((كه چېرته ته خپل خيالات او فكرونه راټولولاى شې ، نو بيا ماته راشه. زه او ته به هاغه د سمندر تل نه د لمر څرك نه خوند اخلو، خو لومړى د ځان نه دا پوښتنه وكړه چې ته كافي تجربه لرې او كنه؟))
جيمي هيندريكس Jimi Hendrix
لومړۍ برخه- عام معلومات :
قدرمنو لوستونكو ! كه چېرې زه دا پوښتنه چې انترنيټ څه ته وايي وكړم زما په فكر دا به ناسمه او غلطه پوښتنه وي دا ځكه چې له يوې خوا نړېواله احصاييه دا څرگندوي چې د نړۍ هر اتم وگړى كم تر كمه كله نا كله انترنيت نه استفاده كوي، له بلې خوا تاسې چې زموږ ويب پاڼه خلاصه كړې ده او دا مقاله پكې لولئ دا د دې مانا لري چې تاسې د انترنيټ سره اشنا ياست . معمولا موږ د انترنيټ نړېوال جال نه د معلوماتو د لټولو او لوستلو لپاره استفاده كوو. هو چې رانه هېر نه شي د انترنيټ يوه بله گټه دا ده چې موږ خپل برېښناليكونه پكې لېږو رالېږو. تاسې به په انترنيت ويب سايتونو كې د اعلاناتو زړه وړونكې او حيرانووكې ښكلا ليدلې وي . تاسې به د هېواد ښكلي د معلوماتو ډك ويب سايتونه ليدلي وي .
كه چېرې تاسې دا ټول ليدلي وي، نو ښايي دا پوښتنه درسره پيدا شوې وي چې دا ټول څه ډول جوړ شوي دي او څه ډول كار كوي؟
دا چې انترنيټ څه ته وايي او په كوم معيار كار كوي ما په خپله لومړۍ مقاله كې چې (( معاصرې انترنيټ ټكنالوژۍ )) نوميږي په بشپړه توگه څېړلي دي چې تاسې يې زموږ د ويب پاڼې د كمپيوټر زده كړې په برخه كې لوستلاى شئ .
دلته به د موضوع د پوهېدو لپاره لومړى دا چې پخپله ويب سايت څه ته وايي تعريف كړو.
ويب پانه ــ دا هغه انترنيټ اسناد دي چې د www په وسيله په انترنيټ كې نشر كيږي ، يا په ساده ژبه دا هغه څه دي چې موږ يې د انترنيټ براوزر (د ويب پاڼو د ليدلو لپاره ځانگړى پروگرام دى) په وسيله گورو. د تخنيك له نظره ، ويب پاڼه د متنونو مجموعه ده كومه چې د سېرور كمپيټرونو په هارډ ډيسكونو (Hard Disc) كې ساتل كيږي . كله چې موږ او تاسې د ويب براوزر د ادرس په كرښه كې د HTTP په وسيله د كوم ويب سايټ ادرس ليكو، نو سېروېر براوزر ته همدغه متن راخلي او ورلېږي يې . دلته د ويب براوزر دنده سېروېر ته د ويب پاڼې ښكاره كول دي . دا كوم گران كار نه دى ويب براوزر سېروېر ته د انتخاب سره سم د پاڼې مكمل نوم او د پاڼې ځاى ښكاره كوي لكه :
http://www.srohi.com/somepage.html
پاسينى ادرس ويب سېروېر دې ته مجبوروي چې همدغه پاڼه په خپل هارډ ډيسك كې راپيدا كړي او بيا يې انترنيټ براوزر ته ورلېږي چې په نتيجه كې يې موږ نوموړې پاڼه گورو.
ويب سايټ كه ويب پاڼه؟
ويب سايټ د ويب پاڼو مجموعه ده . دغه پاڼې د يو خاص معيار لاندې كار كوي او د پاڼو يو ځنځير جوړوي كومې چې د هايپرلينكونو په وسيله يوه د بلې سره تړل شوې دي .
اوس به د سېروېر په هارډ ډيسكونو كې د ويب سايټ د ساتلو تخنيكي اړخ وڅېړو.
د هر څه نه د مخه په هارډ ډيسك كې د سايټ د ساتلو لپاره يوه خاصه دوسيه (Folder) كومه چې بنيادي ، اساسي (Root)دوسيه نوميږي جوړيږي . هر كله چې د سايټ لپاره خاصه دوسيه جوړه شوه نو د هغې نه وروسته د ويب سايټ ټولې پاڼې او اسناد نوموړې ويب پاڼې ته اچول كيږي . دغه دوسيه د ويب سېروېر ادمنيستراتر جوړوي .
دا چې موږ د ويب براوزرونو يادونه وكړه نو ښه به دا وي چې لږ څه د دوۍ په هكله هم خبرې وكړو.
ويب براوزر Web browser
دا هغه پروگرام دى چې موږ د دوۍ په وسيله ويب پاڼې او ويب سايټونه گورو. ما پاس هم يادونه وكړه چې ويب براوزر سېروېر ته د غوښتنې سره سم د ويب پاڼې نوم، مكمل ادرس ښكاره كوي او دسېروېر نه ځواب اخلي او موږ ته ويب پاڼه په بشپړه توگه ښكاره كوي . د ويب پاڼې ادرس د ليكلو لپاره انترنيټ براوزر د ادرس ليكه لري چې موږ تاسې د خپلې خوښې ويب سايټ نوم پكې ليكو. هو دا ښكاره خبره ده چې انترنيټ براوزر د سايټ د ښودلو برخه او منيو هم لري .
اوس به د ويب براوزر د رقمونو په هكله يو څه ووايو او دا به معلومه كړو چې په دوۍ كې كوم مشهور پروگرام دى .
• Microsoft Internet Explorer
• Opera
• Netscape Navigator
• Mazilla
او داسې نور ...
دا ټول د ويب سايټونو د ښكاره كولو لپاره پروگرامونه دي چې په انټرنيټي نړۍ كې ځينې كار اخيستل كيږي، خو تر ټولو مشهور انترنيټ براوزر Microsoft Internet Explorer دى . دا ځكه دغه پروگرام په ټولو هغو كمپيوټرونو كې چې د ويندوز سيستم ولري شته . دا ډېر قوي ، تيز او اسان پروگرام دى .
د شهرت له مخې دوهم ځاى نارويژى پروگرام Opera چې د همدې كمپنۍ پروگرام دى نيسي . هو دا هم قوي او اسان ويب براوزر دى ، خو نيمگړتياوې يې دا دي :
لومړى دا پروگرام په پيسو دى .
دوهم دا پروگرام هغه ويب سايټونه چې گران جوړښت لري په بشپړه توگه نه ښكاره كوي .
دريم هغه ويرژن چې په وړيا ډول دى ډېر اعلانات لري .
د Netscape Navigator براوزر نه د يوه فيصد نه كم انترنيټوال كار اخلي . كه څه هم ورستنى ويرژن 8.0 د قوارې نه ډېره ښكلى ښكاري او د انترنيټ ټول قوانين مراعتوي او اكثره ويب پانې ښكاره كوي .
تر ټولو ځوان ويب براوزر Mozilla دى . دغه پروگرام وړيا پروگرام دى او تاسې يې كولاى شئ د نوموړي پروگرام د ويب پاڼې څخه ښكته كړى .
اصلي موضوع
دا دى اوس د دې وخت راغلو چې اصلي ټاپي ته راشو او په بشپړه توگه يې وڅېړو .
دا چې موږ د ويب سايت د جوړولو تصميم نيولى دى، نو لومړى بايد لاندې پوښتنو ته ځوابونه پيدا كړو:
1. دا بايد راته معلومه وي چې د ويب سايت لپاره كوم مواد پكار دي؟
2. د څه لپاره موږ دا ويب سايت جوړوو؟
3. كوم كوم پوگرامونه مو بايد زده وي؟
4. د سايت نقشه ، هدف او پلان؟
5. د سايت د جوړولو پيسې او مصرف
6. د ويب پاڼې نوم او ادرس
7. د ويب پاڼې هوستينگ او راجستر كول
د دې لپاره چې په موضوع ښه پوه شوي وو ، نو ښه به دا وي چې خپله لومړۍ ويب پاڼه جوړه كړو . د كار د پوهېدو لپاره به اوس يوه ساده او اسانه ويب پاڼه جوړه كړو، داسې ويب پاڼه چې په ټولو ويب براوزرونو كې په بشپړه توگه منعكسه او وليدل شي .
چې رېښتيا درته ووايم ، د سايت جوړول دومره گران كار نه دى لكه ښكاري چې . د يو څو اساسي ترمنالوژيو د زده كولو او د سايتونو د جوړولو په هكلو د دوو، دريو كتابونو ، پروگرامونو په لرلو سره تاسې كولاى شئ بې له ستونزې سايټ جوړ كړئ . همدا علت دى چې د ويب ډيزاينر مسلك دومره ډېر دى . هو د يوه ساده سايت جوړول دومره گران كار نه دى، خو د يوه مناسب او ښه ويب سايت جوړول گران كار بولم .
ادامه لري . . . پاتې يې په دوهمه برخ كې اوگورئ!
وروستي