د «ډیورڼډ کرښه د ملي ګټو او ارزښتونو په تله کې»، د ملي محور لويې غونډې رېپوټ

 
د ملي محور ګوند د لویې غونډې راپور
شنبې د روان کال د ورې د میاشتې په ۲۶ د ملي محور ګوند په نوښت د «ډیورڼډ کرښه د ملي ګټو او ارزښتونو په تله کې» تر نامه لاندې د درې نیم سوو کسانو په ګډون د کابل سټار هوټل کې یوه غوڼډه جوړه کړې وه.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1257.JPG
 
غوڼډه د مصباح صیب په تلاوت او د ملي سرود په خپرولو پیل شوه.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1262.JPG
 
غوڼدې ته د ملي محور ګوند مشر ډاکتر خوشال روهي پرانیستې وینا وکړه او د ډیورڼډ لاین په هکله یې ګډونوال رغنده، بې پرې او اکاډمیک بحث ته راوبلل.
خوشال روهي د ډیورنډ کرښې په هکله ټول ګډونوال افغاني او ملي فکر ته راوبلل او په خبرو کې یې د پام وړ ټکي دا وو:
ځینې کړیوهڅه کړې تر څو دِغه ملي داعیه په قومي او سلیقوي داعیه واړوي نو موږ هڅه وکړه د دې غوڼډې په جوړولو د دغې داعیې تاریخي، حقوقي او نړیوال اړخونه د مطرحو کارپوهانو لخوا وڅیړل شي او هغه وریځې، چې ځینو متعصبو لیونیو د دې لویې داعېیې په وړاندې جوړ کړي برملا کړو.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1243.JPG
 
داکتر خوشال روهي د امریکې او پنتاګون لخوا په آچین کې په استعمال شوي لوی بم خپل ژور خفګان ښکاره کړ او هغه یې له نړیوالو قوانینو او زموږ له ملي حاکمیت سره په ټکر کې وباله. همدا شان د ملي محور ګوند مشر د حکومت په چوپتیا د ژور غبرګون څرګندونه وکړه. د دغه بم استعمال یې زمونږ له حریم سره په لوبې کولو تشبیه کړ.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1272.JPG
 
خوشال روهي له دغې غوڼډې څخه په ګټه اخیستنې د بر صغیر د لوی مبارز ایپي فقیر صاحب( میرزا علي خان) د مبارزو یادونه هم وکړه. دغه غوڼډه په تصادفي ډول د دغه لوی مبارز له ۵۷ تلین سره برابره وه. ایپي فقیر د انګریز د ښکیلاک او پنجابي د نیواک پر وړاندې له درې سوو زیات پوځي عملیات په لاره اچولي.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1264.JPG
 
داکتر خوشال روهي هغو خلکو او حلقو ته د انتقاد ګوته ونیوه کوم، چې د ډیورنډ د کرښې منل د افغان هیواد د ټولو لانجو حل بولي، هغه زیاته کړه: پاکستان د انګریز ښکیلاک د ځایناستي په توګه په افغانستان کې د ستراتژیک عمق په چاره اخته دی. که دا کرښه هغسې، چې ځینې پردیپال یې یادونه کوي رسمي سرحد وي نو بیا د پاکستان او د هغو د کورنیو لاسپوځو لخوا د دې کرښې منل څه مانا لرلای شي؟ پاکستان په افغانستان کې د کمزوري او یا لاسپوځي حکومت او حاکمیت غوښتونکی دی او دغې چارې ته د قومونو تر مینځ د تاو تریخوالي په زیاتیدو او قومي شخړو د لمن وهلو په طریقه کار کوي.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1305.JPG
 
له پرانیستې وینا وروسته د هیواد وتلي تاریخپوه عبدالحمید مبارز ته وار ورکړل شو تر څو د ډیورڼډ په هکله خپله وینا واوروي. مبارز چې لوړ عمر او بیماري د ډیر څه کولو اجازه نه ورکوي لکړه په لاس خو په متانت دریځ ته پورته شو، چې د غوڼډې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو . هغه په خپلو خبرو کې وویل:
ډیورنډ لاین هیڅکله هم نړیوال سرحد یا پوله نه وه. هغه وویل، چې تر اوسه پورې چا د ډیورڼډ د توافقنامې امضا شوی سند په هیڅ ارشیف او موزیم کې ندی لیدلی. هغه وویل: د امیر عبدالرحمان خان دستخط په دري متن کې نشته او انګریزې کې یې امکان څکه رد کړ، چې امیر په انګریزي نه پوهیده.
د انګلستان پارلمان ته هیڅ وخت دغه قرارداد د رد یا منلو لپاره نه دی احاله شوی. هغه زیاته کړه: په هند کې یوازې ۱۲ هغه لیکونه پراته دې چې ډیورڼډ د هند وایسرا ته لیړلي او بس . هغه د پاکستان له جوړیدو وروسته زمونږ هیواد کې د شاه د ترونو د ګروپ یادونه وکړه، چې نه یې غوښتل خپل روابط په دې توګه له انګلیسانو سره خراب کړي، خو د ځوانانو د یوه ګروپ یادونه یې هم وکړه، چې له جرمني سره په رابطه کې یې غوښتل افغان خاوره د دوهم نړیوال جنګ په کلونو کې بیرته تر لاسه کړي. هغه د فیض محمد ‌کریا او مجید زابلي له هڅو یادونه وکړه.
د هغه د خبرو تر ټولو مهم ټکی دا وه، چې زمونږ ملي شورا د پاکستان د جوړیدو په وخت کې په خپله اوومه تقنیني دوره کې د رایو په اتفاق له انګریز ښکیلاک سره شوي ټول توافقات رد کړل. دا په داسې حال کې ده، چې له هغه وروسته بیا هیڅکله هم په ملي شوری کې په دې هکله بحث نه دی شوی.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1307.JPG
 
د غوڼدې بل وینا وال د هیواد وتلی حقوق پوه او د کابل پوهنتون استادودیر صافی و.
ودیر صافي د ډیورنډ لاین هوکړه لیک یا یادداشت د نړیوالو قوانینو او په دې هکله د شتو کنوانسیونونو په رڼا کې وڅیړه او دغه هوکړه لیک یې یو موقتي د نفوذ د ساحو ویش وباله او بس. هغه په نړیوالو قراردادونو کې د مساوي حیثیت او د دریم ګړي موجودیت او حکمیت ضروري وباله، چې دغه یو څه هم د ډیورنډ په نامه هوکړه لیک کې نه تر سترګو ګیږي .هغه د خپل پلار د دندې له کلونو په پیښور کې د افغان قونسل په حیث هم یادونه وکړه او په هغه او د هغه په کور له حملو او الور اچولو یې هم پرده پورته کړه.
د هغه د وینا مهم ټکي:
قرار داد د دوه مستقلو او آزادو ملکو تر مینځ لاسلیک کیږي نه د ځبرځواک او تحت الحمایه ملکونو تر منځ.
په قرار داد کې د دواړو غاړو موافقه او د زور او تهدید نشتوالی.
هغه لاندې قراردادونه د نړیوالو کنواسیونونو په رڼا کې باطل وبلل:
هغه قراردادونه، چې سو تفاهم پکې موجود وي .
په قرار داد کې دوکه او فراډ .
هغه قرار داد، چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي .
که د قرار داد یوه خوا مستقله او بله خوا تحت الحمایه وي.
که فرار داد د نړیوالو قوانینو خلاف وي .
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1310.JPG
 
غوڼدې ته وروسته عبدالهادي میران وینا وکړه. هغه وویل، چې د ډیورنډ بحث هیڅکله هم کوم قومي بحث نه وه او نه باید په دې سترګه ورته وکتل شي. هغه د ډیورنډ کرښې په هکله ټول ګډونوال د هغه چا د کتاب لوستو ته راوبلل، چې په هغه وخت کې یې په دربار کې د مورځ او کاتب  په توګه دنده دراوده.
هغه وویل، چې  ددې تفاهم لیک او د هغه اړوندو خبرو جریان له فیض محمد کاتب هزاره څخه بل هیچا دومره له نړدې نه ده څارلی . هغه هم د اوسني پاکستان له نیتونو پرده پورته کړه او ګډونوالو باندې یې د ملي وحدت په ټینګتیا غږ وګړ. هغه ټول ملت ملي فکر، ملي احساس، ملي وحدت، ملي انسجام او ملي ډیالوګ ته راوبلل.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1315.JPG
 
وروسته د غوڼډې مشر میلمه پخوانی ولسمشر دریځ ته په راتلو خپله وینا پیل کړه. حامد کرزي د حپل حکومت په اوږدو کې د پاکستان له غوښتنو پرده پورته کړه، چې یوه یې د ډیورنډ د کرښې منل او بل له هند سره د روابطو د نه مضبوطولو خبره وه. هغه د ډیوږرنډ د کرښې په هکله په یادونه کې زیاته کړه: هر هغه قرار داد چې د مساوی الحقوقو لوریو تر مینځ نه وي لاسلیک شوی هغه پخپله باطل ده.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1327.JPG
 
کرزي د ګندمک د معاهدې د یوې مادې یادونه وکړه، چې انګریزانو په دې ماده کې منلې، چې د کویټې، ژوب ، چمن، لولایې او تر سینده پورې د ځمکو مالیات به د انګریز لخوا ټولیږي او د اداري مصارفو له وضعه کولو وروسته بع یې باقي پیسې د هغې اصلي مالک افغانستان ته ورکول کیږي.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1339.JPG
 
د ډیورڼډ د کرښې د بحٍث په اوږدو کې ښاغلي کرزي  په آچین ولسوالۍ د استعمال شوي بم غندنه هم وکړه او هغه یې په ښکاره زموړنږ د ملي حریم سپکاوی وباله او د تودو خبرو په مینځ کې یې اوسنی حکومت له دغه بمې چاودنې سره په توافق وغانده او او هغه یې خپل استازی حکومت ونه ګاڼه. هغه د امریکې په ویستلو ټینګار وکړ.
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1357.JPG
 
وروسته سلیمان لایق غوڼډې ته وینا وکړه.
سلیمان لایق دغه کرښه د تاریخي شواهدو او نړیوالو قږانینو په رڼا کې مردوده وګڼله او د پولې دواړه خوا خلک یې پّ یوې ژبې، یوې جغرافیا او یوه تاریخ سره وتړل.
هغه د خپل اکاډمیک کار په موندنو کې یوازې له هغو ۲۵۰۰ لڼډیو یادونه وکړه، چې د پولې د دواړو غاړو خلکو د انګریز د ښکیلاک په دوران کې وېیلي .
 
C:UsersRohiDesktopDlIMG_1373.JPG
 
د غوڼډې بل وینا وال احمد الله نبیل وه، چې په علمي او اکاډمیک انداز یې ملي ګټې او ملي مفادات د نویو ټولنیزو موندنو په رڼا کې وڅیړلې او په ګډونوالو یې د ملي لویو ګټو د ساتنې او ننګې ناره وکړه . هغه د حکومت په چوکاټ کې د ډیورڼډ کرښې د ښې ځیړنې لپاره د لازم بستر د جوړیدو غږ وکړ. هغه په ملي مسایلو کې په ملي مشارکت ټینګار وکړ . هغه وویل: ملي موضوعاتو ته باید په قومي هلو څلو پانګونه ونه شي، بلکه دغه مسایل په ملي او سرتاسري هلوځلو حل شي. هغه زیاته کړه: یو قوي او قدرتمند ملت د غښتلو بنسټونو په شتون کې زمونږ د اغیز او نفوذ نشې دي.
په پای کې د کابل پوهنتون وتلي استاد جلال ته د خبرو نوبت ورکړل شو.  استاد جلال په ملي مسایلو کې د ټول ملت په شرکت او ګډون ټینګار وکړ او دا یې هم زیاته کړه، چې په داسې مسایلو کې باید د ټولو خواوو خبرې واوریدل شي. هغه د لویو ملي مسایلو د څیړلو لپاره ( ګفتمان ملي) د حل یوازینۍ لار وبللله. هغه د ډیورنډ او نورو ملي مسئلو د ښه څیړلو لپاره د هیواد په کچه د ډیالوګ، خبرو او اوریدو او له هغه څخه د واحد غږ د جوړولو وړاندیز وکړ.
غوڼډه د غرمنۍ په خوړلو د ورورۍ او صمیمیت په فضا کې پای ته ورسیده.