
د ننګرهار په اچین کې د امریکا له خوا د نا اټومي ستر بم کارولو اوس دا پوښتنه را پیدا کړې له دې سره داعش په افغانستان کې ختم شي؟ دا سمه ده چې یوازې دا یو برید یې نه شي ختمولی، خو داعش به دومره کمزوری شي چې نور فعالیت ونه کړي؟ په دې سره به په ننګرهار او ټول افغانستان کې د داعش پر ضد داسې ګامونه واخیستل شي چې داعش یو مخ ورک کړي؟ یوه لویه برخه کسان چې د داعش د ظلمونه، وحشتونه او جنایتونه یې لیدلي دي، پر دې یې خوښي ښودلې چې پر داعش د نړۍ ستر بم غورځول شوی. دوی فکر کوي چې د داعش پر ضد رښتینې مبارزه پیل شوې او هیله من دي چې دا ځل به داعش ختم شي. هر افغان او مسلمان دا غواړي چې داعش ختم شي، ځکه داعش هم اسلام او هم افغان او افغانستان ته خطر دی. خو پوښتنه دا ده چې داعش پر لوی بم او یا لویو بمونو ختمیږي؟
که دا ومنو چې د امریکا له خوا په ستر بم کې ۹۶ داعشیان وژل شوي، نو تر دې څو چنده خو پخوا هم د افغان ځواکونو په عملیاتو او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي وو. دفاع او کورنیو چارو وزارت نږدې هره ورځ د لسګونو داعشیانو د وژنې خبر ورکاوه، خو داعش ختم نه شو، بلکې پیاوړی شو. له همدې امله پکار ده چې د داعش د ختمولو لپاره کارنده لارې وکتل شي. دا باید واضح شي چې داعش له کومه ځایه تمولیږي، څوک ورته وسلې او تجهیزات ورکوي، مالي سرچینې یې کومې دي، مشران یې څوک دي، چېرته اوسیږي او څوک ورسره مرسته کوي. دا سخت کار هم نه دی، یوازې که د سیمې له خلک سره له نږدې کار وشي، دا هر څه معلومیږي. کله چې دا هر څه معلوم شول بیا داعش ختمېدلی شي. که د داعش سرچینې وچې نه شي، که یې د وسلو او تجهیزاتو لارې بندې نه شي، که یې د ملاتړو پر ضد ګام پورته نه شي او که یې رهبري ختمه نه شي، داعش به ختم نه شي. بله ستونزه دا ده چې داعش خو اوس یوازې په ننګرهار کې نه دی، اوس داعش په څو نورو ولایتونو کې هم فعال دی. په هر ولایت کې خو پسې ستر بمونه نه شي غورځېدلی. له همدې لامله اصلي لارې چارې باید پیدا شي.
ستر بمونه ښايي داعشیان ووژني، ښايي وژلي یې هم وي، خو پخوا هم وژلو داعش نه دی ختم کړی. که موږ رښتیا غواړو چې داعش ختم کړو، نو باید هغه لارې چارې پیدا کړو چې داعش پرې ختمېدلی شي. د داعش له مالي سرچینو نیولې، د وسلو او تجهیراتو تر منابعو او ملاتړو پورې، هر څه باید له منځه یووړل شي. له دې پرته به همدا داعش وي، همدا به یې وحشتونه او جنایتونه وي او کله کله به امریکا هم د وحشي داعشیانو د وژلو لپاره خپله وحشت کوي.