
هغه هیوادمل چی زه یی پیژنم
زه همیشه لیکلو ته نه وزګاریږم ځکه چی په خارجی ملک کی ډوډی په مفته نه ملاویږی اخبار او معلومات د انترنیت له لاری په وزګار وخت کی وګورم . انترنیت لکه څرنګه چی د بشری ژوند په جریان کی لوی بدلون رامنځته کړی دی همدارنګه یی منفی اغیزی هم د ځان سره راوړی دی ، هر چاته ددی امکان په لاس کی ورغی چی هر څه یی زړه وغواړی ولیکی او نشر یی کړی ، له ډیری اوږدی سریزی به تیر شم او نیغ به خپل هدف ته راشم .
د ساحل سمندر (البته دا به یی مستعار نوم وی ) په نوم یوه ځوان د پښتو د ادب او سیاست وتلی څیری زلمی هیوادمل پسی ډیری سپکی سپوری له حقیقته او له رښتیا څخه خالی پروپاګند په څو ویبپاڼو کی نشر ته وسپارل ، رښتیا چی د هغی په لوستو ډیر خفه شوم ځکه پښتانه یو عادت لری چی ډیر ژر خفه کیږی او د یوه کوچنی خفګان څخه وروسته هر څه ته اور اچوی ، بل دا چی د دوی خپل نومیالی او د کار وړ خلک نه خوښیږی او چی د چا سره یی بدی شی نو د هغی د کورنۍ مهم او د کار سړی تر حملی لاندی نیسی ، نو ښاغلی ساحل سمندر صاحب همداسی درواخله چی وطن ته اور اچوی
زه له دیرشو کالو راهیسی هیوادمل صیب پیژنم چی د یوه نامتو پروفیسور په حیث ورباندی ټول افغانستان افتخار کولی شی . زه د هیوادمل صیب د مکتب د دوری په ارتباط څه نه لیکم ځکه تر ما مشر دی د پوهنتون دوره کی یی د پښتو ادب پیژندلو ته کلکه ملا وتړله که ګران سمندر صیب علاقه ولری نو د ده په کتابو یوازی د خدای بښلی علامه حبیبی صیب، فاضل استاد خدای بښلی رشاد صیب ، او ...... نورو سریزی د ولولی ،
لدی به تیر شو هیوادمل صیب له هغه وروسته چی د تحصیل څخه فارغ شو نو یی پښتو ادب پیژندنی ته داسی مټ ورکړ چی تر اوسه به کمو ورکړی وی . په یواځی ځان یی يو خروار کتابونه ، مقالی ولیکلی چاپ یی کړی او د پښتو ادب کتابتون ته یی وسپارلی چی د ده دا کار دی یوی اکاډمی د کار سره پرتله کیدای شی .
په دقیق ډول نه شم ویلی خو د ۱۳۵۷ ه ش څخه تر ۱۳۷۱ ه ش یعنی د ډاکتر نجیب اله د حکومت تر سقوطه پوری
به داسی سمینار،غونډه جلسه ،او مشاعره نه وی چی هیوادمل د پکښی ګډون نه وی کړی يوازی ګډون نه بلکی هغی ته یی مقالی او لیکنی کړی دی دا ټولو ته څرګنده ده چی ویلو او لیکلو ته هم اړتیا نلری د پښتو ادب د زلمی هیوادمل پرته نه شی ټول مطالعه کیدای . په دی باره کی به نور ادیبان او دوستان که لازمه وګڼی لیکل وکړی خو زه به یو څو خپلی خاطری د هیوادمل د ریښتینی وطنپرستی په باب وړاندی کړم .
لومړی: دغه ځوان سمندر چی په هیوادمل د هیواد .... . . نوم ایږدی ډیر تیروتی دی .
هیوادمل په رښتیا چی کوم تخلص ځانته غوره کړی دی هغه ورسره مناسب او په عمل کی همداسی دی . پر ده خپل هیواد ، خلک او ژبه ډیره ګرانه ده ، اود همدی په خاطر یی لوږی ، تندی، بی خوبی او ډیری ناخوالی تیری کړی دی کله چی د کارمل او داکتر نجیب اله واکداری وه په همدی کالونو ی یی دومره کار وکړ چی هیچا به په ګوښی ځان نه وی کړی په پښو به ګرځیدو ، کور یی نه درلود پیسی یی نه درلودی ، خپل او د نورو کتابونه به یی چاپول دی وخت رژیم دومره بی سترګو و چی یو کور یی ورنکړ ، د یوه افغان په حیث د ښاغلی سلیمان لایق څخه په ټول ژوند کی دا یوه ګیله کوم چی لږ تر لږه یو کور خو یی باید چی هیوادمل ته ورکړی وای.
په روسیه کی هیوادمل د پښتو ژبی (ادبیاتو) ژوندی ډکشنری بولی .
د داکتر نجیب اله د واکمنی تر ړنګیدو وروسته بیا پاکستان ته ولاړ او خدای بښلی پروفیسور رسول امین د وفا جریدی د مسول په حیث مقرر کړو او په دفتر کی به اوسیدو خو اوروپا ته نه لاړ . او په پاکستان کی یی د پښتو ژبی ودی او انکشاف ته ملا وتړله .
د هیوادمل د دوو تابعیتو په مورد چی زه مالومات لرم :
هیوادمل هیڅکله د مادی ژوند سره د وطن د مینی په بدله کی علاقه نه ښودلی او به یی وښایی ، همدا اوس په کرایی کور کی اوسیږی هغه هیوادمل چی په مړه ګیده یی د وطن اوبه نه دی څښلی دا بی انصافه ساحل سمندر ورته د خلکو وینو څښوونکی وایی .
که چری داسی وای نو هیوادمل به تجارت شروع کړی وای نه ادب پیژندنه .
ښه می په یاد دی چی د داکتر نجیب اله د واکمنی په اواخرو کی د جرمنی په هیواد کی د پښتو ژبی په اړه کوم سیمنار جوړ شو په هغی سیمنار کی باید د افغانستان له خوا د جمهور ریس معاون ښاغلی عبد الرحیم هاتف ګډون کړی وای ، مګر نوموړی دای وغوښت او ورته ویی ویل چی په دی سیمنار کی د ګډون حق د ستا دی ، هاتف صیب د خدای ژوندی لری هیوادمل صیب یی په هغه وخت کی جرمنی ته واستولو ، ډیرودوستانو او ملګرو به هیوادمل ته ویل چی همدا د وخت دی بیرته مه راځه پناه وغواړه او کورنۍ به د هم بیا وروسته درولی ، خو ده دا کار ونه کړ او بیر ته په سیمنار کی د ګډون څخه وروسته هیواد ته راستون شو ، په نویمو کلونو کی یی کورنۍ داکتر خوشال روهی جرمنی ته بوتله او د لاری مصاریفو ته یی د خدای بښلی بښلی روهی صیب پلرنۍ ځمکه خرڅه کړه .
ساحل صیب : نو ستا په اپلاتو څنګه باور وکړم . هیوادمل وروسته له هغه چی کورنۍ یی جرمنی ته ولاړه څو کاله وروسته په رسمی ډول جرمنی ته د هغوی لیدو ته ورغلی دی او اوس به هم ورځی دا د ده حق دی .
بله دا چی هیوادمل صیب د ادب پیژندنی په څنګ کی سیاست کړی او کوی یی ، خو هیڅکله یی د افغانستان د سیاست مدارنو په څیر غولونکی او ځان غوښتونکی سیاست ندی کړی ، زه پخوا هم که ده ګوند درلود او یا یی نه درلود ، د ده په ګوند کی نه وم ، شاید اوس یی هم و نلری خو د ده سباست په سوله او وطن دوستی ولاړ دی ، دی د شهرت او ریکلامی سره حساسیت لری نه غواړی چی په تلویزون او مطبوعاتو کی راڅرګند شی . رښتیا دا ده چی د سیاست ډګر یو بدنام میدان دی هر چا چی وردانګلی دی بدنام شوی دی خو کمو خلکو چی پدی میدان کی ځان ساتلای دی لکه پاچاخان ګاندی ، امان اله خان او نور . . . . . . هیوادمل د هغوی په پله روان سړی دی . دی پداسی حال کی د جمهور ریس مشاور (فرهنګی مشاور ) شو چی خپله ریس جمهور حامد کرزی له یوی چپنی پرته نور څه نه درلودل پښتانه او بیا داسی ځوانان لکه ساحل سمندر ورڅخه غواړی چی د فیلانو سره مسابقی ته ووځی دا د همداسی مشاورینو برکت دی چی نن حامد کرزی په ښه سیاسی موقف کی قرار لری .
ګوره ځوانه هیوادمل ته توهین پښتو ادب ته توهین دی زه خو ۱۳ کاله کیږی چی په اوکراین کی اوسیږم نه کومه وظیفه لرم او نه یی غواړم نه می ورور او نه می ځوی کوم شی غواړی خو دومره درته وایم چی په وطن باید زړه وسوځول شی ، بی اسنادو تهمتونه او اپلاتی لیکل هیواد ته ډیر زیان رسوی ، فکر نه کوم چی هیوادمل صیب به ستا د پاره د ځواب لیکلو وخت ولری ما به هم څه نه وای لیکلی که وجدان می ډیر نارحته نه وایی ، د هیواد مل صیب په باب زما سره دومره خاطری او معلومات شته چی یو کتاب پری لیکلی شم په لیکلو هم ارزیږی خو دا کار څو علته لری چی نه می دی کړی .
یو دیته کافی وخت نلرم بل می د خاطرو کتابچه راڅخه بی درکه شویده امید دی چی په راتلونکی کی به یی پیدا کړم او وبه یی لیکم .
په ډیر درناوی
الحاج ګل عباس
اوکراین ـ ادیسه