تل هڅه وکړئ تر څو لومړنی چانس په لاس راوړئ/ لنډه کیسه

یو بزګر وو، چې ډېره ښایسته لور یې درلوده او د یوه ځوان هلک یوازینۍ هیله دا وه، چې له دغې نجلۍ سره واده وکړي.
بزګر ورته وویل: لاړ شه په هغه ځمکه کې ودرېږه، زه به درې غوایه گان خوشي کړم که دې وکولای شوای، چې د یوه غوایه لکۍ ونیسې، نو زه به خپله لور تاته درکړم.
هغه کس ومنله.
د لومړنی مالځای، چې ډېر لوی هم وو دروازه خلاصه شوله، د باور وړ نه وه تر ټولو غټ او قهرجن غویی ترې راووت، چې هغه هلک تر دې دمه په خپل ژوند کې دومره لوی غویی نه وو لیدلئ. غویی په ډېر چټکۍ سره د هلک په لور منډه کړه، هلک ځان ترې ګوښه کړو او غوایی لاړ.
د دوهم مالځای، چې یوه څه کوچنی وو دروازه یې خلاصه کړه او یو کوچنی غویی ترې راووت او په چټکۍ سره یې د هلک په لور حرکت وکړ، هغه ځوان له ځان سره وویل: منطق وایي، چې دغه هم پرېږدم ځکه وروستی به لږ څه نور هم کوچنی وي او دا د جنګېدو ارزښت نه لري.
د دریم مالځای دروازه خلاصه شوله او په هماغه ډول، چې دغه ځوان فکر کولو یو ضعیف او تر ټولو کوچنی غویی ترې راووت، نو له ځان سره یې وخندل او په یو ښه او مناسب وخت کې په غویی کښېناست او لاس یې لکۍ ته وروړو تر څو لکۍ یې ونیسي، خو لکۍ یې نه درلوده.......
ژوند د یو لړ اړینو او مهمو ارزښتونو درلودونکی دی، چې په لاس راوړل یې شوني دي، خو که هغو ته مو د پرېښودو اجازه ورکړه، نو کېدای شي بیا مو هېڅکله نصیب نه شي، نو د همدې لپاره هڅه وکړئ تر څو لومړنی چانس یا فرصت په لاس راوړئ.