د ارګ واکدارانو د چالخوا، دڅه لپاره؟!

راځئ نن درته د کابل د ګډو واکدارانو موخې اوپروګرامونه په مختصر ډول تشریح کړم. 
له لومړي سره کله چې د کرزي په لمړۍ دوره کې اشرف غني، کرزی، او عبدالله  د نورو نوماندانو په ګډون  خپل ځانونه  ونومول سره له دې چې ګڼې نورې څیرې هم وې خو د اهمیت له کبله دا ۳ تنه څیړو.
د دې دریو څیرو ۳ مختلفې موخې او وړانديزونه ؤ.
★ کرزي غوښتل د امريکا نفوذ پدې شرط زيات  کړي چې واکونه او استقلال به ترېنه نه سلب کیږي او چې دی څه غواړي هغه به یې امريکايي  دوستان  ورسره مني، دی به یې په بدل کې له امریکا سره ستراتيژيک تړون امضا او د امریکا سره به دوامداره همکاري ته ځان وتړي. خو که د دې خلاف نور څه وشو له یوې خوا به  همکاری ترصفري نقطې متمرکزه شي، او له بلې خوا به په سیمیزه کچه د امریکا ګټې وننګوي او پدې ترتیب به د ګاونډیانو په تیره بیا د چین سره خپلې ګوتې خوږې کړي چې بیا به امریکا ته په افغانستان کې پرمخیون چلنج ښکاري.
هغه ؤ چې کرزي سره امریکا پورته شرط ومانه او ظاهري واکونه، او یا په اصطلاح د امريکايي جرايمو غندل او  د اوښکو تویولواجازه یې ترلاسه کړی سوه.
خو بلاخره چې پوه شو چې نور یې په خوله څوک پیاز نه خوري نو ډاګيزه یې د امریکا مخالفت پیل کړ.
اوباما هم کوم حیثیت نه ورکاؤ او د کابل څخه لیدنه به یې هم د ارګ پځای له بګرام څخه کوله. 
ځکه کرزی اوس د بيکاره پرزې په څیر ؤ او اهمیت یې نه درلود.  خو له واکمنی وروسته یې رښتیا هم له چین سره اړیکې ګرمې وساتلې او څوځله یې د بیجینګ چکر وواهه، د چین په مطبوعاتو کې یې څو څو ځله مصاحبې خپرې شوې چې د هغوی له ادرسه یې نوې اداره چلنجوله، خو دې هڅو هیڅ رنګ ځکه را نه وړ چې کرزی اوس بې واکه او غیر فعاله څیره وه نو ټولې هڅې یې بې نتیجې شوې.
★داکتر اشرف غني.
نوموړي هم دري ځله د ارګ لپاره له نورو سره مراقبت وکړ.
خو داچې هرځله یې ماتې خوړه علت یې ښایی داوي چې امریکا د تجربکار کرزي په وجود کې ډیر څه لیدل خو کله یې چې ترې طمعه وشلیده او د بیا نوماندۍ حق یی نه درلود نو توجه د غني په لور شوه. 
دې څیرې غوښتل ټول هغه څه چې په لویدیځ کې یې لیدلي کتلي دلته د عمل جامه ور واغوندي،  په اقتصادي برخه کې د سود نظام پیاوړتیا، په ټولنیزه برخه کې دیموکراسي پنځیدل، د ښځو هغه کلتور چې په لویدیځه نړۍ کې رایج دی دلته عملا پلي کول، او د دیني ارزښتونو اسلامي شعايرو خلاف هرڅه ته بل رنګ ورکول ؤ، همداراز نوموړي غوښتل ترڅو د ولس پځای حکومت د هرې کوچنی او سترې پریکړې صلاحیت ولري    ولس او د هغو استازو ته یې هم آن د خدمتګارانو په سترګه کتل لرلید ؤ . 
د دې سره نوموړي غوښتل ترڅو دلته د هربهرني امنیت خوندي شي، او د هغو د امنیت لپاره باید ټولې قربانۍ افغان ولس وګالي، په نوموړي ستر محدویتونه وضع شوي ؤ . چې د واک په دوهمه ورځ د امریکا سره د ستراتيژيک تړون امضا او په ټولو هغو امریکایی جرايمو سترګې پټول چې امریکا یې په افغان ولس کوي،  همداراز باید داجګړه د نړيوالو د امنیت د خوندیتابه شعار وګرځي نه د افغان خاورې دخلاصون وسیله.
★داکتر عبدالله.  نوموړي هم دری ځله ځان کاندید کړ چې په وروستي ځل کامیاب هم شو کله د هغه وخت موثق راپور دا ؤچې د ټولټاکنو د کمیسیون مشر  ضیاؤالحق امرخیل کرزي ته د عبدالله د بریا خبر ورکړ چې شاوخوا ۵۴% رایی یې وړې دي نو کرزي ورته واک ورکړ چې خوښه ستاسو هرڅه چې کوئ.  خو بیرته د کمیسیون مشر ته د کرزي د دفتر مشر کریم خرم معکوسه خبره کړې وه چې عبدالله باید مشر اعلان نشي نتایج دې وځنډول شي
د دې خبرې په کولو سره یو ستر انقلاب را مخته شو او د امريکايي پلاوي په وساطت دواړه په یوه کټګورۍ کې مشران وټاکل شول واکونه یې هم مساوي ورکړل خو لمړی ټولواک اشرف غني دوهم عبدالله شو.
راځئ دعبدالله ليدلوري وڅيړو.
داکتر عبدالله د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود سره له نږدې پاتې شوی او د جمعیت ګوند له متعصبو مشرانو څخه شمیرل کیږي.
د ده پالیسي داوه ترڅو په کور دننه د شمالي ټلوالې د احیا،او هغو ته په حکومت کې غوښنه ونډه ورکړي، او په بهر کې د ایران او روس لخوا ورکړل شوې پروژه مخته یوسي، او د هغوی ګټې خوندي کاندي.
راځئ جمع بندي داسې وکړو.
ارګپال او مشران یې ټول دنړیوالو او په خاص ډول د امریکایی   ګټو د تحصن لپاره ګمارل شوې پرګنې دي چې غواړي دلته د هغوی فرمایشات، غوښتنو ته مثبت ځواب پیدا،  او د هغوی هر څه په پټو سترګو په افغانانو ومني
دوی د دې پخاطر چې د نړیوال امنیت د ساتنې زیمواري په غاړه لري له هغوی څخه هم د جدي توجه وړ دي او له همدې کبله د ملت تر ګټو هغو خلکو ته زیات اولویت ورکوي چا چې دوی د ارګ په ویرجنه کرسۍ ونازول.