اتلان پېژنی؟، اتلسمه برخه     

۲۸/۱/۱۳۹۶،ل،ل
د احمدشاه مسعود القاب:
لقب: هغه وړ یا ناوړه نوم دی چې پرته له اصلي نوم څخه په هغه نوم باندې څوک وپېژندل شي، چې بېلګې یې ډېرې دي، د القابو رامنځ ته کول او انتخابول د عباسي خلفاوو لخوا دود شوي دي، په نړۍ کې مشهور انسانان، هغه که مړه وي که ژوندي، په وړ او ناوړه القابو باندې یادیږي، ځینو کسانو د ځان د مشهورولو او خلکو غولولو لپاره داسې جعلي القاب رامنځ ته کړي دي، چې د دوی له شخصیت، کړنو او خویونو برعکس دي او توپیر ورسره لري. یوه ډله نور کسان بیا په مخامخ توګه د ښو القابو په یادولو سره ویاړي او خوشالیږي، خو لږ شمېر درانده او محترم خلک هم شته چې په مخامخ توګه د ښو القابو ویل نه خوښوي، لکه چې رحمان بابا د دې بیت په لومړۍ مسره کې وايي:
مخامـخ مې چې صفت کـــــړې یار مې نه یې
پس له شا مې چې غیبت کړې یارمې نه یې
ریښنتي القاب هغه دي چې د خلکو لخوا یو چا ته، د ده د لویو کړنو له امله ورکړل شي، نه دا چې پخپله یا د خپلې ډلې ټپلې لخوا ورکړل شوي وي، په تاریخي کتابونو کې د نومیاليو کسانو د حالاتو څرنګوالی لیکل شوی دی، که چا ښه کړي وي په ښو القابو یاد شوي دي او که چا بدې کړنې ترسره کړي دي په ناوړه لقبونو باندې یادیږي، خوشال بابا د هغو خلکو په اړه وایي چې دا به ډېره ښه وي چې وروسته له مرګ څخه په دې نړۍ کې څوک په ښه نوم باندې یاد شي:
ښه خـــو دا چې د چــا نـوم په کې یادیـږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندي تل څوک
زموږ په هیواد کې ډېر ننګیالي او بې ننګه کسان په ښو او بدو القابو باندې یاد شوي دي، په افغانستان کې په دې تېرو څلورو لسیزو کې د څو ډولو القابو څښتن یو هم احمدشاه مسعود دی، چې د خپلو پلویانو او مخالفینو لخوا په وړ او ناوړو القابو باندې یاد شوی دی، نوموړی د خپلو پلویانو لخوا په داسې القابو باندې یاد شوی دی چې نه یوازې په تاریخي لحاظ یې ځانونه سپک کړي دي، بلکه د مسعود نوم یې لاپسې بدرنګ کړی دی، مسعود د بهرنیو او کورنیو پلویانو لخوا زمری او ملي اتل بلل شوی، له شیګوارا، ټیټو او ناپلیون، سره یې پرتله کړی دی! او یو تن عبدالحفیظ منصور چې د ملي شورا وکیل او د مسعود له لویو افراطي پلویانو څخه دی، مسعود یې له رستم، ملي اتل وزیرمحمداکبرخان او نورو ریښتنو اتلانو څخه هم لوړ ګنلی دی، ښاغلی منصور له دې څخه هم وړاندې تلل دی او مسعود ته یې داسې صفت ورکړی دی، چې هغه یوازې د خدای تعالی صفت کیدلی شي، خدای(ج) دی چې مرګ نه لري او نور ټول انسانان مري:
﴿كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ﴾
هر انسانی طعم مرگ را می‌چشد! و شما را با بدیها و خوبیها آزمایش می‌کنیم؛ و سرانجام بسوی ما بازگردانده می‌شوید! (انبیاء: ۳۵)
هر ساکښ د مرګ د خوند څکونکی دی، او موږ په ښو او ناوړه حالاتو کې په غورځولو سره سره په تاسې ټولو ازمیښت کوو، په پای کې همدا زموږ لوري ته ستاسې راګرځېدل دي.
حفیظ منصور د لوی اغراق او حیرانوونکي افراط سره، سره د(مرگ بارها از او فرار کرد) تر سرلیک لاندې داسې لیکي:«وقتي از احمدشاه مسعود سخن به ميان مي آوريم، او نه رستماست که ساخته و پرداخته‌ي ذهن و قريحه‌ي حکيم طوس فردوسي باشد، نهقهرمان فيلمکه به طور نمايشي، نقش ايفا کرده باشد و نه وزير اکبر خانکه در عمرش يکبار تفنگچه‌ي خود را به چالاکي بکشد و مکناتن را هدف قرار دهد و همه اولاد اين سرزمين بر او مباهات نمايند. بلکه او قهرماني است که 23 سال از عمر خود را در يک مبارزه‌ي واقعي و نابرابر سپري نمود و از تمام صحنه ها پيروز بدر آمد.[!] اما اين پيروزي ها بر روی فرش مخملين به دست نيامد، و نه مانند بسياری از فرماندهان ارتش های بزرگ که از دور دست ها بر قشون خويش دستور مي دهند و خود از محل حادثه کيلومتر ها فاصله دارند، بلکه مسعود اين مدت را در متن حوادث خطرناک که پيوسته بيم مرگ در آن بود پشت سر گذاشت. مسعود مرد خود ساخته‌ای است، بدون اينکه از کدام دانشکده‌ی نظامی سند فراغت به دست آورده باشد با استعداد و نبوغ ذاتي اش جنرالان معروف جهان را در عرصه‌ی کارزار به شکست مواجه ساخت و نيرومند ترين عساکر جهان که مجهز با پيشرفته ترين وسايل جنگی و استخباراتی بودند در برابر او به زانو درآمدند،[!] به يقين که مقابله با چنين عساکری در هرگام خطر مرگ به همراه داشت که مسعود براي رهبري و تشجيع افراد لازم می ديد، قصداً تن به خطر بدهد و آن گاه که شجاع ترين فرماندهان در بيم و هراس می افتادند، همچون سرداران افسانوي تاريخ خود به تهلکه می رفت، و با چشمان باز و دل روشن به سوی مرگ می شتافت، ولی مرگ از او بار بار فرار کرد.»
(عبدالحفیظ منصور: احمدشاه مسعود شهید راه صلح و آزاديhttp://qahramanemeli.blogfa.com)
له بل پلوه د مسعود مخالفین نوموړی ګیدړ بولي او له ګیدړ سره یې پرتله کړی دی، د بې غیرته تسلیمي خطاب ورته کوي د پردیو استخباراتو څو اړخیز اجنټ یې بولي، د چرګ، وزې، موږک او په نورو بدو القابو باندې یې نازولی دی. موږ به د دواړو ډلو لخوا په ورکړل شويو القابو او ستاینو باندې وغږیږو او بیا به په دې باندې خبرې وکړو چې کوم ډول لقبونه او ستاینې رښتیا هم د مسعود له شخصیت سره سمون لري:
مسعود د ځان ساتلو په موخه له هر چا سره ښه اړیکي ساتل او ټول یې غولول، هغه که اشغالګر شورویان وو، که د افغانستان تاریخي دښمن هیوادونه یا نورې ډلې ټپلې وې، ټول یې په یوه سترګه کتل، له دې امله وه چې له آره یې (بې له حکمتیار څخه) له بل چا سره دښمني نه کوله، په دې باب نامتو امریکایی لیکوال سټیوکول وایي:«... په لومړیو کې یې د شوروي ۴۰ پوځ او سي آی اې دواړه غولول او هم یې ستونزې ورته پیدا کولې.» (د پیریانو جګړه، ۸۳۶، مخ)
همدغه عوامل وو چې نوموړي ته د اشغالګرو شورویانو، امریکایانو، فرانسویانو، انګزیزانو، عربانو د استخباراتو او نورو ډلو ټپلو لخوا لوی، لوی لقبونو ورکړل شول تر څو په دې لویو لقبونو باندې یې وغولوي او ځان نړیوال اتل ورته ښکاره شي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره استعمال کړی.«د سي ای اې د ریچ ډلې له مسعود سره دوه ځله وکتل، یو ځل د سفر په پیل او بیا یې په پای کې. د سي ای اې افسرانو مسعود خورا ډېر وستایه، هغوی ورته د شیګوارا [چه‌ ګوآرا](۱)په سترګه کتل، چې د تاریخ پر ستیج ستر لوبغاړی ؤ، د هغوی پر اند مسعود شاعر ؤ، پوځي نابغه، مذهبي سړی او د خورا سترې زړورتیا خاوند یو مشر ؤ چې له مړینې یې ویره نه درلوده، او حتمیت یې منلی ؤ، د دریمې نړۍ هغو چریکي مشرانو په منځ کې ؤ... .» (سټیو کول: د پیریانو جګړه، ۶۷۸مخ)
مسعود د فرانسې د استخباراتو(D.G.S.E) لخوا د انګلستان استخباراتو(ام، آی ۶) ته ورمعرفي شوی ؤ، دغې شبکې د هغه هیواد د تجارتي تلویزیون یو زوړ چلوونکی(سنډیګال) ته وظیفه ورکړه چې پنجشیر ته ولاړ شي او هلته یو ځوان قوماندان چې دویم ټیټو(۲) دی(!)، وویني او پر هغه باندې د تلویزیون لپاره یو فلم ډک کړي ... .» (سمسور افغان،دویمه سقاوي، ۱۵۷مخ)
لکه چې پوهیږو چې مسعود په افغانستان کې د شوروي څلوېښتم لښکر پوځي استخباراتو ته ورتسلیم شوی ؤ او هر څه یې د روسانو خدمت ته وقف کړي وو، له دې امله ده چې د نوموړي لښکر جنرالانو مسعود داسې ستایلی دی لکه د شورویانو یو اتل جنرال چې ستایل کیږي. روسي جنرال لیاخوفسکي د مسعود د ستاینو او کړنو په تړاؤ په خپل کتاب، د افغان میړانه او غمیزه، په یوه برخه کې (د پنجشېر له زمري سره جګړه) تر سرلیک لاندې، نوموړی زمری بللی دی، لیکي:«که چېرې زمری(!) ونه وژل شي، نو هغه به بیا ډېر ژر د خپلو وسله والو ډلو پوځي ځواکمنتیا په پښو ودروي او د ا، خ، د، ګ، رژیم ته به د پخوا په څېر کلک ګواښ مخامخ کړي.» (۴۵۹،مخ)
الکساندر مایاروف د څلوېښتم لښکر یو بل جنرال مسعود د لویې مبالغې سره یو ځای ستایي او خورا لوی افراط یې کړی دی، نوموړی لیکي:«... تر ټولو ټینګ، زړور او لرلیدونکی په کې احمدشاه مسعود ؤ، تر کومه ځایه چې زه پوهېږم نو هغه پرانستي جګړه خوښوله، خپل غونډونه یې هم د همدې لپاره چمتو کول. هغه ګوزار ته د ځایي خلکو له مخامخ کولو نه ډډه کوله، هېڅکله یې له شورویانو او یا افغاني پوځ سره د همکارۍ له امله له چا نه غچ نه اخیسته، ځکه پوهیده چې خلک د مرګ له وېرې دغې همکارۍ ته غاړه ږدي، احمدشاه مسعود ډېر ښه تاکتیسن ؤ او که د دې خبرې کول سم وي نو ما ته له هغه سره جګړه په زړه پورې وه، هغه څو ځله ټپي شوی خو یوازې د بایللو پر وخت به ترې تم کیده، احمد شاه مسعود له خپلو جنګیالیو سره په زړه سوي چال چلند کاوه، زړور کسان به یې په سخاوت ساتل، موږ د هغه له دې مشهورې خبرې نه خبر وو چې: جګړې ته جنګیالي، قوماندان ته اتلولي، لارښود ته ټینګښت او میړانه.» (ستر جنرال الکساندر مایاروف، په افغانستان کې، رښتیا څه تیرېدل؟۲۹۳، د ډاکټر داؤد جنبش ژباړه)
د شورویانو د څلوېښتم لښکر قوماندان، بوریس ګرومؤف، د نورو روسي جنرالانو څخه هم لا وړاندې تللی دی، نوموړی د مسعود په هکله داسې وایي:«په پنجشېر کې داسې افسانې په مهارت سره خپریدلې چې ګني(دا افسانوي مجاهد) د محمد(ص) استازی دی او خارق العاده قوت لري.» (سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۶۵ مخ)
دالقایدې د بانډ بنسټ ایښودونکي عبدالله عزام بیا له روسي جنرالانو څخه لا مسعود اسمان ته پورته کړی او له هغه څخه یې ناپلیون جوړ کړی دی. «هغه دوبی له پېښور څخه عبدالله عزام د ځمکې له لارې تخار ته د مسعود د لیدو لپاره سفر وکړ، عزام په غوړه مالۍ مسعود له ناپلیون(۳)سره پرتله کړ، هڅه یې وکړه چې(د حکمتیار او مسعود تر منځ) یو نوی اوربند راولي... .» (سټیوکول؛ د پیریانو جګړې، ۲۹۳،مخ)
پورته القاب او ستاینې د مسعود له بادارانو او پلویانو لخوا ورکړل شوي دي، اوس به د هغو القابو یادونه وکړو چې د ده د مخالفینو او بې پرې کسانو لخوا ویل شوي دي. په لومړیو کې احمدشاه مسعود د آی، اس، آی، لخوا په خورا لوړه کچه ستایل کیده او د شېرپنجشېرخطاب به یې ورته کولو. (ډګروال محمدیوسف؛ تلک خرس؛ د ډاکټر نثاراحمد صمد دري ژباړه، ۴۵، مخ) خو کله چې له شورویانو څخه یې ماتي وخوړه، یرغلګرو ته سلامي او د دوی په خدمت کې شو، نو د آی، اس، آی، مشر جنرال جاوید اشرف قاضي، د شېرپنجشېر پر ځای د پنجشېر د ګیدړلقب ورکړ. (سټیو کول؛ د پیریانو جګړې، ۴۲۴،مخ)
د پنجشېر اوسیدونکی قاضی سید موسی عثمان هستی چې د مسعود مخالف دی نوموړي ته د ګیدړ لقب ورکوي او د یو بل کس له خولې د غرنۍ وزې لقب هم ورکړل شوی دی، هستي وایي:«نشستن روباه مانند احمدشاه مسعود در مقابل زنده یاد پهلوان احمدجان وگوش فرادادن به  سخنان قهرمان اصلی وطن احمدجان  نشان می دهد که در موجودیت پهلوان احمدجان، احمدشاه مسعود ایلی بود در دره های پاکستان ... حین بازگشت احمدشاه مسعود به پنجشیر از جوزای ۱۳۵۸تا۱۳۵۹ یکتعداد مبارزین واقعی را غیر از پهلوان احمدجان قهرمان ملی، وطن پرستانی دیگر را در آن زمان هنوز با آی اس آی روابط تنگاتنگ داشت از مکرهای روباهی کارگرفته به شهادت رساند. عظیم فارغ تحصیل ابوحنیفه از منطقۀ گلاب خیل که شمرد، شجاع و وطن پرست بود، اولین کسی است که احمدشاه مسعود را بزکوهی مینامید. http://www.afghanmaug.net/
د اسلامي ګوند مشرګل بدین حکمتیار، چې د مسعود سرسخت مخالف ؤ، نوموړي ته یې د یو مغرور چرګ لقب ورکړی دی، لیکوال سټیوکول یې به اړه لیکي:«... حکمتیار له یوه عرب ملاتړي سره چې د ده او د مسعود ترمنځ د رقابت سختوالي خواشینۍ کړی ؤ، په خبرو کې ویلي وو، موږ په پښتو کې یو متل لرو: یو چرګ دومره غره شوی چې ویریږي که په بام باندې وګرځي بام یې ترپښو لاندې ولویږي، هغه چرګ مسعود دی.» (د پیریانو جګړې، ۱۷۱،مخ)
استاد سید خلیل الله هاشمیان، د مسعود، د کړنو او رنګارنګ القابو په هلکه لیکي:«احمد شاه مسعود صرف يک قوماندان محلی است و هنوز کار نکرده که او را قوماندان جهاد و ناجی افغانستان بخوانيم، و از جانب ديگر در سلوک و اعمال او جوهر زعامت ملی ديده نميشود، و با استعمال مقوله خشت پخته سنگ مرمر نميشود پيشگوئی کردم که از احمدشاه مسعود پنجشيری يک زعيم ملی ! ساخته شده نميتواند. بعد از آنکه مجاهدين حکومت کابل را اشغال و احمدشاه مسعود را وزير دفاع ساختند، بی کفايتی هائی از مسعود ديده شد که گويا تيزاب کابل اين خشت پخته ناپخته را شاراند و مردم کابل با القاب متعدد دادند، از قبيل: موش کابل، شير بمبيرک، قوماندان قرتوک، قوماندان پتاقی، قوماندان ملاقی، قوماندان تلخان، چوته قوماندان، بی ثبات قوماندان، باتوک قوماندان، سنگ فروش قوماندان، وطنفروش قوماندان، و غيره ... .»
ښاغلی هاشمیان صاحب وړاندې زیاتوي:«در دورۀ فرار از کابل و جنگ با طالبان برای احراز چوکی و قدرت که احمدشاه مسعود پنجشيری با روسها، هندوستانيها و ايرانيها در ائتلاف قرار گرفته بود القاب اضافی از قبيل: بزغاله قوماندان، بز ايفل، چوته ريش قوماندان، قلابی قوماندان، نوکر هندو، نوکر روس و غيرهاز طرف مردم به او داده شد. احمدشاه پنجشيری زندگی پُرماجرا را گذشتاند، برای احراز چوکی و قدرت بچند قدرت اجنبی پاکستان، ايران، روس، هندوستان و غيره ـ پناه برد، اما زعامت ملی را احراز نتوانست، گويا طوريکه چند بار در مجله آئينه نوشته شده شما از خشت پخته سنگ مرمر ساخته نميتوانيد، اين مقوله در مورد او صدق نمود. حتی مرگ او شکل غيرعادی و مورموز داشت. بعد از مرگ او، شورای نظار و جريدۀ اميد اورا باالقاب رحمت الله عليه و عليه السلام بلا تشبيه حيثيت پيغمبر پنجشير دادند.»(احمدشاه هوتکي: احمدشاه مسعود در ائینهء تاریخ، افغان جرمن پورتال)
امریکایی لیکوال سټیوکول د مسعود او د شورویانو ترمنځ د یووالي د تړونونو او پر واړندې یې د خلکو د غبرګون په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې کړي دي وایي: «مسعود د شورویانو سره د یوې معاملې کولو پریکړه وکړه د (۱۹۸۳،ز) کال په پسرلي کې یې د یوه بې ساري اوربند اعلان وکړ، تر اوربند لاندې شورویانو [منلي وه] چې که مسعود افغان پوځ ته اجازه ورکړي چې د درې د سویلي برخې په پای کې اډه جوړه کړي، ... دا اوربند له درو کالو پټو خبرو وروسته منځ ته راغلی ؤ. له پنجشېر درې څخه په بهر کې افغانان د دې خبرې په اوریدلو، چې مسعود د شورویانو سره د جګړې پر مهال په خبرو بوخت ؤ، شوک)اریان( شول دا خبرې مخکې هغه وخت پیل شوې کله چې په مخکینیو کرښو کې یې له شوروي قوماندانانو سره د لیکونو تبادله شوي وه، په دې لیکونو کې د مسعود او د غلیم سیالانو تر منځ  داسې بحث شوی ؤ لکه د همکارانو تر منځ، ورپسې هغوی بیا مخ په مخ خبرې وکړې، د خبرو په وروستیو دوه ناستو کې مسعود پخپله شرایط کېښودل، له مسکو څخه په یوه لیک کې د(K. G. B) پخوانی مشر او وروسته د برژنف ځای ناستی د کمونست ګوند عمومي منشي(یوري اندروپوف) لخوا هغه تړون په رسمي توګه لاسلیک شوی ؤ. د افغانستان په د ننه او بهر کې ډېرو کسانو دې اوربند ته د (بې غېرته تسلیمي)په سترګه کتل ... .» (د پیریانو جګړې ، ۱۶۸مخ)
سټیوکو د مطلب په دوام کې وایي:« د سي آی اې د مخدره توکو ضد مرکز رپوټ ورکړ چې د مسعود سړیو اروپا ته په ستره اندازه د اپینو قاچاق ته دوام ورکاوه، بریتانویانو هم ورته رپوټونه لرل، هغوی ټولو(له مسعود سره د ګډو) عملیاتو د بربڼد کیدو په صورت کې د ورځپاڼو سرلیکونه انځورولی شول (سي آی اې د افغان اپینو سالارملاتړ کوي)، په پروسه کې د ګډونوال یو امریکایي مامور پر وینا د ترهګری ضد مرکز په نظر د امریکا لپاره د مسعود ستراتیژیک غوره والي ته، اهمیت ورنه کړل شو، ډیر غاښ چیچي تشویش، کوټ کوټي او لاس تاوول روان وو.» (سټیو کول، دپیریانو جګړې،۷۵۹مخ)
ښاغلی کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي وایي: «... احمدشاه مسعود دجمعیت قوماناندان او رهبر یې برهان الدین رباني ؤ ... مسعود ځان دموکرات ښیي ... خو حقیقت دا دی چې دی یو جنګره او مخرب شخصیت دی. مسعود برعکس د ګلبدین، یو آزاد او عیاش سړی دی، وایي چې د کابل موزیم څخه یې د سکندر جام وړی دی او په هغه کې(د ویاړ لپاره) اوبه څښي او کله به چې مسعود د تلویزیون له غره څخه د میوند جاده په راکټونو ویشتله او زیاتره به د راکټ ماشه ده پخپله را کشوله نو ده به خندل یعني د انسانانو له مرګونو او د آبادیو له تخریب څخه یې خوند اخیست. (د افغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه، ۳۷۸مخ)
د څلوېښتم لښکر قوماندان وايي چې مسعود یو مسلمان شرابي ؤ.«مسعود په خپل ورځني ژوندانه کې د اسلام احکام پر ځان منل، خو زموږ پوځي استخباراتو ته پته لګیدلي وه چې د خپلو ډېرو نږدې ملګرو په منځ کې یې د شرابو له څښلو نه ډډه نه کوله.»(بوریس ګرومؤف؛ سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۶۴، مخ)
خو د دې ټولو القابو سره، سره مسعود خپل ځان ښه پېژندلی ؤ او خپل ځان یې د غلو او لوټمارو مشر بللی دی، عبدالحفیظ منصور چې د مسعور سره په یو بانډ کې ؤ او د مسعود په پلوۍ باندې لیکني او کتابونه لیکي په تړاؤ یې وایي:«درگيري حزب اسلامي به تحريک پاکستان با دولت مجاهدين، جنگلي از امکانات را به حريق کشيد، و در ابعاد مختلف ضعف و فتور دولت مجاهدين به وجود آمد، و مجاهدين در کابل چنان به بي بندباري پرداختند که مسعود بار بار از اينکه قبل از رسيدن به شهر کابل شهيد نشده بود، اظهار اندوه و تأسف مي کرد و باري از فرط خشم و نا رضايتي پوستر خودش را که در ميدان خواجه رواش نصب شده بود، پاره نمودو آنرا سر دسته‌ي دزدان و غارتگران خواند.» (عبدالحفیظ منصور: احمدشاه مسعود شهید راه صلح و آزاديhttp://qahramanemeli.blogfa.com)
او په پای کې لاندې درې تنه د خپلو هیوادونو پیاوړي اتلان، هر یو: چه ګوآرا؛ مارشار ټیټو او ناپلیون چې د مسعود پلویانو نوموړی په دې نومونو بللی دی، پرتله کړئ، تر څو پوه شئ چې له مسعود سره یې د موږک او زمري ترکچې توپیر دی.
------------------------------------------------------------------------------------------------------------
۱ــ ارنستو چه‌ گوارا په ۱۹۲۸،ز کې په ارجنټاین کې زیږیدلی او د اکتوبر په ۹/۱۹۶۷،ز کې ووژل شو، نوموړی د طب ډاکټر، چریک، سیاستوالو او د کیوبا د اصلی انقلابیانو څخه دی. د پوره مالوماتو لپاره وګورئ ویکي پدیا.
۲ــ مارشال یوسیپ بروز ټیټو، په ۱۹۵۳،ز کال کې د پخوانۍ یوګسلاویا ولسمشر او د کمونیستانو د اتحادیې لارښود ؤ، د جرمني له برید نه وروسته، د دویمې جګړې په جریان کې د آزادۍ غوښتونکو ملي جبهه او چیریکي ځواکونه یې جوړ کړل، نوموړی په کال ۱۹۴۳،ز کې ماشال شو او په ۱۹۴۴،ز کې د ۲۰۰زرو وسله والو کسانو مشري یې په لاس کې وه، چې د شوروي اتحاد په مرستي سره یې د نازي جرمني ځواکونو ته په یوګسلاويا کې ماتي ورکړه ... دی په ۱۹۷۴،ز کې د ټول عمر لپاره ولسمشر وټاکل شو، ده له شوروي کمونیستانو څخه ځانګړي کړنلاره غوره کړي وه، چې له امله یې له شورویانو سره مخالفتونه درلودل، مارشال ټیټو په کال ۱۹۸۰،ز کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کالو په عمر ومړ.
۳ــ بناپارت ناپلیون د فرانسې واکمن چې د یوې کودتا په نتیجه کې یې واک تر لاسه کړ، نوموړي د اروپا ډېرې سیمې لاندې کړې چې یوازې په اسپانیا کې یې په لکونو خلک ووژل او له ۱۸۰۸، ز څخه تر ۱۸۱۳،ز پورې درې سوه زره عسکر له لاسه ورکړل.
بنا پارت ناپلیون په کال ۱۸۱۲،ز کې پر مسکو یرغل وکړ او د مسکو ښار یې په داسې حال کې ونیوه چې روسانو د مسکو ښار ته اور اچولی ؤ او په ښار کې څلور ورځې اور بلیدلو، د ناپلیون پر لښکرو باندې سخت ژمی راورسید او بېرته له مسکو څخه په شا شو، ناپلیون امر وکړ چې د کرملېن ودانۍ (قصر) ته چاودنه ورکړی او وران یې کړ. (انقلاب فرانسه،۶۵۵مخ)
ژمی دومره سخت ؤ چې د ناپلیون له (۱۵۰۰۰۰) کسیز لښکر څخه، (۱۲۰۰۰۰) عسکر د ساړه له امله مړه شول او په مجموع کې د ناپلیون له (۲۹۰۰۰۰) پوځیانو څخه چې شپږ میاشتې وړاندې د روسیې خاورې ته ورغلي وو او مشري یې شخصاً ناپلیون کوله (۲۵۰۰۰۰) پوځیان له منځه ولاړل، که چېرې هغه کسان چې له المان څخه احضار شوي وو او د ناپلیون له پوځ سره یو ځای شوي وو وشمېرو، نو د مړو، ټپیانو او تښتیدلیو شمېر (۳۳۰۰۰۰) تنو څخه هم لوړیږي. (انقلاب کبیر فرانسه۶۵۷مخ)
د اروپا هیوادونه لکه، انګلستان، پروس، روسیه، اطریش، هالنډ، المان، ایټالیه، اسپانیه او نور سره متحد او پر فرانسه باندې یې بریدونه پېل کړل، په کال ۱۸۱۴م کي وروسته له هغې چې (۹۰۰۰) د پاریس ښار ساتونکي د متحدینو لخوا په جګړه کې ووژل شول، نو د سولې غوښتنه یې وکړه او د شپې لخوا د فرانسې نظامي قواوې د پاریس له ښار څخه ووتلې او د ورځې لخوا د متحدینو پوځونه چې د روسیې تزار او د پروس پاچا یې وړاندې روان وو، د پاریس ښار ته ورننوتل. (انقلاب کبیر فرانسه،۶۷۱مخ)
ناپلنون استعفاء وکړه او اتلسم لویي د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، انګلستان، پروس، روسیه، اطریش، هالنډ، المان، ایټالیی، اسپانیي او نورو د فرانسویانو سره ناوړه کړنې وکړې، د دوی څخه یې خپل کورونه ونیول، ډوډۍ، کالي، وسلې او مهمات یې د خلکو څخه د انتقام په توګه واخیستل او د سختو شکنجو لاندې ونیول شول، ناپلیون غوښتل امریکا ته ولاړ شي خو د انګریزانو لخوا یې مخه ونیول شوه، بیا یې غوښتنه وکړه چې په انګلستان کې په آزاد ډول ژوند وکړي خو انګریزانو د (سنت هلن) جزیرې ته ولیږلو او په کال ۱۸۲۱م کې د (۵۲) کالو په عمر د معدې د سرطان د ناروغۍ له امله ومړ. (انقلاب کبیر فرانسه ۶۹۱مخ)
نور بیا...