
پر اچین امریکا ستر بم وغورځاوه، دوی وحشت وکړ، خپله وسله یې او ازمویله او خپلو سترو سیالانو ته یې پیغام ورکړ. په کابل کې حکومت، په امریکايي سیرومو چلېدونکو رسنیو، کرايي ژورنالېستانو او لیکوالو او مزدورو سیاسي مبصرینو په شدت سره ددغه امریکايي جنایت د توجیه کولو هڅه وکړه. دوی وویل چې داعش وحشي دی، ظالم دی او په اچین کې یې ستر وحشتونه کړي دي، نو دا کار دی چې دغه ستر بم پرې ورغوځول شو. دوی دا ونه ویل چې داعش چا راوست، څوک یې ملاتړ کوي او د چا پروژه ده؟ دوی دا ونه ویل چې رښتیا هم دا برید پر داعش شوی؟ دوی دا ونه ویل چې دغه ډول ستر بم زموږ خلکو، چاپېریال او روغتیا ته څه زیان لري؟
له برید وروسته وویل شول چې ۳۶ داعشیان په دغه برید کې وژل شوي، وروسته خبره ۹۶ ته ورسیده او ادعا وشوه چې د ۹۶ داعشیانو جسدونه موندل شوي دي. هېچا پوښتنه ونه کړه چې د نړۍ ستر بم ولې دا جسدونه جوړ پرې اېښي؟ هلته له چاودنې وروسته څو ساعته اور لګلېدلی وی، چا پوښتنه ونه کړه چې د داعشیان جسدونه ولې ونه سوځېدل؟ وویل شول چې برید د سمڅو د ړنګولو لپاره شوی، ځکه سمڅې ژورې وې او عادي بمونو نه شوی ړنګولی. برید وشو، سمڅې ړنګې شوې او داعشیانو تر زرګونو ټنو خاورو لاندې شول، هېچا پوښتنه ونه کړه چې دا بیا څنګه داسې ژر را وایستل شول او وشمېرل شول چې ۹۶ کسان وژل شوي دي؟ سیمې ته خبریالان د کمیاوي او بیولوژيکي موادو د اغېز له ویرې پرې نه ښودل شول، خو دا قرباني چا ورکړه چې ولاړل او د داعش جسدونه یې وشمېرل؟ ګڼې نورې داسې پوښتنې هم شته چې له دغو سترو دروغو پرده پورته کوي.
دا برید امریکايي وحشت و. دوی لومړی دلته داعش راوست چې وحشت وکړي، وروسته یې پر دوی د برید په پلمه خپل ستر بم و ازمایه. داعش پخوا هم د امریکا ملاتړ له لاره او له دې وروسته به یې هم ولري. دا برید به نه داعش ختم کړي او نه به هم دا ذهنیت بدل کړي چې داعش د امریکا پروژه ده. دا ډول بریدونه د نورو اهدافو لپاره کیږي. په دغه برید سره امریکا له یوه اړخه روسیې ته پیغام ورکړ. له بله اړخه یې یو ستر بم ا ازمایه. دغه راز په دې سره یې دا هم وښوده چې دوی له داعش ملاتړ نه کوي، بلکې پر ضد یې ستر بم کاروي.
بدمرغي دا ده چې امریکا دا ټول وحشتونه زموږ په خاوره کې کوي. هم دلته داعش راولي، هم خلک پرې وژني، هم پرې بم غورځوي، هم بم ازمويي او هم له نورو سره زموږ په خاوره کې سیالي کوي. موږ له هره اړخه ددغو وحشتونو قرباني یو. له همدې لامله دا ځل باید زموږ غبرګون لنډ او یوازې په خبرو کې نه وي. د داعشي – امریکايي وحشت پر وړاندې او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د هر ډول وحشت پر وړاندې باید ودریږو. له دې پرته موږ هم د داعش له وحشت سره مخ وو او هم به د داعش پر ضد د جګړې تر نامه لاندې امریکايي وحشت سره.