افغانان په يو بل تصور کې

دا ښکاره خبر ده، چې ځینو خلکو په افغانستان کې  د هېواد، ژبې، دین او یو شمیر نورو ارزښتونو لپاره، ډير کار وکړ خو اخوا ځینو خلکو بیا د نورو د تحمیل له پلوه، په افغانستان کې پورتني ټول ارزښتونه له خاورو سره خاورې هم کړل.
که پام وکړو؛ په دې ورستیو کلونو کې ډيرو افغانانو له هېواد څخه د زړه تورۍ له کبله افغانستان ددې لپاره پرېښود، چې غوښتل یې ښه ژوند وکړي؛ دوی دهمدې هیلې او اسودګۍ لپاره، له هغه چا سره اړیکې ونیولې کوم چې هغوی په افغانستان کې د خپلې ايډیالوژۍ لپاره کار کوي.
افغانان په افغانستان کې د انګریزانو تر یرغل وروسته، ډير ناچاره پاتې شول ځکه هغوی په ټولو اداراتو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې خپله سیاسي فلسفه خپره کړې وه همدارنګه انګریزانو د افغانستان ټول خلک په فکري ناروغیو اخته کړي وو. تر دوی وروسته د نړي نور زبر ځواکونه، د امریکا او ناټو په مشرۍسره، افغانستان ته راغلي دي.
غربیانو لومړنۍ زموږ  پور نفوسه خلک تر خپل اغیز لاندې راوستل، ګڼ تبلیغاتي مرکزونه یې په لاس ورکړل او تر شا یې ډالر د ژوند د یوې مهمې اړتیا په څېر ورپسې ووېشل؛ وروسته یې د عامه افکارو د ګډوډولو لپاره، زموږ په ادیانو کې ډلې او ټپلې را جوړې کړلې. تر یو څه وخت وروسته په افغانانو کې، د نومونو د اېښودلو او د ډالرو په لاسته راوړلو سره، وژنې ترسره شوې؛ بلاخره د بهرنیانو د لاسوهنو له امله، زموږ کورنۍ  ـ کورنۍ په دوښمنیو  واوښتې او زموږ په دې سیمه کې هغه څه هم وشول، چې د انسانیت تر تصوره لرې خبره ده.
یو وخت دلته له ځینو ـ ځینو سره دا فکر هم موجود و، چې افغانانو په نړی کې ثابت رول نه دی لرلی ځکه ویل کېده، چې دوی همېش خپله ژبه، دین او خپل پخوانی کلتور پریښی دی او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې هر څه ترسره کړي، حتی تر دې پورې، چې نه یې ملي فکر وپاله او نه یې تر اوسه پورې خپل دوښمنان وپيژندل.
د ملي وحدت حکومت په جوړیدلو سره، یو ځل بیا ـ  بیا په هېواد کې څه ـ څه ونه شول؛ واکمنانو مو په خپلمنځي اختلافونو کې، ملي ګټې زیانمنې کړې او د قوانینو یې هېڅ خیال ونه ساته؛ په اول کال دوی د دفاع وزارت لپاره وزیر ونه شو ټاکلی او بل دا چې کندوز ولایت یې هم د اسلامي امارتو(طالبانو) پر لاس په سقوط ورکړ.
په هېواد کې دا او دې ته ورته نورو سياسي ستونزو او کړکېچونو په ټوله کې، عام خلک ډير وکړول؛ د هېوادوالو اروپا ته د تېښتې له کبله، د نړې په دې یو کلی کې نړیوالو هم دا درک کړه، چې په افغانستان کې حالات ورځ تر بلې بدتر دي، تر دې پورې چې جګړیزبهیر ته په خپله والیان، وکیلان او حتی د ولسمشر لومړۍ مرستیال ځي او د جنګ پر میدان د جګړې رهبري په غاړه اخلي؛ په داسې حال کې چې په دغه جریان کې نظامي لباس په تن کول یوازې رنګ اچول و.
دنړیوالو اړیکو له مخې، که چیرې په کوم هېواد کې ستونزې، جنګونه او سیاسي اختلافات زیاتیږي نو ګاونډ او نور مرستندوی هېوادونه مجبور دي، ترڅو دوی ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړې؛ د دې لپاره المان دا ښه وګڼله، چې افغانان، عراقیان او د سورې جنګ ځپلي خلک د کار کولو لپاره خپل هېواد ته ور وغواړي. دا خبر چې کله خپريږي نو په افغانستان کې هم سمدستي هر څوک خپل زوی، ورور، وراره او یا بل نږدې څوک هڅوي، چې ترڅو دوی هم المان ته د کار کولو لپاره لاړ شي.
وروسته له هغې په جرمني کې الماني مذهبي رهبرانو او پاپانو د حکومت په خلاف یو جاج ترسره کړ؛ راهبانو خپل دولت ته ویل چې تاسو د افغانستان، عراق او سورې خلک المان ته را غواړی او د دې ځای قبولې هم ورکوی، په داسې حال کې چې د همدغو هېوادونو څخه بېلابېلو ډلو د القاعده، طالبان او داعش په نومونو ظهور کړی.
د هغو پاپانو اندېښنه دا وه، چې وایي که چیرې دا خلک دلته راشي نو په المان کې به هم خپل فعالیتونه ونه سپموي؛ تر دې پورې چې د جرمني حکومت او خلکو ته به ډيرې ستونزې راولاړې کړي، د دوی تر اعتراضونو وروسته داسې پریکړه وشوه، چې فرضاً که څوک دغه هېواد ته ځي نو د هغه ځای دین او مذهب ته به غاړه ږدي.
دا لاپسې بله کېسه وه. دوی له یوې خوا فکرونه را مخطلط کړل او له بلې خوا یې د عقېدې د خرابولي دسیسه هم رابرابره کړه؛ وروستی خبره دا چې  که موږ خپله عقیده، دین او خپل کلتور سم ساتل غواړو نو  وروسته تر دې باید د بهرنیانو هر ډول شوم اهداف وپېژنو او پر وړاندې یې قوي چمتوالي هم ونیسو.
موږ ټول باید نور په دې پوه شو، چې هر څوک باید په حقیقت کې خپل هېواد ته کار وکړي. بله داچې که چا په نورو هېوادنو کې خپل مالیات په مصرف رسولي وي نو هیله ده، خپل هېواد ته یې را انتقال کړي، ترڅو په خپل وطن کې یې پرمختګونه راشي او د خلکو له احتیاجه ابدي خلاص شي.
موږ ټول باید په یوه هېوادنۍ مینه په خپل منخ کې سره ګډ کار وکړو، یو بل ته باید د مرستو لاسونه وغځو او خپل وران، ویجاړ  هېواد  په سمسور افغانستان بدل کړو.
۱۳۹۴هـ ش،تلې۲۰مه