
یو وخت به مې د خپل کلي د هغو غرونو له لمنو خوند اخسته چې اوس د پردیو د لاسوهنو مرکز ګرځیدلی دی اچین زما د خاپوړو ځای دی اچین زما د روښانه روزنې لمړنۍ مرکز دی اچین زما د بې وزله ولس د زړه هغه ټوټه ده چې په هر کاڼي يې لیکل شوي د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم زما د ښکلې پختونخوا د غرو سرونه،اچین د سولي،آمن،علم او پرمختګ ستر ثبوت لروونکی کور دی،اچین د شملو او جرګو کور دی خو د خپل سیمیز ستراتیژیک موقعیت درلودلو د جرګو کور د جرګو په ګور بدل کړ،داعش څوک وو؟ له داعش مخکې اچین ته څوک راغلل؟ اچین د چا لخوا نا امنه شو؟ د اچین لپاره د نا امنۍ پلان چا جوړ کړی؟ چا د عملي کولو چارې په غاړه واخستي؟ ولي نن اچین د نړۍ د غیر اټومي بمونو د مور ستر پرهر په خپله سینه وخوړ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د لوستوونکي او د ډیرو افغانانو سره به په فکر کې پاتې وي او د هر افغان د ژوند څو ثانیي به يې د پوښتنو د حل په موخه نیولي وي،دې پوښتنو ته ځواب وایو
اچین ولسوالي چې د شینوارو یوه له نفوذ لروونکو ولسوالیو ده او د سیمې د جیوګرافي له اړخه یو ستراتیژیک موقعیت لري د ډیورنډ په سر پرته دغه ولسوالي یو وخت د سولي امن او جرګو کور وو مشران يې د هېواد له نفوذ لروونکو مشرانو ګڼل کیده په هر حکومت کې يې ونډه خورا ډیره وه یو ناڅه د امریکا د پلان ښکار شوه او په قومي شخړه چې هغه وخت ګل اغا شیرزی د ننګرهار ولایت والي واوخته،د سه پای او علشیرخیل په نامه پکې د اربکیو پروژه پیل شوه او شینواری يې په دوه برخو وویشل یو بل ته يې په مورچلو کې کښینول او په ډیره سپین سترګۍ يې دا پروژه پرمخ یوړه چې پکې لسګونه د ولس ځوانان او مشران د قومي وحشت ښکار شول خو شینواري او بل حصوص د اچین ولسوالۍ خلک د امریکا له شوم پلان ناخبره وو چې په همدې دوران کې يې د امارت ډله هلته راښکاره شوه چې حکومت يې په مقابل کې تحریک طالبان پاکستان راوستل او له د دواړو تر مینځ اخ او ډب پیل شو چې وروسته پکې د لښکر اسلام په نامه د منګل باغ ډله چې پخوا يې فعالیت د پنجابي استخباراتو په خوښه کاوه راغله او د باچا په نامه یو شخص يې مسئولیت په غاړه لاره چې په همدې دوران کې امارت له سخني وواته او میدان تحریک طالبان پاکستان او د لښکر اسلام ډلې ته پاتې شو چې وروسته تحریک طالبان پاکستان له میدان وواته او لښکر اسلام له حکومت سره روغه وکړه په همدې دوران کې داعش رامینځته شو او د حکومت سره تر هغې جوړ وو کله چې يې د عبدالخیلو په پوستو برید وکړ او څو تنه پولیس يې بندیان او له هغې وروسته يې شهیدان کړل خو داعش اوږمهاله پروژه ده نوري پروژي چې د هر نتظیم لاندې راغلي لنډمهاله او د نورو استخباراتي کړیو لپاره يې دنده تر سره کوله او د سیمې په اړه يې ورته معلومات ورکول د سیمي خلک شاهدان دي چې لمړۍ هرې ډلې ښه کارونه کول خو وروسته به په ډیر ستر بد نیتۍ د ولس وژنې په لور روانیدل همدا دلیل وو چې لمړۍ به هرې نوي جوړې شوي ډلې د ازادۍ خوبونه لیدل خو وروسته چې به يې د نورو افکارو د عملي کیدو آمرونه تر لاسه کړل د نه منلو په سورت کې به یا وژل کیده او یا به له صحني وتلو،دا لوبه روانه وه او د داعش پروژې ته د امریکا استخباراتو لخوا زمینه سازي کیدله اکثره وخت به امریکايي ځواکونه د ننګرهار له میدان هوايي روان شول او د مامندو په تنګي به ننوتل ساعتونه ساعتونه به ورک وو خو هیچا يې په اړه معلومات نلرل داعش د منځنۍ اسیا د نا امنۍ او په دې سیمه کې سمیزو قوتونو بل خصوص روسیه او کوریا ته د قوت خودلو لپاره يې داعش سره پوره پوره مرسته کوله
د اچین اوسیدونکي د دې صحني شاهدان دي چې حکومت او امریکايي ځواکونه به موجود وو خو داعشیان به له خپلو وسلو سره ښکاره په بازارونو کې ګرځیدل که دلته واک د ولس وی نو ولس پوښتنه کولای شوه چې دا خلک څوک دي؟ ولي دلته ښکاره له وسلي سره ګرځي؟ خو هلته واک لمړۍ د امریکا او بیا د شته حکومت وو او بیا په حکومت کې د مافیايي کړیو وو چې بیدون له امریکا يې د هیچا امر ته غاړه نه ایښودله نو په همدې اساس وروسته وروسته دا په ډاګه شوه چې داعش د امریکا په هغه پلان کې موجود وو چې د ملي وحدت د حکومت په جوړیدو يې غوښتل په حکومت کې سیاسي جنجال پریږدي تر څو ولس په هغې مصروف شي او د امریکا استخبارات چې څه غواړي د افغانستان له خاوري په استفادي يې ترسره کړي او همداسې يې وکړل او لا پرې اخته دي تر څو نور دا ډول کارونه تر سره کړي کله چې په ننګرهار کې د داعش پروژيې پلان تر ډیره د وخت له ولسوال حاجي صاحب غالب خان له لوري رسوا شو نو امریکا خپل پلان ته تغیر ورکړل او د داعش ډلې پټنځای يې او دایمي مرکز يې د کشمیر هغه ساحه تعین کړه چیرته چې د پنجابي او هندي پوځ جنګ لا دوام لري ځکه له هغې ځای کولای شي د نورستان او له نورستان بدخشان او همدا ډول کندز سیمې په اسانۍ سره کنټرول کړي کله چې هندي داعشیان له دې پلان خبر شول نو مخالفت يې وکړ ځکه چې هلته د هند حکومت ته تر ټولو ستر خطر وو او هند د یوې بلې سترې جنګې ډلې ښکار ګرځیدلو نو په همدې اساس امریکا خپل روزل شوي داعشیان له خپلو وسایطو او وسایلو سره له ننګرهار د کنړ په لور روان کړل چې هلته دوه هفتې مخکې د تحریک طالبان پاکستان له غبرګون سره مخ شول او په پیچ دره کې يې درې ساعته جنګ سره وکړ خو تحریک طالبان پاکستان ونشو کړای چې د داعش عصري وسلو سره مقابله وکړي نو همدا وو چې لار يې پیدا کړه او د کونړ نورو سیمو ته يې ځانونه خوندي ورسول خو د اچین په مامندو سیمه کې يې دوه مرکزونه دلودل چې یو يې د وسایطو او وسایلو او بل يې د افرادو ځای وو چې د وسایلو او وسایطو ځای يې د اچین ولسوالۍ په لس کیلو مترۍ کې پرته د اسدخیلو سیمه وه او د افرادو پټنځای يې دپیښې تختو سیمه وه چې د داعشیانو تر ټولو مهم مرکز هم ګڼل کیده امریکا د خپل پلان له مخې په یو ګوزار درې مرغۍ وویشتې لمړۍ يې هغه افراد په برید کې له مینځه یوړل چې د امریکا د نوي پلان مخالف وو دوهم يې هغه وسایط چې د داعش نور په کار نه وو او د انتقال وړ نه وو له مینځه یوړل دریم يې د سیمې قوتونو ته وخودله چې مونږ د افغانستان له خاوري هر ډول استفاده کولای شو افغانان زمونږ غلامان دي او د هر ډول وسلي استعمال اجازه لرو له دې ځای کولای شو چې هر ډول پلان په سیمه کې د سیمې قوتونو په مقابل کې تر سره کړو،خو امریکا د نړۍ ستر غیري اټومي بم ولي د پیښي په تختو سیمه استعمال نشو؟ ځکه چې هلته لا هم د داعش مشران موجود وو تر نن هیچاته اجازه نه ده ورکړل شوي چې هغي سیمې ته داخل شي اوس د همدې موقع نه په استفادي امریکا د داعش هغه مشران چې د پیښې په تختو سیمي د داعش په ستر مرکز کې شتون لري له سیمې وباسي او په راتلوونکي کې په هغې ځای هم یو بم استعمال کړي د سیمې خلک یوازې د داعش ویستلو ته خوشاله دي خو لا يې په دې اړه فکر نه دی کړی چې داعش چا دې سیمې ته راوست؟ داعش ته په هلیکوپټرو کې چا اکمالات کول؟ چې وروسته داعش مشرانو په خپلو ادعاوو کې د داعش له راډیو چې د ننګرهار په میدان هوايې کې شتون لري په ډیره سپین سترګۍ ادعا کیږي چې په هلکوپټرو کې د خدای ج له لوري مونږ ته د ملایکو په وسیله مرستې راوړل کیږي دا هم ولس واوریده خو بیا يې هم ځان پرې ګوڼ او ړوند کړ د بم اچونې موضوع د داعش له سردار محمد داود خان د روغتون له پیښي وروسته کیږي چې د سردار محمد داود خان روغتون پیښه د امریکا په سفارت کې پلان شوي وه او د همدې په موخه عملي شوه تر څو د شته بم ته لار هواره کړي او د ولس په زړه کې نفرت ته لار هواره کړي امریکا په خپل پلان کې تر اوسه کامیابه روانه ده پلان يې نه یوازې د افغانستان او افغانانو په تاوان بلکې د سیمې په تاوان هم دی چې په سیمه کې د قوتونو استخباراتي جنګ ته په زور لاره هوارول دي ولس د څو بې وجدانه افرادو له لوري اخستل شوی دی نو په همدې اساس څو پلورل شوي مشران د افغان ولس د حقیقت روښانوونکي نه دي په همدې موخه مې دا حقیقت خپل ولس ته روښانه کړ که ژوند وو په راتلوونکي کې به هر ناوړه پلان چې زما د ولس د بربادۍ سبب ګرځي خپل ولس ته د سر په قیمت روښانوم ولس د جنګ د خاتمې لپاره سره یو لاس شي امریکايي او نورو استخباراتو ته دې وخت نه ورکوي چې زمونږ په سیمو کې خپل شوم اهداف عملي کړي زما د ولس ضمیر او وجدان نه دی مړ شوی لیکن د څو پلورل شوو استخباراتي افغانانو په لاس مې ولس ځپل کیږي او هره ورځ يې د مرګ نوي لوبې شاهدان نه یوازې ولس بلکې ټوله نړۍ وي ولس ته حقیقت روښانول د سیمې لوبو په اړه رښتوني پوهاوي زمونږ دنده ده د ولس دنده خپل ځان د نورو په وړاندې یو قوت کیدل دي
انشاالله هر غلیم به زما د ولس پر وړاندې د شوم هدف سره ټیټې سترګي له خپلو شته چاپلوسانو او وجدان پلورونکو سره له دې خاوري وځي دا د احمدخان او میرویس خان د سترو امپراتوریو چلوونکو بچیو خاوره ده دښمن مو تل شرمنده او زلیله....
د خپلواک په ځان بسایه له امو تر اباسینه افغانستان په لور