول پلان دبهرنيانو وه خو دحامد کرزي رول هم دهیرولو نه دی.
خو ددې سره سره ولس يوه ګيله هم لري چي ښاغلي کرزي تر ډیره پر ټوپک سالارانو تکيه وکړل او داچي ښه حکومتداري رامينځته نسو همدا علت ولکه مخکي چي مي وویل دکرزي پراخه سينه او ټول په غيږ کي رانيول بايد هیر نسي چي دا يې ښه ځانګړنه وه.
پاته سوه ښه حکومت داري او خارجي بريالي پاليسي کرزي ناکامه وه ښه بيلګه يې امريکا ده اوس نو چي ستا لوی ډونر امريکا ده او نور هيوادونه په ځانګړي ډول ايران،پاکسنان،هند او نور ګاوڼدي هيوادونه سره بايد څنګه مخته ولاړ سوو کرزی هغه امريکا چي ده خپل نژدي دوست هيواد بللي ورسره اړيکي داسي خړي کړي چي اوس ورته ددوښمن لقب ورکوي ددې ترڅنګ دپاکستان سره تر پايه واضيح سياست غوره نه کړ يو وخت به يې پاکستان د افغانستان په جګړه کي ګرم باله حتآ دهند او پاکستان  په پرتله يې یو وخت داسي وکړل چي پاکستان زموږ جيګر دی او په دي هم ښه پوهيدي چي هند افغانستان ته ښه نيت لری.
هغه ایران چي دافغانستان په خرابي کي يې لاس دی دښه ګاوڼدي لقب ورکاوه کله چي ډاکټر صيب اشرف غني واک ته ورسيد دنړۍ والي ټولني او په ځانګړي ډول يې دامريکا سره اړيکي ښي کړي او يو ځل بيا يې دنړۍ اعتماد لپار کار وکړ په خپله موده کي يې پاکستان دانزوا وخواته بوت هم يې نړۍ وال دپاکستان په اړه قانع کړه او هم يې خپله پاکستان سره داسي دريځ غوره کړ چي پاکستان اوس حيران دی چي بیا دکومو لارو چارو څخه کار واخلي چي هم لوبه وکړي اوهم نړۍ والی مرستي راجلب کړي.
نو سړی په زغرده ويلی سي چي ددې ښاغلي بهرنی سياست ډیر غښتلي دی زه دا نه وايم چي زموږ ملي ګټي دی دبهرنيانو قرباني سي اوس موږ په داسي يو حالت کي يوو چي دپاڼ پر غاړه يوو ډیر ژر خرابيږو پاکستان چي هم دنړۍ والی ټولني امتياز اخلي هم دروس هم چين اوهم عربو نه دا هنر ولي په موږ کي نسته چي ددغي نړۍ والی ټولني چي موږ يې تر ټولو لوي پارټنر یوو ګټه واخلو موږ په دا دومره کلونو کي پاکستان په دوي ونه پيژندي  چي دا زموږ دکمزوري بهرنی پاليسي معنا ورکوي.
په دي کي هيڅ شک نسته چي ځيني هيوادونه دوه مخي لوبه کوي خو موږ هم خپل ددوست او دوښمن ونه پيژندي
دافغان ولس هيله سوله ده دا ولس لوی پروژي هم نه غواړي دا ولس يوازي امن غواړي په دي ولس کي دا هنر سته چي ځانته ډوډي پيدا کړي او کله چي دبشپړي خپلواکۍ خبره کوو په داسي یو غريب هيواد کي چي سياسيون يې تر ملی ګټو شخصي ګټو ته ډیره ترجيح ورکوي ممکنه نه ده چي موږ دی بشپړ خپلواک هيواد سوو
دا داسی معنا لری کله هم یو نوکر خپل بادار ته څه نسي ويلي او بل په دی وطن کي چي څه روان دي داسي یو حرکت نه ليدل کيږي چي هغه دي دپرديو دمداخلي خلاص وي نو تر ټولو مهمه داده چي زموږ بهرني پاليسي بايد ثابته وي ځکه چي دافغانستان دجګړي عوامل هم بهرني دی.